شمالي کوریا د امریکا او سوېلي کوریا ګډ پوځي تمرینونه «پوځي پاروونه» بللې ده

شمالي کوریا د امریکا او سوېلي کوریا لهخوا د روانې میاشتې په ۱۸مه نېټه د ګډو پوځي تمرینونو د ترسره کولو اعلان «پوځي پاروونه» بللې او د غچ اخیستلو خبرداری یې ورکړی دی.

شمالي کوریا د امریکا او سوېلي کوریا لهخوا د روانې میاشتې په ۱۸مه نېټه د ګډو پوځي تمرینونو د ترسره کولو اعلان «پوځي پاروونه» بللې او د غچ اخیستلو خبرداری یې ورکړی دی.
د شمالي کوریا د دفاع وزیر وايي، پوځ یې د دغه اعلان شویو ۱۱ ورځنیو تمرینونو پر وړاندې د ملي امنیت د ساتنې ماموریت په غاړه لري.
تمه کېږي، چې سوېلي کوریا او امریکا به (د اګسټ له ۱۸مې نېټې) په لویه کچه ګډ پوځي تمرینات پیل کړي؛ خو د هوا د خرابېدو له کبله یې یوه برخه په راتلونکې میاشت کې پلان شوې ده.


د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ وویل، چې په غزه کې یې د یوه برید پر مهال د الجزیرې خبریال انس الشریف وژلی دی. د اسراییل پوځ د خپل دغه اقدام د توجیه لپاره یاد خبریال د غزې په سیمه کې د حماس د یوې څانګې مشر بللی دی.
د اسراییل د پوځ په یوه اعلامیه کې ویل شوي: «انس الشریف د حماس د یوې ترهګرې څانګې مشر و او د اسراییل د ملکي وګړو او د د دفاعي ځواکونو پر ضد د توغندیزو بریدونو د ترسره کولو مسوولیت یې درلود.»
د غزې ښار د الشفاء روغتون مسوولانو ویلي، چې د الجزیرې خبریال انس الشریف له خپلو درېیو همکارانو سره یوځای د اسراییل په برید کې په دې سیمه کې وژل شوی دی.
د الجزیرې شبکې لیکلي، چې ۲۸ کلن انس الشریف د یکشنبې په ورځ هغه مهال ووژل شو، کله چې د خبریالانو پر خیمې چې د روغتون د اصلي دروازې مخې ته وه، ډزې وشوې. د دې رسنۍ د راپور له مخې، انس الشریف چې د الجزیرې د عربي څانګې پېژندل شوی خبریال و، د شمالي غزې په اړه یې ډېر شمېر راپورونه چمتو کړي وو.
یادې رسنۍ دغه راز څرګنده کړې، چې محمد قریقه (خبریال)، ابراهیم ظاهر او محمد نوفل (د دې شبکې انځور او ویډيو اخیستونکي) هم د قربانیانو په ډله کې دي.
د الجزیرې شبکې په وروستیو کې د اسراییل پوځ په غزه کې د خپلو خبریالانو پر ضد د «تحریک د کمپاین» له امله وغندله.
د اسراییل د پوځ ویاند اویخای ادرعي په جولای میاشت کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو بیا خپره کړې وه، چې پکې الشریف د حماس د پوځي څانګې غړی بلل شوی و؛ دا ادعا د الجزیرې له لوري په کلکه د دروغو په توګه رد شوې ده.
د راپورونو له مخې، په غزه کې د جګړو له پیل راهیسې څه باندې ۲۳۰ خبریالان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د فلسطین د خبریالانو اتحادیې دا وژنې د رسنیو د غلي کولو یوه منظمه هڅه بللې وه.

د امریکا د ولسمشر مرستیال د اوکراین د سولې د خبرو په اړه وویل، ډېره شونې نه ده چې ترلاسه شوې هوکړه به دواړه لوري په یوه وخت کې راضي کړي. هغه وویل، ښايي مسکو او کییف دواړه له هوکړې ناخوښ وي، خو له دې سره سره یې زیاته کړه، چې امریکا د داسې هوکړې په لټه کې ده چې دواړه لوري یې ومني.
جې ډي وېنس د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۹مه) په یوه ټلویزیوني پروګرام کې د اوکراین د سولې د خبرو په اړه وویل: «دا هوکړه به هېڅوک ډېر خوشحاله نه کړي. ښايي هم روسان او هم اوکراینیان په پای کې ترې ناخوښ وي.»
نوموړي له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل، چې امریکا د پوتین، زېلېنسکي او ټرمپ ترمنځ د خبرو اترو د ترسره کولو پلان لري، خو ګومان نه کوي چې پوتین به له ټرمپ سره تر لیدو وړاندې له زېلېنسکي سره وویني او دا به ګټور وي.
ټاکل شوې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په ۱۵مه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د سولې په اړه د الاسکا په ایالت کې وګوري.

په ایران کې یو شمېر خبریالانو په ټولنیزو شبکو کې د انځورونو په خپرولو سره ویلي، چې د قزوین ولایت مقام د یکشنبې په ورځ د خبریال د ورځې په مناسبت مراسمو کې د ډالۍ په توګه هغوی ته د چپس څو بستې ورکړې دي.
له دغو خبربالانو څخه د ابوالفضل شالي په نوم یوه خبریال په خپل اېکس کې لیکلي، چې د ورکړل شوي چپس بسته یې څېرې کړې ده.
د سینا جهاني په نوم بل خبریال هم لیکلي، چې په قزوین کې د خبریال د ورځې په مناسبت د یوې غونډې پر مهال چې پکې د ولسي جرګې غړې فاطمه محمدبیګي هم ګډون درلود، خبریالانو ته «د چپس درې درې بستې» د ډالۍ په توګه ورکړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ایران کې د خبریال د ورځې د ډالیو موضوع تل د ځینو خبریالانو او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو له انتقادي غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د غزني ولایت په قره باغ او ګېلان ولسوالیو کې په دوو جلا-جلا ترافیکي پېښو کې یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۹مه) د یاد ولایت د سیمه ییزو چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې لومړۍ پېښه د قرهباغ په ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو مازدا موټر له موټرسایکل سره ټکر وکړ او درې کسان پکې ټپیان شول.
د راپور له مخې، دویمه پېښه بیا د ګېلان په ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه، کله چې یو ټراکټور چپه شو او چلوونکی یې مړ شو.
په راپور کې د دغو پېښو لامل د موټر چلونکو بې احتیاطي او چټکتیا ښودل شوې ده.

په غزه کې د فلسطیني مشهور فوټبالر سلیمان العبید له وژل کېدو وروسته، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د یکشنبې په ورځ له یوفا غوښتنه وکړه، چې اسراییل دې «د جنګي او د بشریت ضد د جنایتونو» د ترسره کولو له امله له ټولو سیالیو وباسي.
فرانچسکا البانیز په خپل اېکس کې لیکلي: «راځئ چې ورزش له اپارټایډ او نسل وژنې پاک کړو. یو توپ، په هر وار کې یو ګوزار.»
د البانیز دا غوښتنه د پخواني فلسطیني لوبغاړي سلیمان العبید د وژل کېدو پر وړاندې له غبرګون وروسته مطرح شوه.
د فلسطین د فوټبال فدراسیون په وینا، العبید د چهارشنبې په ورځ هغه مهال ووژل شو، چې د اسراییل پوځ د غزې په سوېلي برخه کې د مرستې د وېش یوې نږدې سیمې ته د مرستو د ترلاسه کولو په تمه ولاړو ملکي وګړو باندې ډزې وکړې.
۴۱ کلن العبید چې د غزې اوسېدونکی او د پنځو ماشومانو پلار و، د فلسطین د فوټبال د تاریخ له غوره لوبغاړو څخه ګڼل کېده.