د ترکیې زلزله؛ یو کس مړ او ۲۹ نور ټپیان شوي دي

پرون ماښام د ریښتر په کچه ۶.۱ درجې زلزلې د ترکیې ځينې سیمې لړزولې دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا ویلي، د یکشنبې په ورځ د ترکیې په شمال لوېدیځ ولایت بالیکیسیر کې د دغې زلزلې له امله یو کس مړ او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي، د ژغورنې عملیات دوام لري او تر دې دمه د ۱۶ ودانیو د نړېدو خبر هم ورکړل شوی دی.