طالبان: تازه راستانه شوي ۱۸۰۰ افغان کارګر هم قطر ته استول کېږي

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، دا ځل په ۲۳ نویو حرفو کې هېواد ته له تازه راستانه شویو ۱۸۰۰ مسلکي او تخصصي افغان کارګر هم قطر ته استوي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، دا ځل په ۲۳ نویو حرفو کې هېواد ته له تازه راستانه شویو ۱۸۰۰ مسلکي او تخصصي افغان کارګر هم قطر ته استوي.
د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي توګه له ایران او پاکستانه نوي راغلي هېوادوال چې پر شرایطو برابر وي، کولی شي په کابل، ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونو کې یوازې د یوې ورځې لپاره هغه هم د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د زمري په ۲۲مه نوم لیکنه وکړي.
د نوموړي په وینا، کاندیدان د نوم لیکنې پر مهال داسې اسناد باید له ځانه سره ولري چې په تېرو دوو کلونو کې یې هېواد ته بېرته راتګ ثابت شي او همداراز خپل ټول تحصیلي، مسلکي اوتجربوي اسناد هم له ځانه سره ولري.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر دې مخکې هم له قطر سره یوه هوکړه کړې وه، چې له مخې به یې ۲ زره افغان کارګر دغه هېواد ته واستول شي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې سلګونه زره کسان له خپلو دندو او روزګارونو بېبرخې شوي او ورسره هم مهاله په ایران او پاکستان کې پر کار بوخت سلګونه زره افغانان بېرته افغانستان ته شړل شوي او په کور دننه هم ورته کاري فرصتونه نشته.
پر طالبانو تور دی، چې هر څه یې تر خپلې ډلې محدود کړي او ان په حکومتي چوکاټ کې هم د عادي کچې کارګرو ته چې له دغه ډلې سره اړیکې ونه لري دندې نه ورکوي.


د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ دوو ځوانانو C130 ډوله امریکايي الوتکه په خپل شخصي لګښت جوړه کړې ده. دغه ځوانان چې برکت اله اکبري او احمد شجاع اکبري نومېږي، له اړوندو مسوولینو غواړي چې په همدې برخه کې ورته د زده کړو زمینه برابره کړي.
په کاپیسا ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس کریم الله وثیق د دغو دوو نوښتګرو ځوانانو هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې د دوی د پرمختګ او نورو ورته پروژو په برخو کې همکاري وکړي.
کریم الله وثیق زیاته کړه: «تاسو د ډېر څه وړتیا لرئ، هڅې مو مه بندوئ او خپلو لاسته راوړنو ته دوام ورکړئ.»

دغه نوښتګر ځوانان وايي، دغه C130 ډوله امریکايي الوتکه یې په ۸ میاشتو کې جوړه کړې او ټولټال ۲ کیلوګرامه وزن لري او د ۱۰۰ ګرامه نور وزن د لېږدولو وړتیا لري او همداراز د ۷۰۰ په ارتفاع سره الوتنه کولی شي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ټولنه کې سخت ټولنیز محدودیتونه وضع کړي دي، چې په کې د نجونو د زده کړو د محدودولو ترڅنګ د عصري زده کړو پروړاندې منفي نظریات هم شامل دي.
یو شمېر طالب چارواکي عصري زده کړې د دې ډلې د عقایدو لپاره ستر ګواښ ګڼي او ټینګار کوي، چې د شریعت سخت پلي کول ضروري دي، که نه نو طالبان به د الله په محضر کې ملامت شي.
د طالبانو دا پالیسۍ د نړۍوالو ټولنو له سختو نیوکو سره-سره دوام لري او دوی خپله لار د سختو اسلامي اصولو د عملي کولو په لور بیایي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې استازې «سوزان فرګوسن» وایي، که دوی افغان مېرمنې چوپ کړي، نو نړۍ ته دا پیغام ورکول کېږي چې د ښځو او نجونو حقونه هر ځای له منځه وړل کېدای شي او اوسنی افغانستان د دې موضوع یوه خورا خطرناکه بېلګه ده.
فرګوسن دا څرګندونې هغه مهال وکړې، چې په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو د حقونو د خرابېدو په اړه خپل تازه راپور وړاندې کاوه.
د دې ادارې په وینا، څلور کاله وروسته له هغه چې طالب جنګیالیو د ۲۰۲۱کال د اګست په ۱۵مه کابل ونیوو، له هغه راوروسته د ښځو د ژوند حالت نه زغمل کېدونکي حد ته رسېدلی او که بېړني ګامونه پورته نه شي، دا حالت به په ټولنه کې عادي وګرځي او ښځې به په بشپړ ډول له عامه ژوند څخه واېستل شي.
په راپور کې ویل شوي، چې طالبانو تر اوسه نږدې ۱۰۰فرمانونه صادر کړي چې د ښځو او نجونو د تګ راتګ، زده کړو او کار حقونه محدودوي. له منځني ښوونځي پورته د نجونو زده کړې بندې شوې او ښځې له محرم پرته عامه ځایونو ته تګ راتګ نه شي کولای، چې دا دواړه بندیزونه یوځای د ښځو پر ټولنیز، اقتصادي او روغتیايي ژوند خورا ناوړه اغېز کړی دی.
د احصایو له مخې، له ۷۸ سلنې زیاتې افغان مېرمنې نه په زده کړو بوختې دي، نه په کار او نه په مسلکي روزنه کې.
دا وضعیت یوازې د هېواد اقتصاد ته درنه ضربه نه ده، بلکې د روغتیا په برخه کې هم د ژوند او مرګ مسله ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره اټکل کوي، چې روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی به د ۲۰۲۶کال تر پایه د مېندو مړینه ۵۰سلنه زیاته کړي.
راپور زیاتوي، چې په کم عمر کې د نجونو ودونه ډېر شوي او د ښځو پر وړاندې کورني او ټولنیز تاوتریخوالي هم زیات شوي دي، ان د کور دننه ۶۲سلنه ښځې وايي چې د کور په پرېکړو کې هېڅ اغېز نه لري.
د سوزان فرګوسن په وینا، دا وضعیت یوازې د افغان ښځو د حقونو ستونزه نه ده، بلکې د نړۍوالې ټولنې لپاره د ارزښتونو یوه لویه ازموینه ده او که نړۍ په دې اړه بېپروا پاتې شي، د ښځو د حقونو د له منځه وړلو دا تګلاره به په نورو ځایونو کې هم تکرار شي.

په کندهار او خوست کې ځینو خبریالانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو خبریالانو ته سپارښتنه کړې، چې له دې وروسته دې د ځان وژنې خبرونه نه خپروي. په دې وروستیو کې په کندهار او خوست کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي.
د خوست او کندهار ځینو خبریالانو نن دوشنبه د زمري ۲۰مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو سپارښتنه ورته کړې، چې د ځان وژنې پېښې دې نه رپوټ کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ځوانانو ترمنځ د ځان وژنې پېښې په دغو ولایتونو کې په چټکۍ سره زیاتې شوې دي.
یو شمېر خبریالانو وویل چې دوی د دې پېښو په پوښښ کې تر سانسور لاندې دي، ځکه طالبان د ځان وژنې پېښو ته د رسنیو پاملرنه د دې ډلې خلاف تبلیغات انګیري.
دغه خبریالان په دې باور دي، چې «د ځان وژنې د پېښو پوښښ هم پخپله دغو پېښو ته کمپاین دی. له همدې امله د ډېرو ورته پېښو رپوټونه نه ور کول کیږي».
خبریالان وايي، چې د ځان وژنې د پېښو زیاتوالی له اقتصادي کړکیچونو او د طالبانو له ټولنیزو محدودیتونو سره تړاو لري، چې په ځانګړي ډول په ځوانانو کې یې رواني فشارونه ډېر کړي دي.
په روان کال کې د کندهار یو ځوان فدا محمد اڅکزي د بې کارۍ او کورنۍ ستونزو له امله په فېسبوک کې وروستی پیغام خپور کړ او بیا یې ځان وژنه وکړه.
نوموړي له ځان وژنې څو شېبې وړاندې ولیکل: «بخښه به سره کوو، د الله په امان».
د دغه پیغام له خپرېدو وروسته د هغه د ځان وژنې خبر خپور شو.
نوموړي تر ځان وژنې څو شېبې وړاندې خپل وروستی انځور هم د یادګار په توګه شریک کړی و او لیکلي یې وو: «اخري تصویر».
په ورته مهال په خوست کې د جوماتونو یو شمېر ملا امامانو د جعمې په خطبو کې خبرداری ور کړی، چې که څوک ځان وژنې کوي، جنازې به یې څوک نه کوي.
تېره میاشت د افغانستان انټرنشنل-پښتو موندنو وښوده، چې په وروستۍ شاوخوا یوه اونۍ کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځوانانو د ځانوژنې اته پېښې ثبت شوې دي، چې اقتصادي ستونزې، بېکاري او رواني فشارونه یې ترټولو ستر لاملونه بلل کېږي.
د طالبانو له خوا پر دې موضوع د راپور ورکولو محدودیتونه داسې مهال دي، چې له دې وړاندې خپله ددې ډلې غړو او مشرانو ځوانان ځانمرګو بریدونو ته هڅول، چې ډېر دیني عالمان یې ځان وژنه بولي.
د رواني چارو کارپوهان بې کاري، اقتصادي ستونزې او د طالبانو بندیزونه او پر ځوانانو محدودیتونه ددغسې وژنو مهم لاملونه ګڼي.

هند د دوشنبې په ورځ خپل ګاونډی پاکستان د «اټومي تورې ښورولو» او «بې مسوولیتۍ» په تور تورن کړی. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر د امریکا په سفر کې ویلي، چې «موږ یو اټومي ملت یو. که فکر وکړو چې ډوبیږو، نیمه نړۍ به له ځان سره ډوبه کړو».
د راپورونو له مخې، د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر د امریکا د سفر پرمهال په جنوبي اسیا کې د اټومي ګواښ په تړاو خبرې کړې وې.
د پاکستان پوځ او د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د منیر د څرګندونو په اړه د نظر ورکولو غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.
رویټرز وايي، منیر دا څرګندونې د شنبې په ورځ د امریکا په فلوریډا ایالت کې کړې وې، چې له ۱۰۰ زیات کسان ورته راټول شوي وو.
هند او پاکستان دواړه اټومي وسلې لري او په می میاشت کې د لنډ وخت لپاره سره ونښتل.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال وویل: «اټومي توره ښورول د پاکستان عادت دی».
نوموړي زیاته کړه: «نړیواله ټولنه کولی شي د دې ډول څرګندونو د بېمسوولیتۍ په اړه خپله پایله واخلي».
په هغه متن کې چې د پاکستان امنیتي چارواکو خپور کړی، منیر ویلي دي: «د (هند) تیریو سیمه د یوې خطرناکې جګړې تر څنډې رسولې ده، چې د هر ډول غلط اټکل له امله دوه اړخیزه شخړه به ستره تېروتنه وي».
منیر د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان جنرال مایکل کوریلا د ستاینغونډې لپاره واشنګټن ته تللی و.
هند مخکې هم د منیر د سپینې ماڼۍ پر سفر واشنګټن ته خصوصي ډیپلوماتیک اعتراض وړاندې کړی و.

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت وايي،د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزی په مشرۍ یو پلاوی، نن مازیګر د قرغیزستان جمهوریت ته ولاړ، چې د دغه هېواد په اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.
یاد وزارت(د زمري په۲۰مه) وویل، چې دا سفر د قرغیزستان د رسمي بلنې له مخې ترسره کېږي او ټاکل شوې افغان پلاوی د دوهاړخیزو لیدنو ترڅنګ، د فورم په یوه ځانګړې غونډه کې وینا هم وکړي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه اقتصادي فورم د بېلابېلو هېوادونو د استازو لپاره د دې فرصت برابروي چې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې او نظریات تبادله کړي.
یاده دې وي چې د قرغیزستان اقتصادي فورم د منځنۍ اسیا او سیمې د هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د پانګونې د جلبولو لپاره یو مهمه سیمهییزه ناسته ده، چې د حکومتي استازو ترڅنګ د خصوصي سکتور غړي هم پکې ګډون کوي او د ترانزیټ، انرژۍ، کرنې او د سیمهییزو بازارونو د همکارۍ په څېر موضوعات څېړي.