سرچینې وايي، طالبانو په کونړ، ننګرهار، نورستان او لغمان ولایتونو کې خپلواکې راډيوګانې اړ اېستې چې (د زمري ۲۴مه) د دوی تبلیغاتو ته ځانګړې کړي. خو د راډیوګانو مسوولین بیا وایي، چې دغه کار د ژورنالیستیکو اصولو خلاف دی او که د طالبانو سپارښتنې ونه مني؛ نو له ګواښ سره به مخ شي.
سرچینو دارنګه افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي:«که څه هم طالبان خپلې رسنۍ لري؛ خو بیا هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست رسنۍ اړې کړې دي، چې په دغه ورځ د پخواني جمهوري نظام ضد تحلیلګران مېلمانه کړي، پخوانی نظام په ډول، ډول بدو نومونو یاد کړي او یوازې د دوی لپاره تبلیغات وکړي.»
د دغه ولایتونو د راډيوګانو چلوونکي وايي، چې تر دې مخکې هم طالبانو د دغه ډول خپرونو په بدل کې د پیسو د ورکړې ژمنې کولې؛ خو تر دې دمه یې رسنیو ته دغه پیسې نه دي ورکړي او پر خپلو شخصي لګښتونو د هغوی فرمایشي خپرونې مخ ته وړي.
ځينې رسنۍ بیا وايي، دوی مجبور دي چې د طالبانو غوښتنې ومني؛ که ویې نه مني په بېلابېلو نومونو دسيسې ورته جوړېږي او رسنۍ یې بندېږي.
تر دې مخکې هم د ننګرهار ځينو رسنیو ته طالبانو اخطار ورکړی و، که د دوی غوښتنې ونه مني نو پر خپرونو به یې بندیزونه ولګول شي.
له دې ډلې د ختیځو ولایتونو یو خبریال د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي:« د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وخت ناوخت راځي او زموږ د رسنۍ د خپرونو نوملړ ګوري او په خپل لاس په کې بدلونونه راولي، چې دغه کار زموږ رسنۍ ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.»
تېرکال هم طالبانو د جلال اباد ښار ټولو خصوصي راډیوګانو او ټلویزیونونو ته سپارښتنه کړې وه، چې د (زمري په ۲۴مه) به پرته له طالبي ترانو او د دغې ډلې د بري په اړه له مطالبو نور څه نه خپروي.
د طالبانو له دویمې واکمنۍ راهيسې د خپلواکو رسنیو د فعالیت ساحه ورځ تر بلې تنګه شوې او ځای یې طالبي تبلیغاتو نیولی دی. په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو لهخوا ډېرې رسنۍ تړل شوې، ګڼ شمېر خبریالان بندیان شوي او یا له هېواده کډوالۍ ته اړ اېستل شوي دي.
حاجي بشیر نورزی (بشر نورزی) نه یوازې دا چې د طالبانو د تحریک لومړی مرستندوی او مالي ملاتړی بلل کېږي؛ بلکې د دغې دورې د نشهيي توکو لوی قاچاق کوونکی هم و، په تېره بیا د طالبانو له لومړۍ واکمنۍ او ملا محمد عمر له انډيوالۍ څخه یې د قاچاقو لپاره استفاده وکړه او لا هم لوی کاروبار لري.
سرچینې وایي:« هغه به د نشهيي توکو د ډکو موټرو اوږده قطارونه د افغانستان لوېديځو پولو ته روان کړی وو؛ خو چا ترې پوښتنه نه کوله، چې دغه موټرونه په څه بار دي؟» ملا محمد عمر درې ځانګړې مالي سرچینې لرلې، چې یو ګمرکي مالیات او عشر، دویم د سوداګرو او قاچاق کوونکو بسپنه او درېیم د اسامه بن لادن د ډلې پیسې وې. د طالبانو د وخت د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل د تېر جمهوریت پر مهال له رسنیو سره په مرکه کې د اسامه بن لادن په اړه د کنایې په ډول ویلي و، چې په افغانستان کې تل مېلمه تر کوربه غښتلی وي؛ لکه نن چې امریکایان تر کرزي او حکومت غښتلي دي. له دې دا په ډاګه کېږي، چې ملا محد عمر دومره وس نه لاره چې د اسامه بن لادن په اړه یو داسې دریځ غوره کړي چې د اسامه په زیان وي؛ ځکه یې په دې اړه د هیچا مشوره نه منله، خو د نشهيي توکو قاچاق کوونکي نه پوځي شبکه وه او نه یې هم له هغه سره سيالي لرله؛ بلکې له ملاعمر سره یې مرسته کوله او له همدې امله یې د دغې شبکې مشورې په ورین تندي منلې. کله چې امریکا په ۱۹۹۸کال د اګست پر ۲۰مه نېټه افغانستان په کروز توغندیو وویشت؛ طالبان پوه شول چې امریکايانو یې د رژیم نړولو کلکه اراده کړې. سرچینې وايي، چې هغه مهال حاجي بشیر نورزي ملامحمد عمر ته نږدې څو مهم قوماندانان په خپله قاچاقي شبکه کې تنظیم کړي وو او د دې ترڅنګ یې نور سوداګر هم انډيوالان وو. نورزي له دغه کسانو سره خبرې وکړې او هغوی یې په دې قانع کړل، چې «دغه رژيم د څو ورځو مېلمه دی او باید پيسې وګټو. د وچکالۍ او بېوزلۍ له امله بزګران تاریاک نهشي زېرمه کولای؛ ځکه ډېر ارزانه دي، باید لومړی له بزګرو څخه تاریاک وپېرو او بیا ملامحمد عمر ته قناعت ورکړو، چې د تاریاکو کښت بند کړي. له دې اعلان سره به د تاریاکو بیه څو برابره لوړه شي او موږ به ډېرې پيسې وګټو.» سرچینې وايي، چې تر دې پرېکړې وروسته حاجي بشیر نورزي، حاجي جمعه خان بلوڅ، حاجي لعل جان، ملا ګل اغا بدري، حاجي وطن، حاجي عبدالله صراف، حاجي عتیقالله او داسې نورو شتمنو خلکو ډېر تاریاک وپېرل او هغه یې زېرمه کړل. د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ یو ځمکهوال حاجي هاشم خان (مستعار نوم) وايي:« چا چې به ډېر تاریاک ساتلي و، حاجي بشیر نورزي خپله ترې پېرل. هغه مهال ما هم پنځه سوه کیلوګرامه تاریاک لاره؛ خو حاجي بشیر نورزی راغی او پرې مې وپېرل.» که څه هم ملامحمد عمر خپله د کوکنارو په کاروبار کې ښکېل نه و او نه هم د خپلو شاوخوا نږدې انډيوالانو په نقشه خبر و؛ خو د حاجي بشیر نورزي او نورو نږدې وفادارو ملګرو خبره یې پر ځمکه نه غورځوله. حاجي بشیر نورزي او قاچاقي ملګرو یې په پټه او په ډېر مهارت څو تش په نامه مشران او سپين ږېري ملامحمد عمر ته ور واستول؛ هغوی ملامحمد عمر ته شکایت وکړ، چې ډېر ځوانان په تاریاکو او هیرويينو روږدي شوي او باید نور د کوکنارو کښت ودروي. وروسته د دغې شبکې غړو په پرلهپسې توګه ملا محمد عمر ته وویل، چې پر افغانستان د امریکا فشار ورځ تر بلې ډېرېږي؛ خو لږ تر لږه د امریکا دا پلمه خو به ختمه شي، چې په افغانستان کې تر بل هر هېواد ډېر کوکنار کرل کېږي. ملا محمد عمر هم د خپلو نږدې ملګرو وړاندیز ومانه او د ۲۰۰۰کال (د جولای میاشتې په ۲۷مه) نېټه یې اعلان وکړ، چې د کوکنارو کښت حرام دی او تر دې وروسته یې هیڅوک نه شي کرلای. د دغه فرمان له اعلان سره سم په افغانستان کې د کوکنارو کښت بند شو. کله چې امریکایانو پر طالبانو برید وکړ او د هغوی حکومت یې نسکور کړ، د معلوماتو راغونډولو او کسات اخيستلو لپاره یې د طالبانو نږدې ملګري او مهم خواخوږي خلک هم څارل، چې په دې ډله کې یو هم حاجي بشیر نورزی و. یوسف خان (مستعار نوم) وايي: «حاجي بشیر نورزی په ۲۰۰۲کال کې د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې ځان امریکایانو ته تسلیم کړ. هغه یې د کندهار هوايي ډګر ته یوړ او هلته یې ترې پوښتنې ګروېږنې وکړې. که څه هم هغه مهال زنداني نه و؛ خو پوره برائت یې هم نه و ترلاسه کړی.» د سرچینو له مخې؛ حاجي بشیر نورزی یوه میاشت وروسته په پټه پاکستان ته ولاړ او هلته په کراچۍ کې اوسېده. په دې کار امریکایان ناراضه شول او بېرته یې د هغه د نیولو هڅې پيل کړې. د (ISI) ځينو نظامیانو نورزی وهڅاوه، چې امریکا ته ولاړ شي او له امریکايانو سره مخامخ خبرې وکړي. لکه څنګه چې حاجي بشیر نورزي پخوا هم له پاکستاني نظامیانو سره نږدې اړیکې لرلې، د هغوی دا مشوره یې ومنله او په ۲۰۰۵ کال کې له هغوی سره یو ځای امریکا ته ولاړ چې امریکا ته له رسېدو سره سم امریکایانو ونیوو او زنداني یې کړ. که څه هم د کندهار ټول خلک پخوا لا خبر وو، چې حاجي بشیر نورزی د طالبانو د تحریک لومړی ملاتړی، مرستندوی او مرکزي لوبغاړی و؛ خو واشنګټن پوسټ او نورو لوېديځو رسنیو (د ۲۰۰۵ کال د اپرېل میاشتې پر ۲۵مه نېټه) ولیکل، چې حاجي بشیر نورزي طالبانو ته وسلې، پیسې او جنګیالي برابر کړي دي. د نیویارک د سوېلي ولسوالۍ فډرال څارنوال ډېوېډ کیلي (David Kelley) پر هغه تور ولګاوه، چې له ۱۹۹۰ کال راهیسې یې د نشهيي توکو شبکه رهبري کوله او په افغانستان او پاکستان کې یې هیرویین تولیدول. کیلي دا هم وویل، چې نورزي امریکا او اروپا ته د ۵۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت هیرویین قاچاق کړي دي. کله چې طالبان د دویم ځل لپاره واک ته ورسېدل؛ نو له امریکايانو سره د هغوی لومړۍ ډیپلوماټيکه اړیکه د حاجي بشیر نورزي د خوشي کېدو په اړه وه. د دغه خبرو په پایله کې یې د ۲۰۲۲کال (د سپټمبر میاشتې پر ۲۰مه نېټه) نورزی د امریکا د سمندري ځواک له یوه زنداني غړي مارک فریرچس (Mark Frerichs) سره تبادله کړ. مارک فریرچس د ۲۰۲۰کال په جنورۍ میاشت کې د طالبانو لهخوا نیول شوی و. طالبان اوس د حاجي بشیر نورزي مالي او ولسي ملاتړ ته اړتیا نهلري؛ ځکه چې د طالبانو په لیکو کې د ده په څېر ډېر نور قاچاق کوونکي پيدا شوي او په سیمه کې یې د نشهيي توکو د قاچاق لویه شبکه جوړه کړې ده؛ خو طالبان یوازې د نورزي د پخواني احسان او ښېګڼې پوروړي دي او له هغه سره په خواخوږۍ کې قبیلوي تمایلات هم شامل دي.
په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی انس حقاني وايي، ۴ کاله مخکې په همدې شپو او ورځو کې دوی دا درک کړې وه، چې امریکا به خامخا وځي او ورسره د کابل لپاره فکر دا و چې د تفاهم له لارې کابل ته ننوځي څو د حکومت مشروعیت پاتې شي، خو په وروستیو دقیقو کې خبر ور ورسېد چې ډاکټر غني لاړ.
د انس حقاني په وینا، طالب مشران پر دې پوهېدل چې نظام لاسته ورځي او ټوله هڅه یې دا وه چې کابل ته د هغه وخت له حکومت سره د تفاهم له لارې ننوځي چې له نړۍ سره اړیکې په نورمال حالت کې پاتې شي، خو په وروستیو دقیقو کې چې پر ځينو نورو احتمالي چارو هم کار روان وو خبر ور ورسېد چې ډاکټر غني ولاړ، نو په کابل کې د قدرت د تشې د رامنځته کېدو او د حالاتو د تقاضا له مخې کابل ته ننوتل.
نوموړي زیاته کړه: «د کابل په اړه دا نظر موجود و، چې د حکومت مشروعیت وساتل شي، ادارو ته ستونزه پېښه نه شي او چور ونه شي؛ نو مشرانو هڅه وکړه چې کابل ته د تفاهم له لارې داخل شي، تر څو له نړۍ سره اړیکې په عادي حالت کې پاتې شي.»
انس حقاني په کابل کې له یوې سیمه ییزې راډيو سره په ځانګړې مرکه کې زیاته کړې، چې په دوحه کې د طالبانو او امریکاییانو تر منځ د خبرو پر مهال دوی درک کړې وه چې امریکاییان خامخا له افغانستانه وځي او واشنګټن هم دغسې یوه لاره لټوله څو ووځي، خو په وینا یې په صراحت سره یې څه نه ویل.
په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د خبرو پر مهال د اشرف غني په مشرۍ جمهوري نظام تل ویل، چې له خبرو لرې ساتل شوي او داسې یې انګېرله چې امریکایان به له افغانستانه ونه وځي.
خو حقاني وايي، «موږ پوه و چې امریکایان خامخا وځي او دوی هم دغسې لاره لټوله خو په صراحت سره یې نه ویل خو موږ پر وضعیت پوهېدو او مجبوریت مو درک کړی و.»
د نوموړي په وینا، په دوحه کې د بین الافغاني خبرو په رابرسېره کېدو سره د طالبانو په مرکچي پلاوي کې یو ډول مایوسي خپره شوه او زیاتوي، چې له کابله ورغلي ټيم غوښتل چې وخت ضایع کړي څو په امریکا کې د ټرمپ پر ځای بایډن سپینې ماڼۍ ته لاره ومومي او له هغې وروسته یاده هوکړه لغوه کړي.
حقاني زیاته کړې: «په عموم کې مذاکراتي مشران مایوسه و، چې له دوی سره به حل ته ونه رسېږو، له افغاني ټيم سره خبرو ګټه نه درلوده او پرېکړه دا شوه چې نمایشي مجلسونه به ورسره کوو.»
د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ویلي، چې د دې هېواد حکومت «د کډوالو پر ضد نظر» نه لري او په ټولنیزو رسنیو کې له ځینو شایعاتو سربېره بهرني وګړي «په عزت او درناوي» له ایران څخه اېستل کېږي.
د تېر جمهوري نظام پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د افغانستان انټرنشنل په «سپړنه» خپرونه کې وویل، دمګړی افغانستان په بشپړه توګه یو بې قانونه هېواد دی او هر یو چارواکی یې خپل نظریات او سلیقې پر خلکو تپي او د قانون له تشې په ګټې اخیستنې سره خپل غېر مشروع حکومتولۍ ته دوام ورکوي.
محمد فرید حمیدي زیاته کړه: «د طالبانو په منځ کې له قانون سره د ضدیت مفکوره حاکمه ده څو دوی وکولی شي خپل همدغې غېر مشروع حکومتولۍ ته دوام ورکړي، ټول مخالفتونه په قوت سره وځپي نو له همدې امله دوی نه غواړي قانون ولري.»
حمیدي په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې طالبان په افغانستان کې د اساسي قانون له تشې په استفادې سره ډېر واکونه لري او ډېری چارواکي یې شخصي زندانونه لري، په شخصي توګه له خلکو ظالمانه مالیات ټولوي، له خپلو واکونو ور ها خوا پرېکړې کوي او له څېړنې او تحقیق پرته خلک وژني او په زور سره د خلکو ملکیتونه هم لاندې کوي.
محمد فرید حمیدي زیاته کړه: «دغه ټول موارد له دې امله دي چې دوی هېڅ قانوني او همداراز د خلکو په مقابل کې مسوولیت نه لري او دوی اصلاً نه غواړي چې قانون جوړ کړي، که قوانین جوړ شي نو د دوی واکونه محدودېږي، وظایف او مکلفیتونه یې خلکو ته مشخص کېږي او دوی بیا نشي کولی هغه کارونه چې تر اوسه یې کړي، وکړي.»
د نوموړي په وینا، طالبان قانون یوه غربي نظریه ګڼي حال دا چې قانون د اسلام نظریه ده او اسلام یوازینی قانونمند او نظامند دین دی، چې پکې د خلکو ټول حقوق، مسوولیتونه او وجایب مشخص او تعریف شوي دي.
طالبان پر دې ټینګار کوي، چې افغانستان اسلامي هېواد دی او پکې اسلامي قوانینو او شریعت حاکم دی، خو پخوانی څارنوالی بیا وايي چې یوازې افغانستان اسلامي هېواد نه دی، ډېر نور هېوادونه هم اسلامي دي او هغوی بیا اساسي او نور قوانین لري او هلته د خلکو، حقوق، ازادۍ، مسوولیتونه، مکلفیتونه او وجایب معلوم دي.
محمد فرید حمیدي زیاتوي: «که څه هم طالبانو ادعا کوي چې اسلامي شریعت زموږ قانون دی خو د نړۍ علما پر دې اتفاق لري چې په فقه کې هم د یوې مسالې لپاره څو نظریات شته دي. خو بیا هم طالبان باید شریعت اساس وګرځوي او له مخې یې یو جامع قانون جوړ کړي، ځکه اوس په یوې محکمه کې د یوې مسالې په اړه یوه پرېکړه کېږي او په بله کې بیا بله پرېکړه کېږي.»
حمیدي یو ځل بیا په زغرده وویل، دمګړی په افغانستان کې قانون نشته او شخصي سلیقې د فرامینو په بڼه پر خلکو تپل کېږي.
نوموړي په ډاګه کړه: «په زغرده ویلی شو چې په افغانستان کې قانون نشته، شخصي امیال او منافع د فرمانونو په بڼه پر خلکو تپل کېږي او د دوی قانون یوازې یوه ماده لري، هغه هم په پټو سترګو اطاعت.»
د تېر جمهوري نظام پخوانی لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وايي، د قانون په نشتوالي کې طالبان هېڅ ډول نیوکو او ان سلا مشورو ته غاړه نه ږدي او په وینا یې دوی خپل استادان چې دوی ته به یې په اسلامي مسایلو کې نصیحت او یا هم مشورې ورکولې، بندیان کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، طالبانو محکمې د ښځو د ځپنې لپاره جوړې کړي خو پخوانی څارنوالی محمد فرید حمیدي بیا وايي، د ښځو ځپنې ته په اسلامي او مډرنو قوانینو کې ځای نه دی ورکړل شوی او په وینا یې طالبان د ښځو په مقابل کې ذهني مخالفت لري.
د یاد پخواني لوی څارنوال په باور، د اسلام او نورې نړۍ په تاریخ کې د نظام په راس کې داسې غېر مسوول کس چې له خلکو سره روابط ونه لري، ځان تر نورو لوړ وګڼي، انتقاد او نصیحت ونه زغمي، له خلکو اطاعت وغواړي او خپل نظریات د فرمانونو او قانون په بڼه پر خلکو تحمیل کړي، نشته او په وینا یې یوازې د فرعونیانو پر مهال دغه ډول حکومتونه وو.
د حمیدي په وینا، په هر هېواد کې اساسي قانون او نور فرعي قوانین ځکه جوړېږي چې خلک پر خپلو حقوقو، ازادیو، واکونو، مکلفیتونو او وجایبو پوه شي او د خلکو پر خصوصي او شخصي حریم د تیري پر مهال د دولت واکونه محدودېږي او په ټوله کې اساسي قانون او نور فرعي قوانین په ټولنه کې د نظم د رامنځته کېدو لامل کېږي او د خلکو او دولت او همداراز له نورو هېوادونو سره د دولت اړیکې تعریفېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي څو ورځې وړاندې هم ویلي و چې په افغانستان کې د څارنوالۍ نشتوالی یوه لویه فاجعه او مصیبت دی او د تېر نظام په څېر یې بیا جوړول لسګونه کلونه وخت نیسي. هغه دغه راز ویلي و، په کوم هېواد کې چې څارنوالۍ نه وي هلته د عدالت تامین هم ناشونی دی.