اروپایي ټولنه د کنګل شویو روسي شتمنیو له عایداتو ۱،۷ میلیارد ډالر اوکراین ته ورکوي

اروپایي ټولنې د روسیې د مرکزي بانک له کنګل شویو شتمنیو د درېیم ځل لپاره ۱،۹ میلیارد ډالراضافي عاید ترلاسه کړی چې ۹۵ سلنه به یې، چې شاوخوا ۱،۷ میلیارد ډالره کیږي، د اوکراین د پورونو ادا کولو لپاره لګول کیږي.