د طالبانو یو پلاوی د قرغیزستان په اقتصادي فورم کې ګډون کوي

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت وايي،د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزی په مشرۍ یو پلاوی، نن مازیګر د قرغیزستان جمهوریت ته ولاړ، چې د دغه هېواد په اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت وايي،د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزی په مشرۍ یو پلاوی، نن مازیګر د قرغیزستان جمهوریت ته ولاړ، چې د دغه هېواد په اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.
یاد وزارت(د زمري په۲۰مه) وویل، چې دا سفر د قرغیزستان د رسمي بلنې له مخې ترسره کېږي او ټاکل شوې افغان پلاوی د دوهاړخیزو لیدنو ترڅنګ، د فورم په یوه ځانګړې غونډه کې وینا هم وکړي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه اقتصادي فورم د بېلابېلو هېوادونو د استازو لپاره د دې فرصت برابروي چې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې او نظریات تبادله کړي.
یاده دې وي چې د قرغیزستان اقتصادي فورم د منځنۍ اسیا او سیمې د هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د پانګونې د جلبولو لپاره یو مهمه سیمهییزه ناسته ده، چې د حکومتي استازو ترڅنګ د خصوصي سکتور غړي هم پکې ګډون کوي او د ترانزیټ، انرژۍ، کرنې او د سیمهییزو بازارونو د همکارۍ په څېر موضوعات څېړي.


د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مرستیال صدیق الله د ولایتونو د زندانونو د رییسانو سیمینار کې سپارښتنه کړې، چې د زندانیانو شرعي او انساني حقونه خوندي وساتل شي او له هغوی سره ښه چلند وشي. د طالبانو په زندانونو کې له زندانیانو سره پر بد چلند نیوکې کیږي.
د طالبانو د زندانونو لوړپوړو چارواکو د دوشنبې په ورځ د زندانونو د چارو د سمون په تړاو د یوه ۱۵ ورځني سیمینار په پایغونډه کې وویل، چې په زندانونو کې یې د اصلاح او روزنې هڅې پراخې کړې او د بندیانو لپاره د تعلیم، مسلکي روزنې او دیني زده کړو پروګرامونه نور هم پیاوړي شوي دي.
د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال محمد کاظم طارق له ګډونوالو وغوښتل چې خپلې ترلاسه شوې زده کړې په ورځنیو چارو کې وکاروي او د خپلو مشرانو د لارښوونو اطاعت وکړي.
په دې مراسمو کې د طالبانو د نظامي چارو مرستیال قاري حبیب الله بدر، مالي او اداري عمومي رdیس مولوي عبدالهادي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مرستیال شیخ صدیق الله او د دې ډلې د سترې محکمې د جزا دیوان رییس مفتي عتیق الله درویش تر څنګ د مرکز او ولایتونو د یو شمېر زندانونو رییسانو او مسوولینو هم حضور درلود.
د طالبانو د نظامي چارو مرستیال حبیب الله بدر ویلي، چې د طالبانو له بیا حاکمیت راهیسې د یادې ادارې اړوند زندانونه د «اصلاح او روزنې په مرکزونو» بدل شوي او تر اوسه زرګونه بندیان له دیني، عصري او مسلکي پروګرامونو فارغ شوي دي.
نوموړي له طالب مسوولینو وغوښتل چې له بندیانو سره داسې چلند وکړي چې هغوی د ښو اخلاقو تر اغېز لاندې خپلې تېروتنې جبران او په راتلونکي کې د ګټورو، نېکو او مصلحو وګړو په توګه خپلو ټولنو او کورنو ته ستانه شي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مرستیال د بندیانو د «شرعي او انساني حقونو» پر خوندیتوب ټینګار کړی او د طالبانو د زندانونو له مسوولانو یې غوښتي چې له زندانیانو سره ښه چلند وکړي.
د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې په وینا، په دغه سیمینار کې د مرکز کابل او ۳۳ ولایتونو د زندانونو رییسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په اړه زده کړې ور کړل شوې دي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په داسې حال کې له زندانیانو سره د ښه چلند سپارښتنه کوي، چې دغه وزارت له خلکو، په ځانګړې توګه ښځو سره په ناوړه چلند تورن دی او د خپل نوي قانون له لارې یې د خلکو د ازاد ژوندانه حقونه سلب کړي دي.

د لسو اسلامي هېوادونو د دیني علماوو او پانګوالو ګډ پلاوي او د یمن پانګوال او د اسلامي تمویل د پلاوي مشر ویلي چې د یوې ګډې طرحې له مخې به د اسلامي هېوادونو شاوخوا ۲۵۰ شرکتونه او پانګوال هر یو د ۹۰۰ زره ډالرو په ارزښت په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د پنجشیر ولایت چارواکو ددوشنبې په ورځ، د زمري پر شلمه وویل، چې د یمن د علماوو شورا د مشر ډاکټر عبدالله الزنداني په مشرۍ پلاوي کې د قطر، سعودي عربستان، ترکیې، بحرین، عراق، عمان، مالیزیا، فلسطین، سوریې او هند استازي او پانګوال شامل وو.
د پنجشیر د والي ویاند وايي، چې دغه پلاوي د افغانستان په ځانګړې توګه د پنجشېر ولایت د پانګونې چاپېریال له اغېزناکو اقتصادي فرصتونو ډک وباله او ژمنه یې وکړه چې «د افغانستان ریښتینی انځور به اسلامي نړۍ او پانګوالو ته ورسوي.»
د پنجشېر والي محمد اغا حکیم له دغه پلاوي سره په لیدنه کې ویلي: «له تېرو پنځوسو کلونو راهیسې د هېواد بنسټیزې ودانیزې چارې له کړکېچونو سره مخ وې، خو اوس افغانستان د بحرانونو له تونله وتلی او د بنسټونو د بیا رغونې په حال کې دی».
د پنجشیر د ولایت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې قطري پانګوال محمد حسن العمادي د ګرځندوی او کرنې په برخه کې د پانګونې نیت څرګند کړ او افغانستان یې د دې لپاره مناسب ځای وباله.
اعلامیه وړاندې زیاتوي چې، د یمن پانګوال او د اسلامي تمویل د پلاوي مشر خالد وویل چې د یوې ګډې طرحې له مخې به د اسلامي هېوادونو شاوخوا ۲۵۰ شرکتونه او پانګوال هر یو د ۹۰۰ زره ډالرو په ارزښت په افغانستان کې پانګونه وکړي.
نوموړي ووویل: «زه دلته د دې لپاره راغلی یم چې نوی اسلامي نظام پر خپلو پښو ودرېږي، دا خپله دنده ګڼم. د طالبانو نظام له ګڼو ګواښونو سره مخ دی، خو موږ هڅه کوو چې دا نظام لا پیاوړی کړو.»
یاده دې وي چې په وروستیو کلونو کې پنجشېر ولایت ته د بهرنیو پانګوالو پام ډېر شوی، خو اقتصادي شنونکي وایي چې د پانګونې د دوام لپاره باید د امنیت تر څنګ د شفافیت، نړیوالو اړیکو او ازاد بازار ته ځانګړې پاملرنه وشي.

طالبانو په امریکایي تجهیزاتو د پوځي پرېډونو په تړاو د ډونالډ ټرمپ څرګندنې جدي نیولې او وايي، چې سږکال به د زمري ۲۴مې پر نمانځلو دومره مصارف ونه شي لکه څنګه چې پخوا کېدل. ټرمپ د چنګاښ پر ۲۴مه وویل، چې طالبان هر کال «پر یوه بدشکله سړک» خپل رسم ګذشت کوي، خو دی دا نور نه شي زغملای.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه ددې ډلې تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې دا ځل د زمري ۲۴مې، چې دوی یې «د ازادۍ ورځ» بولي، د نمانځلو مصارف د تېرو کلونو په پرتله کم دي.
خیرالله خیرخواه وویل:« سږکال کېدای شي د ورځو په نمانځلو کې د وزارتونو په کچه دومره مصارف ونه شي لکه چې پخوا کېدل، هغه په دې خاطر چې هغه وروڼه چې له نورو هېوادونو افغانستان ته راځي یعنې ایران او پاکستان څخه راځي، د هغوی د لکښتونو او اسانتیاوو رامنځته کېدو لپاره له مصارفو ډډه شوې ده او څومره چې ضروري وي هغه ونمانځو.»
خیرالله خیرخواه په خپله مرکه کې زیاتوي چې «ازادي» د ډېرو قربانیو له ورکولو وروسته لاسته راغلې او باید ټولو ځوانانو ته ددې ورځې یادونه وشي او که نه دا ورنه هېریږي.
طالبانو په تېرو کلونو کې د «زمري ۲۴مه» د بګرام په هوايي اډه کې چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور پرمهال ترټولو ستره نظامي اډه وه، د پخواني جمهوریت د پرځېدو او د خپلې واکمنۍ کالیزې د لوړپوړو چارواکو په ګډون سره نمانځلې.
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د دویمې کلیزې پرمهال هم طالبانو رخصتي او ټول پلان شوي پروګرامونه ځنډولي وو.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چنګاښ پر ۲۴مه د مذهبي ازادۍ او ټولنیزو نوښتونو په اړه د سپینې ماڼۍ په یوه غونډه کې وویل، چې د بایډن ادارې طالبانو ته امریکايۍ وسلې او تجهیزات پرېښودل او طالبان پرې هرکال «پر یوه بدشکله سړک» خپل رسم ګذشت کوي، خو دی دا نور نه شي زغملای.
ټرمپ د طالبانو په لاس کې د امریکايي تجهیزاتو په تړاو یوځل بیا په خواشینۍ وویل، « موږ ځینې تجهیزات افغانستان او طالبانو ته پرېښودل، هغوی پرې اوس پرېډونه کوي. زه دا نندارې نه شم زغملای. هر کال یوه ننداره کوي، زموږ تجهیزات پر یوه ډېر بدشکله سړک ننداره کوي، چې هغوی یې پنځم سړک بولي».
نوموړي زیاته کړې وه، « هغوی زموږ تجهیزات ښيي، چې ورځ تر بلې زاړه کېږي، خو زه یې لیدل نه شم زغملای».
طالبانو په تېرو کلونو کې د خپلې ډلې د ازادۍ ورځې په نمانځنو کې د خپلو لاس جوړو چاودېدونکو توکو ترڅنګ، امریکایۍ وسلې، تجهیزات او ټانکونه هم نندارې ته وړاندې کول.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویلي، چې دوی په دې مراسمو کې امریکايي تجهیزات نه کاوري او له دې وړاندې یې هم ویلي و، چې امریکايۍ وسلې او تجهیزات دوی ته په «غنیمت» پاتې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی چې د زمري ۲۴مه، چې د دوی په وینا د «فتحې ورځ» او له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو کلیزه ده، د هېواد په ټولو ولایتونو کې په ښو مراسمو نمانځي.
یاد وزارت د دوشنبې په ورځ، د زمري پر شلمه وویل، چې د دې ورځې د نمانځنې لپاره د ملکي او نظامي ادارو ترڅنګ، د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ ناستې روانې دي، چې د دوی په وینا، « رااتلونکي نسلونه د خپلواکۍ ارزښت درک کړي او د طالبانو د قربانیو یاد ژوندی پاتې شي».
طالبانو دغه راز د رسنیو له مسوولینو غوښتنه کړې، چې د تېرو څلورو کلونو په سیاسي، اقتصادي، کلتوري، نظامي او تعلیمي برخو کې د دوی «لاسته راوړنې» په ځانګړو خپرونو کې وښيي او «مثبت پیغامونه» خپاره کړي.
خو د عامو خلکو او خبریالانو په نظر، د زمري ۲۴مه د جشن پر ځای د بدبختیو د پېل ورځ ده.
د کونړ یو ټولنیز فعال له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل: «د طالبانو په راتګ سره فقر، لوږه، له تعلیم او کاره د ښځو منع کول، د بیان او رسنیو محدودول او ټول حکومت د یوې ډلې تر ولکې لاندې راتلل، زموږ د ورځني ژوند برخه شول.»
نوموړي زیاته کړه چې ولس د نړیوالو مرستو په خیرات تکیه کړې او اقتصادي سرچینې یوازې د طالبانو تر حلقې محدودې شوې دي.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټونه وایي چې په افغانستان کې د بیان ازادي تر "بې ساري فشار" لاندې راغلې ده.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ کال د جون میاشتې وروستی راپور ښيي چې له ۲۰۲۱ را وروسته، پر رسنیو سانسور زیات شوی، لسګونه خبریالان نیول شوي او ځورول شوي او د ښځینه خبریالانو پر کار جدي محدودیتونه لګول شوي دي.
په همدې تړاو، یو افغان خبریال چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، «رسنۍ اوس د طالبانو د تبلیغاتو وسیله ګرځېدلې دي. دوی ته اړتیا نشته چې له رسنیو ملاتړ وغواړي، ځکه د خپرونو ټول واک ورسره دی».
سیاسي شنونکي وايي، له بشري حقونو سرغړونې، اقتصادي کړکېچ او نړیواله انزوا هغه مسایل دي چې د طالبانو د دې ورځې پر نمانځنه یې سیوری غوړولی دی.
د ۲۰۲۱ کال د زمري ۲۴مه هغه ورځ ده چې طالبان کابل ته ننوتل او د امریکا وروستي پوځیان د دوحې تړون له مخې ووتل. خو د دې بدلون تر شا د ښځو پر زده کړو او کار پراخ بندیزونه، د سیاسي مخالفینو ځپنه او د افغانستان د نړیوال مشروعیت د کمېدو څپه هم پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي، چې دی د طالبانو په پریډونو کې د امریکايي پوځي تجهیزاتو پر استعمال خوښ نه دی او ښه نه پرې لګیږي.
طالبان معمولا په خپلو دا ډول پریډونو او نمانځنو کې د خپلو لاس جوړو چاودېدونکو توکو ترڅنګ، ډېری امریکایۍ وسلې، تجهیزات او ټانکونه نندارې ته وړاندې کوي.

د جرمني د برلین او هامبورګ ښارونو ترمنځ د څو افغانانو د کلیسايي پناه پرسر د ناندریو په ترڅ کې کشیش ګوټفرید مارټنز ویلي، چې له نیوکو سره سره خپلو پناه غوښتونکو ته ځای ورکوي. مارټنز وايي، « زندان ته تګ تر دې غوره بولم چې افغان پناه غوښتونکي قضا ته وسپارم او افغانستان ته واستول شي».
د جرمني د پلازمېنې برلین په شټېګلیڅ کې د تثلیث کلیسا کشیش ګوټفرید مارټنز په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې ده چاړه وهونکو افغانانو ته پناه نه ده ور کړې، بلکې داسې کسانو ته یې پناه ور کړې، چې عیسیویان شوي او بېرته استول یې ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
د هامبورګ ښاروال پیټر شنچر ویلي، چې د کلیسا له پناه نه په سیستماتیک ډول ناوړه ګټه اخېستل کیږي.
د هامبورګ او برلین ترمنځ ناندرۍ د هغو دریو افغانانو پر سر پیل شوې، چې لس کاله وړاندې په سویډن کې عیسوي شوي، خو د سویډن حکومت پرې زور راوړ چې بېرته افغانستان ته لاړ شي.
دوی په ۲۰۲۴ کال کې سویډن پرېښود، لومړی هامبورګ ته ولاړل، خو د ډبلین تړون له مخې باید بېرته سویډن ته واستول شي. دغه درې تنه افغانان وروسته برلین ته ولاړل او د شټېګلیڅ تثلیث کلیسا ته یې پناه یووړه، چې د جرمني د فارسيژبو عیسویانو تر ټولو لویه ټولنه ده .
ددې کلیسا له ۱۷۰۰ غړو څخه زر تنه ایرانیان دي او ۴۰۰ نور غړي یې افغانان دي.
ددغو دریو افغانانو له ډلې نه یو تن له کلیسا نه بهر نیول شوی او سویډن ته استول شوی دی.
مارټنز وايي، په ۸۰سلنه قضیو کې د کلیسا پناه ردوي، خو ددغو دریو تنو ژوند په خطر کې دی.
د هامبورګ د کورنیو چارو اداره وايي چې په سویډن کې یوازې مجرمان افغانستان ته استول کېږي او دا درې تنه مجرمان نه دي.