د پاکستان په ګلګت کې د ځمکې ښویېدنې له کبله اته کسان مړه شوي دي

تازه یو شمېر پاکستاني رسنیو د ګلګت د دنیور په سیمه کې د ځمکې ښویېدنې له کبله د اتو رضا کارو د مړینې خبر ورکړی دی. ځایي چارواکو ویلي، په پېښه کې درې کسان ټپیان شوي هم دي چې دا مهال تر درملنې لاندې دي.

پېښه هغه مهال شوې، چې رضا کاران په سیمه کې د سېلاب له کبله د زیانمن شوي کانال په بیارغونه بوخت وو. په پاکستان کې د وروستیو طبیعي پېښو له کبله خلکو ته د سر زیان ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.