په کندهار کې د انځرو حاصلات د تېر کال پرتله ۴۰سلنه زیات شوي

په کندهار ولایت کې د طالبانو کرنې ریاست وايي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د انځرو په حاصلاتو کې د تېر کال پرتله ۴۰سلنه زیاتوالی راغلی. د دغه ریاست په وینا؛ سږکال له څه باندې ۱۵زره هکټاره بڼونو څخه ۱۳۵زره ټنو پورې حاصلات ترلاسه شوي دي.