د طالبانو دویم مقاومت او د نشهيي توکو د کاروبار پراختیا

طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ په وروستي کال کې د کوکنارو کښت منع کړ؛ خو په دویم مقاومت کې دغه کښت بېرته حلال وګنل شو او د دغه تحریک مهمه مالي سرچینه وه، خو دا ځل یوازې د نشهيي بوټو کښت نه؛ بلکې د کېمیاوي نشهيي توکو تولید او قاچاقو بهیر هم ورسره ګړندی شو.