امریکا او چین د تعرفو نه‌لګولو هوکړه درې میاشتې نوره هم وغځوله

امریکا او چین یو پر بل د تعرفو نه‌لګولو پخوانۍ درې میاشتنۍ هوکړه د ۹۰ ورځو لپاره وغځوله. د نوې هوکړې له مخې به دواړه هېوادونه تر راتلونکو درېیو میاشتو پر سوداګریزو توکو تعرفې نه‌لګوي.

که څه هم دغه دواړو هېوادونو له وړاندې پر یو بل ځینې تعرفې لګولې وې؛ خو د نوې پرپکړې له مخې به د لوړې کچې تعرفې نه لګول کېږي.