د ایران حکومت د تهران ښوونځیو کې د بېاسناده افغان کډوالو ماشومانو پر زدهکړه بندیز ولګاوه

د ایران د تهران ولایت د پوهنې رییس مجید پارسا د دوشنبې په ورځ ویلي، هیڅ ښوونځی حق نهلري چې له اعتبار وړ اسنادو پرته افغان کډوال ماشوم ومني.

د ایران د تهران ولایت د پوهنې رییس مجید پارسا د دوشنبې په ورځ ویلي، هیڅ ښوونځی حق نهلري چې له اعتبار وړ اسنادو پرته افغان کډوال ماشوم ومني.
د ایران «شرق» ورځپاڼې د راپور له مخې؛ مجید پارسا ویلي، دا پرېکړه د ایران د کورنیو چارو وزارت د لارښوونې پر بنسټ شوې چې پر ټولو دولتي او نادولتي ښوونځيو به عملي کېږي.
ورځپاڼې لیکلي، چې دا پرېکړه به د روان کال د وږي تر میاشتې پورې عملي شي.
د رسمي شمېرو له مخې؛ تېر کال شاوخوا ۶۰زره افغان ماشومانو د تهران په ښوونځیو کې زدهکړې کولې، خو اوس یوازې هغه ماشومان د نوم لیکنې حق لري، چې تایید شوي اسناد ولري.
ښاغلی پارسا وايي، د دې حکم له مخې به د تهران په ښوونځیو کې د زدهکوونکو شمېر کم شي او په ټولګیو کې به د زدهکوونکو شمېر هم لږ شي.
ایران وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې یې له دغه هېواده تر یو مېلیون ډېر افغانان اېستلي دي. نړۍوالو بشري بنسټونو بیا راپور ورکړی، چې د دغه اېستل شویو کډوالو لویه برخه ماشومان جوړوي.

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن ویلي، که څه هم په افغانستان کې د سولې لپاره د ټرمپ لهخوا ډېويډ کمپ ته د طالبانو بلنه دومره بده خبره نه وه؛ خو له شک پرته چې د ټرمپ او پوتین راتلونکې غونډه هماغه د طالبانو یاد تازه کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې (د زمري په ۲۴مه نېټه) به په الاسکا ایالت کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني. د پوتین یوه سلاکار هم دغه لیدنه تایید کړې او ویلي یې دي، چې پوتین او ټرمپ به په دې غونډه کې د اوکراین اوږمهاله کړکېچ او سولهيیز حل په اړه خبرې وکړي.
د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د شنبې په ورځ له سياېناېن سره په مرکه کې وویل، چې دغه غونډه د روسانو لپاره ستره بریا ده. هغه زیاته کړه: «دا غونډه کټ مټ هغه یاد راتازه کوي، لکه ټرمپ چې طالبان ډېويډ کمپ ته وربللي وو.»
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې په پټه طالبانو ته بلنه ورکړې وه، چې ډېوېډ کمپ ته ورشي او هلته له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او د سولې تړون په اړه له افغان حکومت سره خبرې وکړي.
خو دغې پرېکړې د ټرمپ د ټیم ترمنځ اختلاف رامنځته کړل او وروسته بیا ټرمپ دغه پلان لغوه کړ او ویې ویل، چې له طالبانو سره خبرې نه کوي؛ ځکه چې هغوی تازه یو امریکايي عسکر وژلی دی.
د ټرمپ دغه پرېکړه چې طالبان یې ډېوېډ کمپ ته وربللي وو، د جمهوريپالو او ډیموکراټانو له سخت غبرګون سره مخ شوه؛ نیوکه کوونکو د ټرمپ دغه اقدام په امریکا کې د ترهګرو لپاره مېلمستیا ته ورته وباله.
په ننګرهار کې له داعش سره د پخوانیو جګړو ولسي قربانیان شکایت کوي، چې د دوی کورونه، لارې، کرنیزه ځمکې، ښوونځي، جوماتونه او روغتیايي مرکزونه ویجاړ شوي او تر اوسه هم نهدي رغول شوي. دغه زیانمن شوي خلک وايي، که څه هم طالبانو د بیارغونې ژمنې ورسره کړې وې؛ خو عملي کړې یې نه دي.
د ننګرهار د هسکې مېنې، اچین، سپین غر، کوټ، نازیان او دوربابا ولسوالیو اوسېدونکي چې د تېر جمهوریت پرمهال داعش سره جګړو کې زیان وراوښتی، تر اوسه هم بېسرپناه پاتې دي او برخلیک یې ناروښانه دی.
دغه زیانمن شوي خلک وايي، چې هم د تېر جمهوریت پر مهال او هم وروسته طالبانو د بیارغونې ژمنې ورسره کړې دي؛ خو بیا هم د دوی مېنې سپېرې پاتې دي او څوک د دوی غږ نه اوري.
دوی وايي، په دې جګړو کې یوازې د دوی کورونه نه دي ړنګ شوي؛ بلکې کرنیزه ځمکې، ښوونځي، جوماتونه او روغتیايي مرکزونه هم ویجاړ شوي دي.
دغه بېځایه شوي خلک وايي، چې د دوی بازارونه هم سوځول شوي دي او له همدې امله د دوی کاروبار په ټپه درېدلې، ډېر مالي زیان وراوښتی؛ خو هیچا پام نه دی ورته کړی.
په دغه جګړو کې نه یوازې دا چې خلکو ته مالي زیان اوښتی؛ بلکې ډېر خلک وژل شوي، ټپيان شوي او معلول شوي هم دي، چې ډېره برخه یې شینواري دي.
د هسکې مېنې زیانمن شوي خلک وايي، چې تېر کال د طالبانو کډوالو چارو ریاست چارواکو دوی ته ویلي و چې د بهرنیو مرستندویه ادارو له لارې به د دوی سیمې بېرته ورغوي؛ خو تر هغه وروسته یې چا پوښتنه هم نهده کړې.
د دغه بېځایه شویو خلکو یوه برخه په کابل کمپ او د جلال اباد ښار په نورو سیمو کې اوسېږي؛ خو ځينې یې بېرته خپلو سيمو ته ستانه شوي. دغه ستانه شوي خلک اوس په کنډوالو کې اوسېږي او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د دې جګړو په پایله کې د بېځایه شویو خلکو شمېر ۲۳زره کورنۍ اټکل شوی دی. د دې سیمو د خلکو یوه برخه هغه مهال پاکستان ته کډه شول؛ خو کله چې په وروستیو میاشتو کې پاکستان ډېر کډوال افغانستان ته وشړل، ځينې یې له مجبورۍ دغه سیمو ته هم ستانه شول.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه وايي، «اشغالګر» د هېوادونو دین، کلتور او اقتصاد ته جدي زیان رسوي او همداراز دوی غواړي، چې نیول شوی هېواد ټول وخت دوی ته اړ او له اقتصادي اړخه یې تر تسلط لاندې وي.
ملا خیرالله خیرخواه د طالبانو تر واک لاندې له ملي نیوز ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د امریکا او د دوی د متحدینو شل کلن «اشغال» د عقیدوي، ادبي او کلتوري یرغل لامل و.
د نوموړي په باور، اوس په افغانستان کې خپلواک اسلامي نظام حاکم دی او د هېواد وقار هم بېرته راګرځېدلی دی.
خیرالله خیرخواه زیاتوي، افغانستان په بل چا نه جوړېږي، بلکې په خپله افغانان باید لاس په کار شي او په وینا یې افغانان پر دې مسالې پوه شوي او په خپله یې د هېواد ابادۍ ته مټې رانغاړلې دي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره پر خلکو ډېر محدودیتونه ولګول شول، چې له دې ډلې په کار پوه کسان یا له هېواده وتلو ته اړ شول او یا هم له دندو ګوښه کړای شول، د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار د دوام مخه یې ونیوله او دې ته ورته نورو ډېرو محدودیتونو ځينې ځوانان ان ځان وژنې ته اړ کړي دي.
خیرخواه دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ډېر شمېر طالب چارواکو په ځلونو ویلي، چې د بشري حقونو د دفاع سازمانونه او هېوادونه دې په افغانستان کې د لوېدیځو هېوادونو کلتور د بشري حقونو په نوم د پلي کېدو غوښتنه نه کوي.
دوی همداراز ویلي: «دوښمن د فزیکي جګړې ترڅنګ د فکري یرغل پر مټ غوښتل په ټولنه کې غربي کلتور او منکرات دود کړي.»
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې خالد حنفي هم د یو شمېر نورو طالب چارواکو په څېر ادعا وکړه، چې لوېدیځ هېوادونه او ملاتړي یې هڅه کوي، چې په ناسمو او بېځایه تبليغاتو نړۍ ته د 'اسلامي نظام' غلط انځور وړاندې کړي.
د ایران د پردېس ښار د کار او ټولنیزو چارو مشر محمد امین خدایاري اعلان کړی، چې که یو ایراني وګړی بې اسناده افغان کډوال په کار وګوماري، نو پنځه چنده د ورځې مزد چې شاوخوا ۱۸میلیونه او ۳۱۸زره ایراني ریاله کېږي، جریمه به پرې لګول کېږي.
ایراني رسنیو د نوموړي له قوله زیاته کړې: «هغه کار ورکونکي چې د بهرنیو ناقانونه مېشتو وګړو، په ځانګړي ډول افغانانو، په کار ګومارلو اقدام وکړي، د ورځې د مزد پنځه برابره جریمه به ورکوي.»
خدایاري د یکشنبې په ورځ د پردېس ښار د کډوالو د کار کولو د وضعیت د څار پر مهال وویل، د «کډوالو د ثبت کارټ» یا د تګ راتګ کارټ هېڅکله د کار کولو قانوني اجازه نه ده او هغه کاري جوازونه چې وخت یې تېر شوی یا د غېر اړوند کار لپاره کارول کېږي، هم د جریمو وړ دي.
هغه له خلکو وغوښتل، چې که د بې اسنادو افغان کډوالو د کار کولو پېښې ویني، باید د دې ښار د کار او ټولنیزو چارو د ادارې د تفتیش څانګې ته یې راپور ورکړي.
پردېس ښار چې له ۴۵۰زره ډېر نفوس لري، د تهران ختیځ کې موقعیت لري.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران په وروستیو کې د افغان کډوالو د اجباري اېستلو بهیر لا چټک کړی دی؛ یو اقدام چې د سیمې او نړۍ د بشري حقونو د ډلو نیوکې یې راوپارولې دي. په ورته وخت کې یو شمېر افغانان شکایت کوي، چې د اخراج پر مهال د ایران د پولیسو له «شکنجې، سپکاوي او غېرانساني چلند» سره مخ کېږي.
د کاناډا په پلازمېنې اوټاوا کې یوه افغان چې په افغانستان کې د ناټو د ماموریت پر مهال یې له کاناډایي ځواکونو سره د ژبې او کلتور د مشاور په توګه کار کړی و، په یوه لیک کې له لومړي وزیر څخه غوښتي چې د ده د خور او د هغې د زوی د طالبانو له احتمالي غچ اخیستنې د ژغورنې لپاره اقدام وکړي.
دغه افغان چې نوم یې د فدرالي محکمې له خوا د کورنۍ د خوندیتوب لپاره پټ ساتل شوی، وایي چې د خپلې دندې پر مهال یې د ګڼو کاناډایي سرتېرو ژوند ژغورلی، خو اوس یې خپله کورنۍ له مرګ او زندان سره مخ ده.
د ده په وینا، د کندهار اوسېدونکو هغه پېژانده چې له کاناډایي ځواکونو سره کار کوي او طالبانو د ده خور او د هغې کورنۍ ته ګواښونه پیل کړل.
په ۲۰۱۳کال کې یې د خور خاوند چې پولیس و، د طالبانو له خوا ووژل شو او ورته وویل شول چې «دا د همکارۍ پایله ده.»
هغه زیاتوي، د ګواښونو له زیاتېدو وروسته یې کورنۍ په ۲۰۱۸کال کې له افغانستان څخه وتښتېده او په ترکیه کې یې د پناه غوښتنه وکړه، خو اوس د ترکیې چارواکو د هغه خور او د هغې د یوه زوی افغانستان ته د ستنېدو امر کړی دی، هغه هېواد چې طالبانو بیا واک تر لاسه کړی او لا هم د کاناډا له نظره یوه ترهګره ډله ده.
دغه افغان وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته کاناډا د ځانګړي کډوالۍ پروګرام اعلان وکړ، خو شرط یې دا و چې د کورنۍ غړي باید د کابل د سقوط پر مهال په افغانستان کې وي، په داسې حال کې چې د ده خور له دې نېټې وړاندې له هېواده وتلې وه او له دې امله د مرستې لپاره وړ ونه ګڼل شوه.
هغه په خپل لیک کې لیکلي: «زما خور چې د کاناډا سره زما د خدمت له امله یې خپل مېړه له لاسه ورکړ، اوس ښايي خپله هم ژوند له لاسه ورکړي او دا هېواد هېڅ اقدام نه کوي.»
د ده د ټینګار او مکررو غوښتنو باوجود، د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې نه شي کولای په مستقیم ډول مداخله وکړي او دا مسله د کډوالۍ وزیر ته سپارل شوې ده.
د کډوالۍ وزارت ویاند د محرمیت له امله په دې ځانګړې قضیه کې له تبصرې ډډه کړې، خو ویلي یې دي چې له ۲۰۲۱کال راهیسې کاناډا شاوخوا ۵۹زره افغانان ځای پر ځای کړي دي، که څه هم د ځانګړي افغان پروګرامونو د غوښتنې لړۍ اوس تړل شوې، خو هڅه به وکړي.