د تعرفو په تړاو د برازیل او امریکا ترمنځ ناسته ځنډېدلې ده

د برازیل او امریکا ترمنځ د تعرفو په تړاو کېدونکې ناسته ځنډېدلې ده. برازیلي چارواکو په دې اړه د زیاتو جزییاتو له ورکولو پرته ویلي، چې د برازیل د مالیې وزیر او د امریکا د خزانې وزیر ترمنځ د تعرفو په تړاو ناسته تر نامعلومې نېټې ځنډېدلې ده.