طالب سفیر له قرغیزي چارواکو سره پر سوداګریزو اړیکو خبرې کړې دي

په بیشکیک کې د طالبانو د سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت له معین سره د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په تړاو خبرې کړې دي.
په بیشکیک کې د طالبانو د سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت له معین سره د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په تړاو خبرې کړې دي.
په قرغیزستان کې د طالبانو سفارت ویلي، چې ددغه سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت له معین سنجاربیک باکتبکوویچ سره وکتل او د دوه اړخیزو همکاریو تر څنګ یې په راتلونکي ایسیک-کول اقتصادي فورم کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر په مشرۍ د پلاوي د ګډون پر پلان توافق وکړ.
د سفارت د معلوماتو له مخې په دې رسمي ناسته کې د دواړو لوریو تر منځ د اقتصادي، سیاسي، سوداګریزو او کلتوري همکاریو د پراختیا پر موضوعاتو خبرې وشوې.