جوزجان کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي

د جوزجان ولایت په فیض‌اباد ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي. پېښه نن سهار له یوه بار وړونکي موټر سره د پروبکس ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.