سهیل شاهین: طالبانو د نظامي میدان ترڅنګ سیاسي میدان هم ګټلی

په داسې حال کې، چې طالبان له روسیې پرته د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي، په قطر کې د دې ډلې سفیر محمد سهیل شاهین وايي، چې دوی د زمري پر ۲۴مه د نظامي میدان ترڅنګ سیاسي میدان هم ګټلی دی. نوموړي دا ورځ د خپل تاریخ زرین باب ګڼلی.
دغه طالب چارواکی دا څرګندونې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره کړې دي.