په غزه کې د لوږې ناورین:د لوږې له امله د مړو شمېر ۲۲۷ ته ورسېد

د غزې عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د لوږې له امله ۵ نور فلسطینیان مړه شوي دي. په دې سره د لوږې له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۲۲۷ ته ورسېد.

د غزې عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د لوږې له امله ۵ نور فلسطینیان مړه شوي دي. په دې سره د لوږې له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۲۲۷ ته ورسېد.
د غزې عامې روغتیا وزارت وايي، پر غزې د اسراییل د بریدونو پر دوام د اسراییل له لوري په کلابندو سیمو کې د لوږې له امله د دوو ماشومانو په ګډون ۵ نور فلسطینیان هم مړه شوي دي.
د سرچینې په وینا، په دې سره په غزه کې د لوږې له امله د مړو شمېر د ۱۰۳ ماشومانو په ګډون ۲۲۷ ته ورسېد.
د اسراییل له لوري غزې ته د مرستو د مخنیوي له امله فلسطینیان د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او د توکو د بیو د څو برابره لوړېدو له امله د میلیونونو فلسطینیانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.
له دې سره سم، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییل د بریدونو له امله ۸۹ نور فلسطینیان وژل شوي او څه باندې ۵۰۰ نور ټپيان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې پر غزې د اسراییلو د بریدونو او بمباریو له پیله تر اوسه ۶۱ زره او ۵۹۹ فلسطینیان وژل شوي او څه باندې ۱۵۴ زره نور ټپيان شوي دي.


حال وش بشر حقونو سازمان وایي، چې د ایران په اصفهان، یزد او خراسان کې د هغو ۱۱ بلوڅو مړي موندل شوي، چې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي. د سازمان معلوماتو له مخي، د دې کسانو مړي له ۱۸ ورځو ځنډ وروسته خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.
حال وش په نوم د بشري حقونو سازمان د سې شنبه په ورځ (د زمري ۲۱مه) راپور ورکړی، چې د کویر لوت په سیمه کې د ۱۱ بلوڅو مړي موندل شوي، چې د «زمري په ۳مه» د اصفهان، یزد او د سویلي خراسان ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو په ځمکني او هوايي بریدونه کې وژل شوي.
دغه سازمان د وژل شویو کسانو انځورونه هم خپاره کړي دي، په وژل شويو کسانو کې ۴ د یوې کورنۍ او دوه د بلې کورنۍ اړوند دي.
حال وش زیاتوي، دغه مړي له ۱۸ ورځو ځنډ وروسته خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.
د ایران امنیتي چارواکو وژل شوي کسان وسله وال او د نشه يي توکو د بانډ غړي یاد کړي او زياته کړې یې ده، چې د دې ډلې مشر هم وژل شوی.
د ایران د امنیتي ځواکونو له لورې د مړو نه سپارل د وژل شویو کسانو د کورنیو غبرګونه او د خلکو غبرګونونه راپارولي دي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، د ایران خلک له نږدې پنځو لسیزو راهیسې له لومړنیو انساني حقوقو څخه محروم دي. هغه له ایرانیانو غوښتي چې سړکونو ته راووځي او د مبارزې له لارې خپله ازادي ترلاسه کړي، او باید په دې برخه کې خطر ومني.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، «د ایران خلک له ۴۶ کلونو راهیسې له لومړنیو انساني حقوقو محروم دي»
هغه د ایران خلکو ته په خطاب کې زیاته کړې، «د ایران دیکتاتورانو د خلکو د راتلونکې د جوړولو پر ځای، پر هغوی استبداد او فقر تپلی دی، د ایران خلک د داسې رهبرانو وړ نه دي چې د جګړې پر مهال تښتي او هغوی یوازې پرېږدي.»
نتنیاهو همداراز ایران ولس ته ویلي، «سړکونو ته راووځۍ او خپله ازادي وغواړۍ، له تاسو غواړم چې دا زړورتیا ولرۍ، د خپلو هیلو د پوره کولو توان پیدا کړۍ، د ځانونو او د خپلو کورنیو د ازادۍ لپاره خطر ومنۍ.»
د اسراییل لومړي وزیر وویل: «اوس د عمل او د ازادۍ لپاره د مبارزې وخت دی. دغو تعصب ګرو ملایانو ته د دې اجازه مه ورکوۍ چې ان د یوې دقیقې لپاره هم ستاسو ژوند لمنځه یوسي.»

یو ژورنال په ویتنام او افغانستان کې د امریکا ښکیلتیا، شخړو او ناکامیو ته په کتلو سره په یو څېړنه کې ویلي: «څنګه چې په نړۍ کې د شخړو امکان زیاتيږي، امریکا باید له هغو ناکامو جګړو څخه درس واخلي، چې په دې هېوادونو کې یې تجربه کړي.»
په څېړنه کې راغلي، چې په دواړو جګړو کې د جګړې کرښې ناڅرګندې، موخې یې نامعلومې، هوايي ځواک یې بې اثره او د ځمکنیو ځواکونو لپاره یې فزیکي ستونزې زياتې وي.
سمال جنګي ژورنال د سې شنبه په ورځ په ویتنام او افغانستان کې د امریکا ښکلتیا او د جګړې ناکامه پایلو ته په اشارې لیکلي، چې امریکا باید د ناکامو تجربو زده کړه وکړي.
د دوی په خبره، چې پنځوس کاله د ویتنام له جګړې او څه باندې څلور کاله د افغانستان د جګړې اوښتې، چې په روښانه ډول دواړو یو ډول پایلې درلودلې.
په څېړنه کې راغلی، چې امریکا په ناڅرګند ډول بې له ټاکلو موخو، بې له پلان او روښانه ستراتیژیک اهدافو تر لاسه کولو جګړې ته ننوتل او په دواړو کې ناکامه شوه.
دوی لیکلي: «پر افغانستان د امریکا برید د القاعده د ځپلو په موخه وو، خو وروسته د جګړې په اوږدېدو سره موخه د خلکو امنیت او ملت جوړونې ته واوښتل او په ویتنام کې د امریکا ماموریت له سلاکارۍ څخه پیل، پراخو نظامي عملیاتو ته واوښتل او د شمالي ویتنام او ګاونډيو هېوادونو پر ضد د بمبارۍ ستراتيژي غوره کړه، څو سولې ته یې اړه کړي.»
د دوی په خبره، چې په دواړو هېوادونو کې د جګړې د زیات لګښت سره سره د خلکو ملاتړ تر لاسه نه شو.
دوی ویلي، چې د امریکا شپږو ولسمشرانو هڅه وکړه، د جګړې لپاره د خلکو ملاتړ ترلاسه کړ؛ خو ونه توانېده.
«د امریکا ولسمشرانو جانسن، نیکسن، بوش، اوباما، ټرمپ او بایډن ټولو هڅه وکړه، چې د جګړې لپاره د خلکو ملاتړ زيات کړي، خو امریکا هر کال د جکړې څخه ناهیلي کېدل.»
په افغانستان او ویتنام دواړو کې د مرکزي حکومتونو پراخ فساد، ناامني زياته او امریکا ولسي ملاتړ له لاسه ورکړی.
په همدې څېړنه کې ادعا شوې، چې د افغانستان د جمهوریت وروستۍ دروې دومره کمزوري شوې، چې په بېلابېلو سیمو کې د مخالفینو موازي حکومتونه د خلکو له لوري مشروع ګڼل کېدل.
د همدې څېړمې په پایله کې ویل شوي، چې امریکا په افغانستان کې د ویتنام د جګړې تجربه تکرار کړه.
په دواړو هېوادونو کې د امریکا له لسیزو اوږدو او ناکامه ښکېلتیا وروسته یو وېشلی ملت او بې اعتباره بهرنۍ تګلاره په میراث پرېښول.
دوی لیکلي: «امریکا په دواړو کې د ناسم، غیر واضح موخې، لوړ لګښت او د بریا د کم احتمال په یوه ژورو کې ښکېله شوه.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د راتلونکې جمعې په ورځ د الاسکا په انکرېج ښار کې له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د سولې د یوې سرمشریزې په چوکاټ کې لیدنه کوي.
دا غونډه د ډېرو سیاسي شنونکو لپاره له پوښتنو ډکه ده، د امریکا دننه او بهر د یادې غونډې په تړاو ګڼ غبرګونونه راپارېدلي دي؛ ځکه چې امریکا او روسیه په رسمي جګړه کې نه دي ښکیل او بل خوا د روسیې یرغل پر وړاندې د اوکراین جګړه هم روانه ده.
د امریکا اوسني دخیل سیاستوال د دې غونډې په اړه وېشلي نظرونه لري. د ټرمپ ملاتړي دا یو «ابتکاري ګام» بولي، خو ډېری ډېموکراتان او یو شمېر جمهوري غوښتونکي دا د امریکا د اوږدمهاله ستراتیژیکو ګټو پر وړاندې یوه سیاسي ننداره ګڼي.
د روسیې دریځ: مشروعیت، وخت ګټل او د لوېدیځ وېش
روسیه د درې نیم کلنې جګړې وروسته له پراخو بشري او پوځي تلفاتو، د لوېدیځو اقتصادي بندیزونو، د صادراتو پر محدودیتونو او د نړۍوال مالي نظام له جلا کېدو سره مخ ده. د دې ټولو فشارونو باوجود، د ولادیمیر پوتین ستراتیژیک هدف بدلون نه دی کړی، هغه لا هم د اوکراین د خپلواکۍ او نړۍوالې مشروعیت کمزوري کول، د کییف د غربي ملاتړو تر منځ بېباوري زیاتول او د لوېدیځ د یووالي د بنسټونو ماتول خپل اساسي هدف ګڼي.
پوتین پوهېږي چې د جګړې په ډګر کې مطلقه بریا سخته ده، نو د «سیاسي مشروعیت» ترلاسه کول د یوه بدیل بریالیتوب په توګه تعقیبوي. له امریکا سره مستقیمه ناسته په داسې حال کې چې اوکراین پکې نشته د روسیې لپاره څو مهمې لاسته راوړنې لري:
پوتین به هڅه وکړي چې د دې سرمشریزې رسنیزه څپه په کور دننه د «دولت د اقتدار او مهارت» د نندارې په توګه وکاروي او په نړۍواله کچه دا پیغام ورکړي چې هر ډول لویه پرېکړه د مسکو له مشورې پرته نه شي کېدای.
د امریکا متحدین:
اروپايي هېوادونه، په ځانګړي ډول د ناټو غړي، د الاسکا د غونډې په اړه له لومړۍ ورځې څخه په شک او اندېښنه کې دي. د دوی ستره اندېښنه دا ده چې د امریکا او روسیې تر منځ په مستقیمه ناسته کې د اوکراین د مشروع استازو نه شاملول نه یوازې د کییف سیاسي موقف کمزوری کوي؛ بلکې یو خطرناک مثال رامنځته کوي چې د نړۍوالو شخړو پر مهال د قرباني هېواد غږ له معادلې لرې شي.
د اروپايي متحدینو دریځ په څو مهمو ټکو ولاړ دی:
په عمومي توګه، د امریکا متحدین د دې سرمشریزې په اړه د شک په حالت کې دي، ځینې یې غواړي د خبرو له لارې د جګړې پای ته رسېدو ته زمینه برابره شي، خو ډېری نور باور لري چې دا ډول ناسته، په ځانګړي ډول د اوکراین له ګډون پرته، د لوېدیځ د ګډ امنیت او متحد دریځ لپاره تاواني ده.
احتمالي سناریوګانې
د الاسکا سرمشریزه له سیاسي او ستراتیژیک پلوه د امریکا، روسیې او اروپا د راتلونکو اړیکو لپاره مهم ازمېښت دی. که څه هم د جګړې سولهييز حل د ټولو ګډه هیله ده، خو د دې غونډې جوړښت، د اوکراین د غیابت مساله او د دواړو مشرانو شخصي محاسبې ښيي چې هدف یې ښايي د سولې پر ځای د سیاسي نندارې جوړول وي.

د امریکا متحده ایالتونو له پاکستان سره په یوه ترهګرۍ ضد غونډه کې د ترهګرۍ د ټولو ډولونو پر وړاندې د مبارزې ژمنه تکرار کړې ده. په اسلام اباد کې د امریکا سفارت وايي، چې په دې ناسته کې د امریکا د ترهګرۍ ضد ادارې سرپرست همغږوال ګریګوري لوګرفو او د چارو سرپرستې ناتالي بېکر ګډون کړی و.
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د سې شنبې په ورځ، د زمري پر ۲۱مه، په یوه اعلامیه کې وویل، چې دغه خبرې اترې د دواړو هېوادونو د ګډې ارادې د پیاوړتیا لپاره وې څو د دې «نړیوال ګواښ» پر وړاندې مبارزه وشي.
سفارت ټینګار کړی، چې واشنګټن په ترهګرۍ ضد جګړه کې همکارۍ ته ژمن پاتې کېږي.
دغه غونډه یوه ورځ وروسته له هغې ترسره شوې چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان د ازادۍ پوځ او مجید بریګیډ د بهرنيو ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړل.
د امریکا سفارت په اعلامیه کې راغلي، « موږ د ترهګرۍ د ټولو ډولونو پر وړاندې د مبارزې لپاره ژمن یو. نن د ترهګرۍ ضد ادارې سرپرست همغږوال ګریګوري لوګرفو او د چارو سرپرستې ناتالي بېکر په امریکا-پاکستان ترهګرۍ ضد خبرو اترو کې برخه واخېسته».
تر دې وړاندې واشنګټن بلوڅ ازادۍ پوځ د ترهګرو په ځانګړي نوملړ کې شامل کړی و.
دا نوې پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پاکستان سره اړیکې پراخې کړې دي او د پاکستان د پوځ له لوی درستیز مارشال عاصم منیر سره یې هم لیدلي دي.
په مارچ میاشت کې پاکستاني چارواکو شریفالله چې د امریکا په وینا د «جعفر» په نوم هم پېژندل کېږي او د داعش خراسان غړی دی، امریکا ته وسپاره.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې په ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا او پاکستان همکاري خورا مهمه ده.