د دې بنسټ د راپور موندنې چې د هېواد په ۱۱ولایتونو کې د ۱۶۰۰ناروغانو، د هغوی د خپلوانو او روغتیایي کارکوونکو له مرکو راټولې شوي، ښيي چې له ۷۰سلنې زیات افغانان وړیا یا ارزانه روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
له هر پنځو ځواب ویونکو څخه یې دریو ویلي چې د درملنې لګښت نه شي پرېکولای او ډېر وخت اړ کېږي چې د روغتیايي خدمتونو لپاره پور واخلي یا خپله شتمني وپلوري.
راپور زیاتوي، څلورمه برخه ناروغان د درملنې لوړو لګښتونو له امله خپل جراحي عملیات ځنډولي یا لغوه کړي دي.
د ایمرجنسي په وینا، د هېواد د اقتصادي سقوط، پر دندو او د ښځو پر سفر د طالبانو پراخ بندیزونه او د سرچینو کمښت د افغانستان روغتیایي سیسټم له بېساري فشار سره مخ کړی دی.
په افغانستان کې د دې بنسټ مشر دژان پانیک، ویلي: «له ۲۲میلیونو زیات افغانان چې د هېواد له نیمایي ډېر نفوس جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري. ورانې شوې زېربناوې، د بشري حقونو پراخ محدودیتونه او د روغتیايي خدماتو کمزوری لاسرسی، افغانستان د بقا په یو سخته ازموینه بدل کړی دی.»
ایمرجنسي له ۱۹۹۹کال راهیسې په افغانستان کې درې د جراحي لوی مرکزونه په کابل، لښکرګاه او عنابه کې لري، همداراز یو د زېږون مرکز په پنجشیر کې، او له ۴۰ډېر د لومړنیو روغتیایي مرستو او پاملرنې مرکزونه چلوي.
راپور وايي، د کابل د جراحي مرکز نیمایي ناروغان لا هم د جګړې ټپیان دي چې د ډزو، چاودنو، ماینونو او د چړو د ګوزارونو قربانیان پکې شامل دي.
شاوخوا ۸۰سلنه نور ناروغان په ترافیکي پېښو کې ټپیان شوي چې له ۲۰۲۱کال راهیسې یې شمېر زیات شوی دی.
د روان کال په جریان کې، د ماینونو د قربانیانو ۷۵سلنه ماشومان دي چې ډېری یې د لوبو پر مهال د ماینونو په ډکو سیمو کې ټپیان شوي دي. شاوخوا ۲۰سلنه هغه ماشومان چې د ایمرجنسي په عنابه مرکز کې بستر دي، له خوارځواکۍ سره مخ دي چې د مړینې، تکراري انتانونو او د ودې د ستونزو ګواښ زیاتوي.
د ایمرجنسي په وینا، اوس مهال د دې بنسټ ۹۷سلنه کارکوونکي د افغانستان اوسېدونکي دي چې ۲۳سلنه یې ښځې جوړوي، او د روغتیايي کادرونو روزنه، په ځانګړي ډول د ښځو، د دې بنسټ د مهمو لومړیتوبونو څخه ده.
پنیک ټینګار کړی چې راتلونکي نسلونه د افغانستان یوازینۍ ریښتینې هیلې دي، او نړیواله ټولنه باید افغانستان د مرستو په بندولو یا د چوپتیا په غوره کولو سره یوازې پرې نه ږدي.