طالبان وايي، له ایران څخه راغلی، یو ماهر جادوګر یې نیولی دی

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وايي، یو ماهر جادوګر چې په دې وروستیو کې له ایرانه راغلی وو په بلخ ولایت کې یې نیولی دی. د دغه وزارت په وینا، یاد شخص د ساحري فعالیتونو لپاره افغانستان ته راغلی، خو دا یې نه ده روښانه کړې چې دغه نیول شوی جادوګر افغان که ایرانی دی.