د جون پر ۱۹مه، کابل د دفاعي مشرتابه د بدلون اعلان وکړ او جنرال بسمالله محمدي د دفاع وزارت سرپرست شو او جنرال ولي محمد احمدزی لوی درستیز، خو په کندهار کې یوازې د ژړۍ، ډنډ، دامان، پنجوايي، سپین بولدک او تخته پل ولسوالۍ لا د حکومت تر کنټرول لاندې وې؛ جګړه د ښار پر کمربندي حوزو متمرکزه وه.
د جولای پر ۵مه د کورنیو چارو وزیر عبدالستار میرزکوال او لوی درستیز ولي محمد احمدزی کندهار ته راورسېدل، خو د دوی راتګ د جګړې د شدت مخه ونه نیوله. سپین بولدک، تخته پل او ډنډ لا هم تر سختو بریدونو لاندې وو او د ښار درې څنډې د پرلهپسې ډزو او چاودنو شاهدې وې.
د کورنیو چارو او ملي فاع وزارتونو هڅه کوله کندهار ښار خوندي کړي، خو د امنیه قوماندانۍ په تشکیلاتو کې بدلون او د تادین خان او د هغه د نږدې کسانو بې واکه کېدو یو شمېر سرتېري، چې تر ډېره د جنرال رازق کورنۍ ته وفادار وو، له جګړې زړه ماتي کړل.
د جولای پر ۸مه جنرال سالم احساس د امنیه قوماندان په توګه وټاکل شو، خو د امنیتي کرښو بېرته رغول او سرتېرو ته بېرته ډاډ او روحیه ور کول اسانه کار نه و.
خو ولسوالۍ یو په بل پسې سقوط کېدې او د جولای پر ۲۴مه، د ښار مهمه دروازه پنجوايي د طالبانو لاس ته ولوېده. د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان نظرعلي د تادین خان نږدې ملګری و او تر دې وړاندې د ارغستان، خاکریز، معروف او میوند ولسوالیو د لویو لارو قوماندان و، چې لا له وړاندې د نوموړي د ماموریت پرمهال سقوط شوې وې.
په همدې ورځو کې حکومت د «ولسي پاڅون» تر نامه لاندې خلکو ته وسلې ورکړې، چې د طالبانو پر وړاندې ودرېږي، خو د جګړې په ډګر کې حقیقت بل څه و، ځکه حکومت خپلو رسمي امنیتي ځواکونو ته اکمالات او روحیه نه شوای ورکولای، نو ولسي پاڅون والو څه کولی شوای؟
د جګړې د پیل او پای ورځې
په کندهار کې د جګړې له شدت او قبیلوي مخالفتونو سره هممهاله د اګسټ پر څلورمه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د کندهار د قومي او نفوذ لرونکو کسانو ترمنځ له ناستې وروسته تادین خان بېرته کندهار ته ولاړ چې له خپل نفوذ څخه په استفادې په ښار کې د جګړې او د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي، خو کندهار ته د تادین خان سفر د جګړې پر لیکو مثبت اغېز نه درلود.