محمد محقق: له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ځان له خپلو پاکستاني دیني وروڼو سره همسنګر ګڼو

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر د پاکستان د ۷۸مې کلیزې په مناسبت وویل، چې د افغانستان او پاکستان د خلکو اړیکې نه ماتېدونکې دي. محمد محقق وایي: «موږ د افغانستان خلک په دې سختو ورځو کې چې پاکستان له نړۍوالې ترهګرۍ سره مخامخ دی، ځان له خپلو پاکستاني دیني وروڼو سره همسنګر ګڼو.»