امریکا وايي، هند د سوداګریز تړون په تړاو خبرو کې «بې‌پروا» دی

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسینټ ویلي، تمه لري چې د روان کال تر اکتوبر میاشتې له ځینو هېوادونو سره مهم سوداګریز تړونونه وروستي کړي. نوموړي له فاکس‌نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د سوداګریزو تړونونو په تړاو خبرو کې هند او سویس «بې‌پروا» دي.