د بشري حقونو څار سازمان: د افغان کډوالو په اړه د امریکا سیاست له بشري حقونو سره ټکر لري

د بشري حقونو څار سازمان وايي، د افغان کډوالو په اړه د ډونالډ ټرمپ ادارې پالیسي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له نوي راپور سره اړخ نه لګوي.

د بشري حقونو څار سازمان وايي، د افغان کډوالو په اړه د ډونالډ ټرمپ ادارې پالیسي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له نوي راپور سره اړخ نه لګوي.
دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د امریکا په نوي راپور کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په اړه راغلي؛ لکه ناقانونه نیول، شکنجه کول، ناوړه چلند او اعدامونه. د دغه راپور له مخې؛ واشنګټن خپله منلې، چې افغانستان اوس هم یو خطرناک ځای دی.
د بشري حقونو څار سازمان زیاته کړې، چې د افغانستان په اړه د ټرمپ ادارې پالیسي له خپلو موندنو سره اړخ نه لګوي؛ ځکه امریکا د زرګونه افغان کډوالو د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت لغوه کړی دی.
متحده ایالتونو د هایټي، وېنزویلا، هندوراس، نیپال او نیکاراګوا د کډوالو په اړه هم ورته دریځ غوره کړی دی.
په امریکا کې د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت (Temporary Protected Status) هغو کډوالو ته ورکول کېږي، چې د ناوړه بشري وضعیت، طبیعي پېښو، جګړې او ګډوډۍ له امله خپل هېواد ته ستنېدل یې ژوند ته ګواښ پېښوي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت د وري په میاشت کې اعلان وکړ، چې د زرګونه افغان کډوالو د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت لغوه شوی دی. د تېرې میاشتې په پای کې یوه فډرالي قاضي هم د افغان او کامروني کډوالو د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت لغوه کېدل ومنل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سېشنبې په ورځ په ۲۰۲۴کال کې د افغانستان د بشري حقونو په اړه کلنی راپور خپور کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه په خپل کلني راپور کې د ۲۰۲۴کال وضعیت څېړلی. په دغه راپور کې د طالبانو لهخوا د ښځو پر وړاندې د سختو بندیزونو، ناقانونه نیولو، د فردي حقونو او بیان ازادۍ ځپنې اړوند د بشري حقونو پراخه سرغړونه یاده شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سېشنبې په ورځ (د زمري ۲۱مه) نېټه خپل کلنی راپور خپور کړ. په دغه راپور کې ویل شوي، چې د بشري حقونو په لړ کې د ښځو او نجونو حقونه په لوړه کچه تر پښو لاندې شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ټولو افغانانو او په تېره بیا د ښځو او نجونو، پر ژوند سخت بندیزونه لګولي دي.
په دغه راپور کې د ناقانونه او خپلسرو نیونو او وژنو یادونه هم شوې ده. راپور زیاتوي، چې طالبان او داعش خراسان څانګه په ډېرو هدفي وژنو کې لاس لري او دغه وژنې له هغو خلکو غچ اخيستل دي، چې له پخواني حکومت سره یې کار کړی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي، چې طالبان د دغو وژنو مسوولیت نه مني او د حساب ورکولو هیڅ ډول تګلاره نهلري.
په راپور کې راغلي، چې طالبانو پر رسنیو ډېر سخت بندیزونه لګولي، خبریالان یې ګواښلي، نیولي او وهلي ډبولي دي.
د راپور له مخې؛ په تېرو دوولسو میاشتو کې د بیان ازادۍ تر ۱۸۰ ډېرې سرغړونې ثبت شوې دي.
دغه ډول یاد وزارت ويلي، چې طالبانو د کلک سانسور له امله انټرنېټي خدمتونه هم محدود کړي دي.
په راپور کې د شکنجې او جسمي سزاوو یادونه هم شوې او ویل شوي، چې طالبان له قانوني څېړنو پرته خلک په عام محضر کې په درو وهي او اعداموي.
دغه وزارت د یوناما د راپور په استناد ویلي، چې په ۲۰۲۳کال کې د طالبانو لهخوا تر۳۶۰ ډېرې جسمي سزاوې ثبت شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې طالبان د خپلو رسمي اعلامیو خلاف ماشومان د خپلو وسلهوالو ځواکونو په لیکو کې تنظیم کړي دي. طالبانو په ۲۰۲۳کال کې تر ۳۴۰ ډېر ماشومان جذب کړي، چې یوه برخه یې جنګي فعالیتونو او بله برخه یې نورو کارونو ته ځانګړې شوې ده.
د راپور له مخې؛ د بدخشان ولایت په یوه پوځي مرکز کې شاوخوا ۳۰ ماشومان روزل کېږي، چې عمرونه یې د ۱۰ او ۱۸ کالو ترمنځ دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې د خپلسرو نیونو او زنداني کېدو یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې طالبان له تور او قانون پرته خلک نیسي او زنداني کوي يې چې دغه زندانیان د مدافع وکیل نیولو حق هم نهلري.
ویل شوي، طالبان تر ډېره بریده د ښځو د حقونو فعالان، خبریالان او هغه کسان نیسي چې پر طالبانو نیوکې کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې طالبانو یوازې افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره یو څه مرستې برابرې کړې دي؛ خو نړۍوالو سازمانونو ته یې د کورنیو بېځایه شویو خلکو د شمېر معلومولو او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې لوی خنډونه جوړ کړي دي.
دغه ډول طالبانو په سرحدونو کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ځواکونه ځای پر ځای کړي، چې افغانستان ته پر راستنېدونکو کډوالو بندیزونه ولګوي.
په راپور کې ټینګار شوی، چې طالبان نړۍوالو بشري حقونو او قوانینو ته ژمن نه دي او په ډېرو برخو کې پر خپلو قوانینو هم سترګې پټوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان وضعیت په پرله پسې ډول وڅاري او د افغانانو او په تېره بیا د ښځو او ماشومانو د حقونو ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام سېشنبه (د زمري ۲۱مه) پر وېبپاڼه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، دوی د سوېلي کوریا جمهوریت په مالي مرسته په افغانستان کې د بېړنیو حالاتو لپاره له زیانمنو کسانو سره د مرستې، کارموندنې او مهمو بنسټیزو تاسیساتو د بیارغونې پروژه په رسمي ډول پيل کړه.
دغه پروژه چې (REVIVE) نومېږي، د ۲۰۲۵کال د جولای له میاشتې نیولې د ۲۰۲۶کال د جولای تر میاشتې پورې به دوام وکړي چې په افغانستان کې د روان بشري او اقتصادي کړکېچ له امله زیانمن شویو خلکو ته بېړنۍ مرسته رسوي.
د دغې پروژې بودجه ۱۰ مېلیونه امریکایي ډالر ده، چې د افغانستان په شپږو ولایتونو؛ لکه بدخشان، زابل، دایکنډي، فاریاب، خوست او ننګرهار ولایتونو کې به تر ۳۵۰زره ډېرو خلکو سره مرستې وکړي.
د پروژې بنسټیزه موخه بېړنی کار موندل، د مهمو تاسیساتو بیارغونه او په ټولیزه توګه د خوړو خوندیتوب دی. دغه ډول د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت وړتیا ځواک، د ښځو پر ځان بساینې، بېرته ستنېدونکو کډوالو او بېځایه شویو کسانو ملاتړ ته پام کوي.
په افغانستان کې د (UNDP) استازي سټیفن روډریګز وویل: «دغه پروژه د کړکېچ او بیا رغونې ترمنځ یو پل دی. موږ د بنسټیزو تاسیساتو، کارموندنې او سیمهییزو خلکو کې د مقاومت ځواک او زغم پيدا کولو په برخه کې پانګونه کوو. زموږ موخه دا ده، چې خلک بېرته د خپل راتلونکي ژوند واګې په لاس کې واخلي او داسې فرصتونه ورته برابر شي چې ټول په کې شامل شي او دغه فرصتونه پایښت ولري.»
د افغانستان لپاره د سوېلي کوریا جمهوریت سرپرست استازي سونګهوان مون بیا ویلي: «زموږ حکومت تل په ستونزمن وضعیت کې د افغانستان د خلکو ملاتړ کړی او په دې برخه کې ژمن دی. د افغان ملت هوساینه، په تېره بیا له ښځو، ماشومانو او کډوالو سره بشري همکاري زموږ لومړیتوب دی. موږ خوښ یو، چې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام له لارې د افغانستان ملاتړ کوو. موږ باور لرو چې دغه ډول پروژې به د بیا رغونې، بېرته د هيلو راژوندي کولو، وړتیا او ځانبساینې په برخو کې ګټورې پایلې ولري. کوریا یو ځل بیا خپله ژمنه تازه کوي، چې د بېړنیو بشري اړتیاوو پوره کولو په برخو کې به له افغانستان سره مرسته کوي.»
دغه پروژه د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام او سوېلي کوریا حکومت ترمنځ د دوامداره همکارۍ څرګندونه کوي، د دغې پروژې بنسټیزه موخه دا ده، چې د افغانستان خلک وکولای شي په درناوي او زغم سره بېرته عادي ژوند پيل کړي.

امریکايي سناتور ریچارډ بلومنتال وايي، چې له څلورو کلونو راهیسې شاوخوا ۱۵۰۰ پخواني افغان همکاران په قطر کې د انتقال په تمه دي. هغه وایي:« باید په دې اړه د ټرمپ حکومت خپلې ژمنې پوره کړي او که دغه ژمنه پوره نهشي؛ نو مسوولیت به یې زموږ پر غاړه وي.»
ریچارډ بلومنتال دا خبرې په یوه ویډیویي پیغام کې وکړې، هغه وویل: «زموږ افغان همکاران چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی، اوس په قطر کې بند پاتې دي او باید ژر تر ژره له هغه ځایه امریکا ته انتقال شي.»
نوموړي ټینګار وکړ، چې یو ستر ملت باید پر خپلو ژمنو ودرېږي او زیاته یې کړه: «موږ ژمنه کړې وه، چې د دوی د امنیت او هوساینې لپاره به هغوی امریکا ته راولو؛ که موږ دغه ژمنه پوره نهکړو د دوی د ژوند مسوولیت به زموږ پر غاړه وي. موږ باید دا کار هم د هغوی لپاره او هم د خپل وجدان ارامولو لپاره وکړو.»
تر دې مخکې (د زمري په ۸مه نېټه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو افغانانو سره د مرستې ژمنه کړې وه، چې له امریکايي حکومت او پوځ سره یې په افغانستان کې کار کړی و.
هغه په ځانګړي ډول د هغو افغانانو یادونه وکړه، چې څلور کاله مخکې د کابل تر سقوط وروسته متحده عربي اماراتو ته انتقال شوي وو.
ټرمپ د دغو افغان پناهغوښتونکو د برخلیک په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ ښه خلک پېژنو او هغه څوک چې چندان ښه نه وي هغوی هم پېژنو. ځینې هغه کسان چې مخکې امریکا ته راغلي مناسب نهوو؛ خو موږ د هغو خلکو ملاتړ کوو، چې زموږ لپاره یې کار کړی او موږ ورسره ژمنې کړې دي.»
سره له دې چې ټرمپ د پخوانیو افغان همکارانو د ملاتړ خبره کړې؛ خو کله چې هغه بېرته سپینې ماڼۍ ته ستون شو پر کډوالو او په تېره بیا پر افغانانو یې سخت محدودیتونه ولګول. نوموړي افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ، چې پر خلکو یې امریکا ته په سفر کولو بندیز لګول شوی دی، دغه بندیز د مستحق او وړ افغان پناهغوښتونکو د دوسیو ارزونه ډېره ستونزمنه کړې ده.
په مئ میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې غواړي د هغو افغانانو د انتقال مسووله اداره وتړي چې د ځانګړې ویزې یا پناه غوښتنې لپاره وړتیا لري.
د کورني امنیت وزیرې هم د افغانانو لپاره د «لنډمهاله خوندیتوب پروګرام» ختمېدو اعلان وکړ، او ویې ویل چې اوس افغانستان ته بېرته ستنېدل نور ګواښ نهدی.
جولي جانسون چې د ټېکساس دموکراټه استازې ده؛ دغه پرېکړه د امریکا له ژمنو سره په ټکر کې وبلله. هغې وویل، زرګونه افغانان چې شل کاله یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې، ژمنه ورسره شوې وه چې امریکا ته به انتقالېږي؛ خو اوس بېبرخلیکه پاتې دي او د طالبانو له غچ اخیستنې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې طالبان څلور کاله وروسته له دې چې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شوي، خپل هغه لیدلوري ته نږدې شوي چې له مخې یې مېرمنې له ټولنې په بشپړ ډول حذف شي.
دغه ادارې په خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان د ښځو وضعیت د نړۍ «تر ټولو سخت د ښځو د حقونو بحران» بللی او خبرداری یې ورکړی چې دا وضعیت د «عام او عادي کېدو» په حال کې دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په وینا، د طالبانو فرمانونه ښځې له اساسي حقونو او کرامت محروم کړي، دا لنډمهالي نه دي او هېڅ یو یې لغو شوی نه دی.
د ښځو څانګې زیاته کړې، د دغو محدودیتونو له مخې، نجونې له ۱۳کلنۍ وروسته ښوونځي ته نه شي تللی، ښځې له ډېرو دندو، سیاسي فعالیتونو او په ډېری سیمو کې له محرم پرته له ګرځېدو منع شوي، او ډېری یې د خپل کور په چارو کې د پرېکړې کولو حق هم نه لري.
په اعلامیه کې راغلي، چې د ښځو لپاره د طبي زدهکړو بندیز، او د هغوی د درملنې لپاره د نارینه ډاکټرانو مخنیوی، د کمېدونکو مرستو سره یوځای، ښځې له اړینو روغتیايي خدمتونو بېبرخې کړي دي.
د دې وضعیت پایلې ډیرې ګواښونکې بلل شوې: د ښځو د عمر لنډېدل، د میندو د مړینې د کچې لوړوالی، د ماشومو نجونو د ودونو زیاتوالی، او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پراخېدل.
اعلامیه ټینګار کوي چې افغانستان له یمن وروسته د نړۍ دویم هېواد دی چې تر ټولو زیات جنسیتي واټن لري، او د فقر او بشري بحرانونو ګډ اغېز ژوند د ټولو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، لپاره لا سخت کړی دی.
د ښځو څانګه وایي، افغان ښځې لا هم هیله لري چې برابري ترلاسه کېدلی شي، خو نړیواله ټولنه باید همدا اوس د دوی ملاتړ وکړي، څو د ټولو لپاره د یوه ښه افغانستان په جوړولو کې یوازې پاتې نه شي.
د یادولو وړ ده، چې طالبانو د واکمنۍ له بیا ترلاسه کولو راهیسې د ښځو پر اساسي حقونو پراخ بندیزونه لګولي او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په قانون کې یې د ښځو غږ «عورت» بللی او د کور څخه بهر یې اورېدل منع کړي دي.

د طالبانو ازبک قومندان او د لوګر والي صلاح الدین ایوبي د دغه ډلې لومړۍ قومندان و، چې د جمهوري نظام د ړنګېدو پر مهال ارګ ته ننوت. هغه وايي: «لومړني څه مې چې په ارګ کې ولیدل هغه د اشرف غني لنګۍ، چپنه او یو کتاب و.»
د طالبانو ازبک قومندان او د لوګر والي صلاح الدین ایوبي د سې شنبه په ورځ (د زمري ۲۱مه) د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، کله چې هغه او جنګيالي یې ارګ ته ننوتل «د خوښۍ څخه یې ژړل او نه یې شوای کولی چې یو بل ته وګوري.»
د طالبانو دغه لوړ پوړي قوماندان زیاته کړه چې هغه د لوګر له لارې کابل ته ننوت او هیڅکله یې تصور نه کاوه، چې حکومت سقوط کړی دی.
له هغه وپوښتل شول، چې په ارګ ماڼۍ کې یې لومړی څه ولیدل؟ ایوبي وویل: «ما د اشرف غني لنګۍ او چپنه ولیدل او ډېر خفه شوم. یو کتاب مي هم ولیده، چې هغه به تل لوستلو؛ خو د کتاب نوم مې ندی په یاد.»
د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له دې مخکي، چې طالبان کابل ته داخل شي، له جمهوري ریاست څخه په بیړني حالت کې ووت او په یوه نظامي چورلکه کې ازبکستان ته ولاړ.
هغه وروسته وویل، چې که په کابل کې پاتې شوی وای، نو د پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجیب الله په برخلیک به اخته شوی وو.
طالبانو په ۱۹۹۰ لسیزه کې پلازمېنې ته په ننوتلو سره ډاکټر نجیب الله د کابل په اریانا څلور لارې کې اعدام کړ.
صلاح الدین ایوبي دا هم وویل، چې د طالبانو د دفاع اوسنی وزیر ملامحمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو وزیر سراج حقاني د پخواني حکومت په وړاندې د جګړې مشري کوله.
ایوبي د انس حقاني یادونه وکړه، چې هغه مهال طالبانو غوښتل د کابل واک د سیاسي حل لارې له مخي واخلي نه په زور يا پوځي برید سره.
هغه وایي له دې خبرو وروسته یې خپلو سرتېرو ته چې د کابل په ولسوالیو لکه چهار اسیاب، پغمان او سروبي کې مېشت وو امر وکړ، چې چمتو واوسي خو تر بلې هدایت مخکې کابل ته داخل نه شي.
دغه طالب قومندان وویل، چې په هم هغه ورځ یوه بجه ماسپښين ملایعقوب امر وکړ، چې کابل ته داخل شي.
نوموړي زياته کړه، چې هغه شاوخوا پنځه زره وسله وال کابل ته داخل کړه.
د ایوبي په خبره کله، چې ارګ ته داخل شول فکر یې نه کاوه، چې هلته به هیڅوک نه وي او ګومان یې کاوه، چې ښايي د ننه خلک وي.
هغه دا هم وویل، چې کابل ته ننوتل یې د واټساپ د همغږی ګروپ له لارې ترسره کړه، ځکه په کابل کې د مخابراتي سیسټمونو درست کار نه کاوه.
دغه طالب قوماندان وویل چې د دوی سرتېري لومړی ځل د کابل ښار د پل خشتي جومات سره راټول شول.
د نوموړي په خبره، چې اوس مهال د یوه مشر د امر لاندې دنده مخ ته وړي او د خدمت لپاره هرې دندې مخ وړلو ته تیار دی.
صلاحالدین ایوبي د پخواني حکومت پر وړاندې د جګړې پر مهال په فاریاب ولایت کې د طالبانو والي و. هغه په ۲۰۱۵ کال کې د پخواني ملي امنیت لخوا ونیول شو او بیا په ۲۰۱۸ کې د افغان ملي اردو له بندیانو سره تبادله او خوشې شو.
