د تهران پوهنتون استاد او د افغانستان د چارو کارپوه «کیومرث بزدان پناه» وایي، که طالبان ادعا کوي چې هلمند د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دی، دا خبره په بشپړ ډول ناسمه ده. هلمند د کافي اوبو لرونکی دی، خو د ایران کمزورې سیمهییزه ډیپلوماسي نشي کولای د خپلې حقابې ګټې خوندي کړي.
یزدانپناه له یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې که څه هم د بند جوړول د افغانستان حق دی، خو دا هېواد باید د ګاونډیتوب او د سیستان او بلوچستان د بشري ژوند شرایط په پام کې ونیسي.
هغه وویل، د تیر پُل او ګفګان د بندونو پروژې باید وڅېړل شي، ځکه د دغو پروژو له بشپړېدو وروسته به ایران ان د ډېرو بارانونو په موسم کې هم د اوبو برخه ترلاسه نه کړي.
د ده په خبره، یوازې رسنیزې څرګندونې د ستونزې حل نه دي، ځکه د نړۍ په ځانګړې توګه د منځني ختیځ د وچکالۍ لړۍ د ایران د حقابې د ترلاسه کولو ستونزه نوره هم پېچلې کړې ده.
هغه زیاته کړه، چې د ایران او افغانستان تاریخي ګاونډیتوب او پخواني تړونونه باید په پام کې ونیول شي، خو پر دې تړونونو باید بیا کتنه وشي، تر څو د دواړو لوریو د منلو وړ حل وموندل شي.
دغه کارپوه وویل، چې که د ایران اوبو حق په سمه توګه تامین نه شي، دا به د ختیځ ایران د زر کیلومتره اوږده پوله ییزه سیمه له سختو امنیتي، حکومتي او چاپېریالي ننګونو سره مخ کړي، په ځانګړي ډول سیستان او بلوچستان چې د هلمند سیند وروستۍ برخه ورته رسېږي.
هغه زیاته کړه، چې اوسمهال طالبانو د هریرود مسیر بدل کړی او د ایران خاورې ته د اوبو د ورتګ مخه یې نیولې ده، چې دا د ایران د ډیپلوماسۍ او پلان جوړونې د کمزورتیا ښکارندویي کوي.
هغه وړاندیز وکړ، چې ایران باید بدیله لارې هم په پام کې ونیسي، لکه د عمان له سمندر څخه د اوبو انتقال د هامون جهیل او د جازموریان دښتې ته څو د سیستان او بلوچستان د اوبو اړتیاوې پوره شي.
یزدانپناه وویل، چې طالبان نشي کولای د دې په بدل کې چې ایران یې په رسمیت وپېژني، د اوبو حق ورکړي. د هغه په وینا، دا به د سیاسي ذلت بېسارې بېلګه وي.
هغه وړاندیز وکړ، چې که طالبان د ایران د حقابې په ورکولو کې همکاري ونه کړي، ایران باید خپل فشار راوړونکي وسایل وکاروي، لکه د غېرقانوني افغان کډوالو اېستنه یا د افغانستان لپاره د چابهار بندر او نړۍوالو اوبو ته د لاسرسي محدودول.
د هغه په باور، هند او امریکا د افغانستان د بندونو په پروژو کې ښکېل دي، خو که دا خبره سمه وي، دا د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د بې مسوولیتۍ ښکارندویي کوي.
هغه وویل، چې ایران باید له هند سره خبرې کړې وای، څو له دغو پروژو لاس واخلي، خو امریکا طبیعي ده چې د ایران سره د اوږدمهاله شخړو له امله د دغو پروژو ملاتړ وکړي.
یزدانپناه ټینګار وکړ، چې د افغانستان په اړه د ایران اوسنی دریځ ډېر پڅ دی او په لومړیتوبونو کې یې دقت نشته، چې دا مسله د دواړو هېوادونو په اړیکو او د ایران په سیمهییز ځواک منفي اغېزه کولی شي.
د یادولو وړ ده، چې د افغانستان او ایران تر منځ د حقابې معاهده په ۱۳۵۱ کال کې د دواړو شاهي حکومتونو د لومړي وزیرانو تر منځ لاسلیک شوه. دغه هوکړه یوه سریزه، ۱۲ مادې او دوه پروتوکولونه لري.
په دغه هوکړه کې راغلي، چې افغانستان باید په یوه نورمال کال کې په منځنۍ کچه په ثانیه کې ۲۲ متر مکعب اوبه ایران ته د حقابې په توګه ورکړي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په وروستیو ورځو کې د کابل ښار ګڼو رسټورانټونو ته سپارښتنه کړې، چې له دې وروسته ښځې او نارینه، ان که خاوند او مېرمن یا د کورنۍ غړي هم وي، په یوه مېز او یا یوه برخه کې یو ځای کېناستلای نه شي.
د دوی په وینا، مخکې به کورنۍ د یو ځای ناستې له امله خوښ وو، خو اوس ډېری خلک غواړي د کور دننه خواړه وخوري او د ګډې ناستې د نشتوالي له کبله بهر خوراک ته زړه نه ښه کوي.
د کابل ښار د منځنۍ کچې د یوه رسټورانټ مالک د امنیتي دلایلو له امله د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل: «موږ ته څرګندې لارښوونې شوي چې که ښځې او نارینه یو ځای کېني، زموږ رسټورانټ به وتړل شي او جریمه به شو. پخوا مو د کورنیو لپاره ځانګړې خونې لرلې، خو اوس باید ښځې او نارینه په جلا ځایونو کې کېني. دې کار زموږ د مشتریانو شمېر ډېر راکم کړی دی.»
د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې د یوه بل رسټورانټ چلونکی وايي، چې دا بندیز د دوی د پلور د کچې د ښکته کېدو لامل شوی دی: «کله چې کورنۍ یو ځای خواړه خوري، د هغوی خوند بل وي. اوس چې د مېړه او ښځې تر منځ د ناستې اجازه نشته، ډېری خلک یوازې خواړه اخلي او ځي.»
بلخوا، بیا عام خلک د طالبانو له خوا دا نوی بندیز د وګړو په شخصي ژوند کې د مداخلې په معنا ګڼي.
د ښار یوه اوسېدونکې چې له مېړه سره یې د یوه هوټل مخې ته ولاړ وو، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته په خپلو خبرو کې وویل: «زه نه پوهېږم چې زموږ یو ځای کېناستل څه ستونزه جوړوي. موږ مېړه او ښځه یو، د خپلې کورنۍ غړي یو. دا په شخصي ژوند کې مداخله ده او هېڅ اسلامي دلیل نه لري.»
د امر بالمعروف له لوري په رسټورانټونو لګېدلی دا نوی بندیز که څه هم د عامو خلکو له غبرګونونو سره مخ شوی، خو ځیني کسان چې ځان د اسلامي ارزښتونو ملاتړي بولي، د طالبانو له دې پرېکړې ملاتړ کړی دی.
قاري ابوبکر چې د کابل ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکی دی، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي: «اسلام د ښځو او سړیو تر منځ د محرمیت حدود ټاکلي دي. ګډې ناستې ډېری وخت ناوړه پیغامونه ورکوي. که څوک غواړي له کورنۍ سره خواړه وخوري، نو په خپل کور کې دې دا کار وکړي، خو په عام ځای کې باید اصول مراعت شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې له کابل څخه باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۶مه) وویل، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان له څو ورځو راهیسې په کابل کې کور په کور ګرځي، کورني سینګارتونونه بندوي او د هغوی وسایل له ځان سره وړي.
دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان د ښځو پر فعالیتونو بندیز لګوي. له ۲۰۲۱کال راهیسې د نجونو ښوونځي، پوهنتونونه، دفترونه، پارکونه او مسافرت ټول د محدودیتونو لاندې راغلي دي. اوس، تر دې بندیزونو وروسته کور هم د مېرمنو لپاره د کار ځای نه دی پاتې شوی.
د ښځو له اړیکو او کلتوري ژوند وروسته، اوس د هغوی د عامه ځایونو د کارونې محدودیتونه هم ورځ تر بلې ډېرېږي.
د ښځو د حقونو فعالان وايي، چې دا ډول بندیزونه یوازې د ښځو پر ژوند نه، بلکې د کورنیو پر ټولنیز جوړښت هم منفي اغېز کوي. لیلو افغان چې د ښځو د حقونو فعاله ده، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي: «کله چې ښځه د مېړه ترڅنګ په یوه عام ځای کې د خوړو اجازه نه لري، دا یوازې د ښځو د حذف کولو د لړۍ یوه بله لړۍ ده.»
په همدې حال کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت چارواکو په نارسمي ډول افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې دغه اقدام د «اسلامي شریعت د عملي کولو» برخه ده او ټول رسټورانټونه باید د دې سپارښتنې جدي پلي کولو ته ژمن وي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور وايي، له امریکایانو سره د مذاکراتو تر بریا وروسته د بین الافغاني مذاکراتو پرمهال د جهوریت پلاوی غیر منسجم و، چې له امله یې هېڅ هوکړې ته ونه رسېدل او د مذاکراتو په جریان کې په افغانستان کې بدلون راغی.
نوموړي له یوې طالب پلوه رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې له امریکایانو سره تر بریالیو مذاکراتو وروسته د جمهوریت له پلاوي سره د حکومت په ادرس د مذاکراتو نه کولو له ټینګار وروسته یې د بین الافغاني مذاکراتو تر عنوان لاندې مذاکرات پیل کړل.
عبداللطیف منصور وايي:«زموږ موقف له تېر حکومت سره په مذاکراتو نه کولو باندې ټینګار و، بلکې موږ د افغاني جهتونو سره پر مذاکراتو ټینګار کاوه. یعنې دغه مذاکرات به په دې معانا نه وي، چې موږ له حکومت سره مذاکرات کوو. دغه افغاني جهتونه دي راغلي دي، افغانان موږ ورسره خبره کوو. نو ځکه یې هلته دغو مذاکراتو ته د «بین الافغاني مذاکراتو» عنوان ور کړ.»
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې په بین الافغاني مذاکراتو کې د جمهوریت پلاوی غیر منسجم و او د طالبانو تله پرې درنه وه.
منصور وايي: «کله چې به زموږ او جمهوریت د پلاوي ترمنځ مذاکرات پیل شول، نو هغوی به په مذاکراتو کې ډېر بند راتلل. موږ چې به یوه موضوع ورته وړاندې کړله، زموږ د ټولو به پرې اتفاق و، دوی چې به هلته وړاندې کړه دوی نه سره پرې جوړېدل. د یوه به یو نظر و، د بل به بل نظر و. ډېره عادې خبره به وه، خو په اونیو اونیو به یې وخت ونیوه. مسله به اوږده شوه.»
نموړي ویلي، چې د جمهوریت پلاوي غیر مسنجموالی د دې لامل شو، چې کومې پایلې ته له رسېدو پرته د مذاکراتو د جریان پرمهال په افغانستان کې بدلون راشي.
د جون پر ۱۹مه، کابل د دفاعي مشرتابه د بدلون اعلان وکړ او جنرال بسمالله محمدي د دفاع وزارت سرپرست شو او جنرال ولي محمد احمدزی لوی درستیز، خو په کندهار کې یوازې د ژړۍ، ډنډ، دامان، پنجوايي، سپین بولدک او تخته پل ولسوالۍ لا د حکومت تر کنټرول لاندې وې؛ جګړه د ښار پر کمربندي حوزو متمرکزه وه.
د جولای پر ۵مه د کورنیو چارو وزیر عبدالستار میرزکوال او لوی درستیز ولي محمد احمدزی کندهار ته راورسېدل، خو د دوی راتګ د جګړې د شدت مخه ونه نیوله. سپین بولدک، تخته پل او ډنډ لا هم تر سختو بریدونو لاندې وو او د ښار درې څنډې د پرلهپسې ډزو او چاودنو شاهدې وې.
د کورنیو چارو او ملي فاع وزارتونو هڅه کوله کندهار ښار خوندي کړي، خو د امنیه قوماندانۍ په تشکیلاتو کې بدلون او د تادین خان او د هغه د نږدې کسانو بې واکه کېدو یو شمېر سرتېري، چې تر ډېره د جنرال رازق کورنۍ ته وفادار وو، له جګړې زړه ماتي کړل.
د جولای پر ۸مه جنرال سالم احساس د امنیه قوماندان په توګه وټاکل شو، خو د امنیتي کرښو بېرته رغول او سرتېرو ته بېرته ډاډ او روحیه ور کول اسانه کار نه و.
خو ولسوالۍ یو په بل پسې سقوط کېدې او د جولای پر ۲۴مه، د ښار مهمه دروازه پنجوايي د طالبانو لاس ته ولوېده. د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان نظرعلي د تادین خان نږدې ملګری و او تر دې وړاندې د ارغستان، خاکریز، معروف او میوند ولسوالیو د لویو لارو قوماندان و، چې لا له وړاندې د نوموړي د ماموریت پرمهال سقوط شوې وې.
په همدې ورځو کې حکومت د «ولسي پاڅون» تر نامه لاندې خلکو ته وسلې ورکړې، چې د طالبانو پر وړاندې ودرېږي، خو د جګړې په ډګر کې حقیقت بل څه و، ځکه حکومت خپلو رسمي امنیتي ځواکونو ته اکمالات او روحیه نه شوای ورکولای، نو ولسي پاڅون والو څه کولی شوای؟
د جګړې د پیل او پای ورځې
په کندهار کې د جګړې له شدت او قبیلوي مخالفتونو سره هممهاله د اګسټ پر څلورمه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د کندهار د قومي او نفوذ لرونکو کسانو ترمنځ له ناستې وروسته تادین خان بېرته کندهار ته ولاړ چې له خپل نفوذ څخه په استفادې په ښار کې د جګړې او د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي، خو کندهار ته د تادین خان سفر د جګړې پر لیکو مثبت اغېز نه درلود.