طالبان وایي د هرات پاشدان بند به سبا ته په رسمي ډول پرانیستل شي

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت په یوه رسنیز بلنلیک کې ویلي، چې یاد وزارت پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو د څلورمې کلیزې په مناسبت د هرات د کرخ ولسوالۍ د پاشدان بند د پنجشنبې په ورځ (سبا) په رسمي ډول پرانیزي او ګټې اخیستنې ته یې سپاري.