طالبانو په سرپل، خوست او پکتیا ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو له امله ۲۴ کسان په دورو ووهل

طالبانو په سرپل، خوست او پکتیا ولایتونو کې له کور څخه د تېښتې، زنا، نامشروع اړیکو، غلا، ټلیفوني اړیکو او قتل په تور د څلورو ښځو په ګډون ۲۴ تنه په عام محضر کې په دورو ووهل.