دې پېښې ته چې افغانستان یې يو ځل بيا د تمدن او د دولت ـ ملت کېدو له مسیره بېل کړ، هر څوک د خپلې قومي، سياسي، ټولنيزې، مذهبي او اقتصادي مرتبې له زاويې ګوري. له همدې امله، له دې شننې زما موخه د نورو ملامتول يا د هغوی تېروتنې او نیمګړتياوې برجسته کول نه دي. زه هم، د خپلو سياسي تړاوونو، د قدرت د جوړښتونو، سيمهييزو، قومي، ژبنيو، سيمهیيزو او تاريخي مناسباتو تر اغېز لاندې، خپل نظر څرګندوم.
لومړی
له نېکه مرغه ټولنیزو شبکو او انټرنېټ ته عام لاسرسی شته او ډېر هغه موارد چې زه دلته ورته اشاره کوم، په اسانۍ موندل کېدای شي. زما لومړۍ خبره د جمهوريت په جوړښت کې او د اساسي قانون پر بنسټ د مرستيال ولسمشر د رول په اړه ده. د مرستيال ولسمشر واکونه په اساسي قانون کې په څرګند ډول نه دي تعريف شوي او د دې واکونو حدود د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي. د واکونو او مسوولیتونو ټاکل د مرستيال ولسمشر او ولسمشر ترمنځ د اړیکو په کچې پورې تړلي وو.
خو له ما د خلکو تمې یوازې د جمهوریت په جوړښت کې د موجودو یا ناموجودو واکونو پر اساس نه وې، بلکې ډېری زما سیاسي، قومي او تاریخي ريښو ته ورګرځېدلې. دا چې زه د ملي قهرمان شهيد احمدشاه مسعود د سرتېرو له ډلې وم، خلکو تمه لرله چې د هغه له عمومي لیدلوري او سیاسي میراث څخه به دفاع او ساتنه وکړم.
زه چې کله د ولسمشر مرستیال شوم، نه یوازې د ۹۰یمو کلونو د مقاومت مرکزونه ټوټې ټوټې شوي وو، بلکې هره ټوټه یې له اصلي شیرازې خالي وه. د واک په جوړښت کې، لږ تر لږه د مقاومت ساحه زما او د ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ ویشل شوې وه. زه دې ته نه ځم چې موږ هر یوه تر کومه حده د دغو ګټو استازیتوب او ساتنه کوله؛ ځکه دې ته تلل د دې لیکنې اصلي هدف کږوي.
نو هغه کسان چې فکر کوي پوځ یا وسله والو ځواکونو کولای شول یا یې زما په امر عمل کړی وای، د اساسي قانون له روحیې او نص سره اشنا نه دي. له قانوني نظره، ما له خپلو شخصي ساتونکو او نږدې ملاتړو پرته د وسله والو ځواکونو پر هیڅ برخې مستقیم امر نه شوای کولای. د ولسمشر مرستیال باید خپل نظرونه او غوښتنې د هغه وخت دودیزو او بنسټي جوړښتونو لکه د ولسمشر په مشرۍ د امنیت شورا غونډو، ځانګړو امنیتي ناستو او د کابینې غونډو، له لارې عملي کولای.
زما د امنیتي په ځانګړې توګه استخباراتي شالید له امله ولسمشر د امریکا تر فشار لاندې و، څو ما ته په دې برخه کې د مشخصو او پراخو صلاحیتونو له راکولو ډډه وکړي. دا موضوع له سقوط وروسته د هغه په لومړنۍ مفصله مرکه کې په صراحت بیان شوې ده.
کله چې په ۲۰۱۸ کال کې زلمي خلیلزاد له طالبانو سره مستقیمې خبرې پیل کړې او جمهوریت یې شاته پرېښود، ما د ولسي غونډو له لارې سخت او کلک دریځ غوره کړ. زه لومړی کس وم چې په کاپیسا کې مې د خلکو په غونډه کې د خلیلزاد خبرې وغندلې او ومې ویل چې پایله یې د نظام د پایښت او مقاومت او جمهوریت د لاسته راوړنو لپاره خورا خطرناکه ده.دغه دریځونه، که څه هم له ولسمشر اشرف غني سره تر یوځای کیدو مخکې وو، ددې سبب شول چې د امریکا سفارت پر ما زما ددوه کلنې مرستیالۍ پرمهال بندیزونه ولګوي. زموږ اړیکې خورا سړې وې. البته زما او ځینې وخت د هغوی له لوري هڅې شوې چې تفاهم رامنځته شي، خو د لیدلوریو تر منځ واټن ډېر زیات و.
د ریچارډ په نامه په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست، له لوړې څو ورځې وروسته په کوتي باغچه کې زما په موقتي دفتر کې څو ساعته خصوصي ناسته درلوده. د صدارت دفتر لا هم د مارشال دوستم له خوا نه و خالي شوی. ریچارډ هڅه وکړه ما ته ووایي چې که د خپل راتلونکي لپاره هیلې لرم، باید د امریکا د سوله ییز سیاست پر خلاف خبرې ونه کړم. په دې لیدنه کې موږ کومې پایلې ته ونه رسېدو او زما د نیتونو په اړه د هغه اټکلونه، چې له طالبانو سره د بې معنا او ذلایلانه جوړجاړي پر ضد وم، لا پیاوړي شول.
بل ځل مې د حرمسرای په ساحه کې له یوې غونډې وروسته شدیده لفظي شخړه ورسره وکړه او زما د سختو خبرو له اورېدو وروسته یې غونډه پرېښوده. د امریکا سفارت مکرراً له ما غوښتل چې د شپږ نیمو بجو [شش ونیم] د غونډو اعلامیې باید د طالبانو پر ضد نه وي او باید څرګنده نه کړو چې طالبان د هدفمندو وژنو او ښاري بمي چاودنو، چې ډیری یې مسوولیت پرغاړه نه اخېست، مسوول دي، ځکه خلیلزاد یوه اصطلاح رامنځته کړې وه چې د «تاوتریخوالي کمول» یې ورته ویل.
د بېلګې په توګه، طالبانو د جمهوریت له سقوط وروسته یو نوملړ خپور کړ چې پر ما په شویو بریدونو کې د شاملو ځانمرګو کسانو نومونه پکې وو، خو مخکې یې په دې کې له لاس لرلو انکار کاوه. د زنبق څلورلارې د چاودنې موضوع هم له همدې ډول جرمونو څخه وه. امریکا هڅه کوله د دوحې تړون توجیه کړي او د طالبانو د جرمونو افشا کولو د واشنګټن د روایت حیثیت زیانمناوه.
ما کولای شوای لوی کارونه ترسره کړم، ځکه هم مې تجربه درلوده او هم انرژي، خو پر ځواکونو مې مستقیم امر نه شوای کولای. اوس چې د خپل هغه وخت د صلاحیت حدودو ته ګورم، له ځان پرته بل څوک نه ملامتوم. که زما صلاحیت کم و، باید مې همغه وخت اعتراض کړی وای. ښایي په افغانستان کې زه یوازینی کس وم چې د سهار لمونځ مې تل په خپل دفتر کې ادا کاوه. هڅه مې دا وه چې افغانستان هغې فاجعې ته ونه غورځي چې ور ولوېد.
دوهم
له طالبانو سره د خبرو اترو تګلاره. هغه څه چې د افغانستان سیاسي قشر یې بولي، ډېر ویشل شوی و او هېڅ سیاسي ډلې په صادقانه او یوه زړه د دولت د مذاکراتي دریځ روښانه ملاتړ نه کاوه. هر ځل چې خلیلزاد کابل ته راتله، له ولسمشر سره له لیدنې وړاندې یې له مختلفو کسانو سره ناستې کولې او دغه لیدنې یې رسنیزې کولې څو ولسمشر ته وښيي چې تاسې د جمهوریت تر چتر لاندې یوازینۍ سوله جوړوونکې مرجع نه یاست.
هغوی چې تر ولسمشر وړاندې له خلیلزاد سره لیدل، ځانونه یې مهم انګیرل او پر ارګ ټوکې او نیوکې یې یو ډول ځواک او ویاړ باله. د شخړې او نفاق رامنځته کولو لپاره د خلیلزاد شیطاني تاکتیک بشپړ څرګند و. د خلقت له پیدایښت راهیسې د انسان د ګمراه کولو په برخه کې د شيطان رول هېڅکله کم نه و. د جمهوریت منزوي کول د امریکا د نوې ستراتیژۍ یوه بنسټیزه برخه وه.
لکه څنګه چې ما په خپلو خبرو کې چې ټولې په انټرنیټ کې د لاسرسي وړ دي، تشریح کړې، زه پوهیدم چې دا طریقه هېڅ نتیجه نه ورکوي. خو په جمهوریت کې زما لیدلوری ټولیز نه و. ځینې وختونه ما ته د «دوزخ ورساتي» په سترګه کتل کېدل، چې ګنې له غوسې پرته بل څه نه وایم، او له اور او جزا پرته بل څه نه لرم. حقیقت خو دا و چې زه، د خپل کار او تجربې د تاریخچې پر اساس، پوهیدم چې نه یوازې طالبان بدل شوي نه دي، بلکې لا بدتره هم شوي دي.
کله چې د امریکا سفر رامخې ته شو، چې دا د جمهوریت د رهبرۍ وروستی سفر و، ما هڅه وکړه ولسمشر قانع کړم چې زه ورسره لاړ نه شم؛ ځکه زما نوم په لیست کې نه و او بلنه مې نه وه ترلاسه کړې. د چارو ادارې رییس ډاکتر فضلمحمود فضلي د ولسمشر په استازیتوب ما ته پیغام راولېږه چې د وطن په خاطر له تشریفاتو او رسمیاتو تېر شم او د ورور په توګه په دې سفر کې د محمد اشرف غني ملتیا وکړم. ومې مانه.
واشنګټن ته له رسیدو وروسته د افغانستان سفارت یو ضیافت ترتیب کړی و چې له سلو زیاتو پخوانیو امریکايي چارواکو، څو اوسنيو چارواکو، جنرالانو، سفیرانو، مهمو خبریالانو او لابيګرانو پکې ګډون کړی و. ولسمشر ډېر په احتیاط خبرې وکړې. د هغه منطق دا و چې سبا له بایدن سره ملاقات لرم او که دلته توندې خبرې وکړم، هغه به په ترسره شوي کار کې واقع شي او خبرې به بې محتوا شي.
د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي ای اې) پخواني رییس جنرال ډېوېډ پټریوس د ولسمشر له خبرو وروسته پورته شو او ویې ویل چې امریکا په افغانستان کې د یو جنایت ترسره کولو په درشل کې ده او دا د بښلو وړ نه دی. هغه د امریکایي ځواکونو حتمي وتلو او له طالبانو سره پټې موافقې ته اشاره وکړه. دا د غونډې تر ټولو سخته څرګندونه وه او نورو ګډونوالو هم په همدې تړاو خبرې وکړې.
ولسمشر ماته وویل: «پرېږده چې بایډن دا خبرې د دوی له خولې واوري او موږ خپله خبره د سبا د خبرو لپاره وساتو».
تام وېسټ، چې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی شو، هم په دې غونډه کې حاضر و. سبا، د بایډن له لیدنې وړاندې، په امریکایي ورځپاڼو کې د هغه د ادارې پر ضد هېڅ بد خبر خپور نه شو او په دې توګه د بایډن ابرو په هغه ورځ وساتل شوه.
په سپینې ماڼۍ کې د پلان له مخې زه شاوخوا یو ساعت د انتظار په تالار کې وم ځکه زما نوم په پروتوکول کې نه و او زما حضور غیررسمي و. وروسته یې زه د مذاکراتو خونې ته رهنمایي کړم. له یوه ساعت وروسته، د ملاقات خونې ته داخل شوم چې داسې ښکارېده اصلي خبرې پای ته رسېدلې وې. بایډن له خپل ځایه پورته شو او ویې ویل: «مرستیال کېدل سخت کار دی؛ داسې کار چې مننه نه لري او ټول اعتبار یې ولسمشر ته رسي. زه پخپله مرستیال پاتې شوی یم او ستا له زړه خبر یم».
هغه له ما وغوښتل چې که کومه خبره یا تبصره لرم، بیان یې کړم، ځکه وخت لږ و. ما وویل: «حتمن ستاسې خبرې به له ولسمشر او د سولې شورا رییس سره ډېرې ښې وې، زه یوازې درې پوښتنې لرم:
لومړی، که د دوحې تړون هدف سوله ده، ولې د جمهوریت د وسلهوالو ځواکونو لپاره ستاسې ټول لوژستیکي او اکمالاتي سیستم د ۲۰۲۱کال د سپتمبر پر لومړۍ نېټه پای ته رسېږي او د تمدید لپاره یې هېڅ هیله نشته؟ ځکه دا قراردادونه باید څو میاشتې مخکې تمدید شوي وای.
دویم، که طالبان د دوحې تړون د روحیې پر خلاف یرغل وکړي، بیړنی پلان څه دی؟ یا دا چې له جمهوریت نه هیله پرې شوې او د دوحې تړون په اصل کې د رژیم بدلون دی؟
درېیم، ایا تاسې په ذهني توګه د جمهوریت د سقوط لپاره چمتو یاست؟».
پوښتنې توندې وې، خو بایډن په ارامۍ سره وویل چې دا معقولې پوښتنې دي. هغه زیاته کړه: «موږ به د جمهوریت له نظام څخه ملاتړ ته دوام ورکړو، خو تخنیکي جزئیات به تاسې ته د دفاع وزیر او د سي ای اې مشر ووایي».
زموږ بله لیدنه د دفاع له وزیر جنرال لوېډ استین سره وه او درېیمه لیدنه د سي ای اې له مشر سره وشوه. یو نیم ساعت مو په پینټاګون کې او نږدې درې ساعته مو د استخباراتو مرکزي ادارې (سي ای اې) په مقر کې ناسته وکړه. وروسته څرګنده شوه چې دوی دواړو دنده درلوده، چې موږ وغولوي. ټول تدابیر او ژمنې یې چې راکړې، غولول وو. د دغه فریب هدف دا و چې موږ د دفاع لپاره له امریکا سره له همغږۍ پرته کوم اقدام ترسره نه کړو، څو د طالبانو د راوستلو سازش شنډ نه شي او د جمهوریت وسله وال ځواکونه خپله وړتیا او باور له لاسه ورکړي.
زه د دواړو لیدنو جزئیات لرم. ددوی هیڅ ژمنه عملي نه شوه، خو تر وروستۍ شېبې پورې یې په عملي کېدو ټینګار کاوه. خدای دې ځواک او فرصت راکړي چې په راتلونکي کې د دې دواړو لیدنو تفصیل ولیکم.
دریېم: له تاکتیکي اړخه اړین تدابیر
زه د پرسونل ضد او وسایطو ضد ماینونو د پېرلو او د هغوی د پراخې ښخونې پلوی وم، څو د طالبانو په لارو کې ځای پر ځای شي. په ډېرو عملیاتونو کې د طالبانو برلاسی ماین و. د ماین نشتوالی زموږ له سترو کمزوریو ګڼل کېده، ځکه افغانستان له وړاندې د ماین نه کارولو تړون لاسلیک کړی و. همدارنګه، زه د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) د اخیستلو پلوی وم. د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي اتمر هم هڅه کوله ټول قانع کړي چې د ډرون اخیستل مهم دي. هغه زما او د ډرون جوړونې د یوې ترکۍ کمپنۍ تر منځ لیدنه تنظیم کړه، خو زه بیا هم د ولسمشر مرستیال وم او په دې ډول مواردو کې مې مستقیمه پرېکړه نه شوای کولای.
زه د خلکو د وسلهوالولو او د کور په کور، کوڅه په کوڅه او ګذر په ګذر مقاومت پلوی وم، خو یوازې وم. نورو خلکو دا ډول تدابیر د سولې او جوړجاړي د لویو توافقاتو مخالف ګڼل. ولسمشر اشرف غني د ډېرو بانفوذه کسانو وړاندیزونو ته مثبت ځواب ورکاوه او زما لیکلي وړاندیزونه یې هم تاییدول.
د هغه د امر له مخې په وروستیو اونیو کې پیسې د ملي امنیت له عمومي ریاست څخه وېشل کېدې. ټول هغه شخصیتونه چې ادعا کوي د مقاومت لپاره چمتو وو، خو اشرف غني له دوی ملاتړ ونه کړ، دروغ وايي. زه نه غواړم نومونه واخلم، خو اشرف غني په وروستیو اونیو کې د مقاومت د مدعیانو هېڅ غوښتنه رد نه کړه.
سره له دې ځینو دغو کسانو په شپو شپو له خلیلزاد سره مشوره کوله چې حتماً به یې ویل طالبان بدل شوي او له تاسې سره به جوړجاړی کوي؛ ځان مه په زحمت کوئ. کله چې له بهره د ماین پېرلو هیله پوره نه شوه، ځکه د امریکا او ناټو له سخت مخالفت سره مخ شوو، غیر متعارفو تدابیرو ته مې مخه کړه. هڅه مې وکړه چې د ماین جوړونې کارخونې جوړې کړم.
ناویلې پاتې نه شي چې د ناټو مشر په ټیلیفوني تماس کې اشرف غني ته ویلي و، چې د سولې د بهیر د بریا لپاره باید طالبان اعدام نه شي او ماینونه وانخیستل شي. د ناټو د سرمنشي ینس ستولتنبرګ دغه مکالمه لا هم پر ټویټر موجوده ده.
ولسمشر له لوېدیځ سره اړیکه بنسټیزه بلله، خو زه له ډېر وخت راهیسې پوهېدم چې لوېدیځ په خیانت بوخت دی. له سقوط نه یوازې لس ورځې مخکې ولسمشر راته وویل: «که کولای شې، همغه د ماین جوړونې ماشین چې وړاندیز دې کړی و، فعال کړه.» که څه هم د ولسمشر د مرستیال دنده د ماین جوړونې کارخونې برابرول نه وو، خو بیا مې هم ژر هغه کسان راوبلل چې پېژندل مې او د ماشین د جوړولو په تیاري بوخت وو، چې پېښې چټکې شوې.
زما هڅه دا وه چې تاکتیکي فعالیتونه زیات کړم، څو ستراتیژیک سقوط ورو کړم او جبران یې کړم. پر همدې اساس مې له سلګونو ستونزو سره سره د کابل د ولسوالیو کمربند وساته، څو لږ تر لږه د طالبانو تر راتګ مخکې د ګډوډۍ مخه ونیول شي. خو باید بیا ووایم چې دې هېڅ یوه له هغو مسوولیتونو او صلاحیتونو سره چې ماته تعریف او سپارل شوي وو، سمون نه درلود.
څلورم: د تبلیغاتو رول او د دولت بدنامول
هغه رسنۍ چې د لوېدیزوالو، په ځانګړي ډول د امریکا سفارت له لوري تمویلېدې، دنده یې لرله چې دولت په ناحقه د سولې د خنډ په توګه وښيي. دا پروګرام د یوې ديکته شوې طرحې پر بنسټ پر مخ وړل کېده.خلک پوهېږي مثلاً طلوع، چې د جمهوریت له برکته یې شهرت او شتمني ترلاسه کړې وه، څنګه ارتجاعي چلند وکړ او ښکاره تسلیم شو. د ولسمشر داسې انځور وړاندې کېده لکه هغه چې د قدرت تږی وي، په داسې حال کې چې هغه به په هره ناسته کې ویل چې هدف یې د انقطاع او شړېدنې مخنیوی دی، نه په قدرت کې پاتې کېدل.
د ولسمشر د دې جملو او منطق انعکاس د تمویل شویو رسنیو په ګټه نه و او اجازه نه ورکول کېده چې خپاره یې کړي. هغوی دنده لرله چې د طالبانو یو مثبت، خیالي او جعلي انځور وړاندې کړي. سیاسي مشرانو په دې کې هېڅ ګټه نه لیدله چې د دولت مثبتې خبرې خپرې کړي او څومره یې چې توان و، د هغه د څنډې ته کولو لپاره یې وکاراوه. باور دا و چې طالبان یوازې یو ټکی په نښه کوي: ارګ او بس.
پنځم: د مشکوکو او غچ اخیستونکو ګاونډیانو رول
د پاکستان د نقش په اړه ډېر څه ویل شوي دي. هغه څه چې نن د طالبانو تر نوم لاندې حاکم دي، په اصل کې هغه تشکیلات دي چې پاکستان د شلو کلونو لپاره په خپل هېواد کې په جلاوطنۍ کې ځای پر ځای کړي وو او ملاتړ یې کړی و. د افغانستان د سقوط په برخه کې د پاکستان مخرب رول په کافي اندازه څېړل شوی دی.
د بېلګې په توګه، قاري فصیحالدین فطرت، چې د طالبانو په اصطلاح «لوی درستیز» بلل کېږي، له ټپي کېدو وروسته د یو کال لپاره د پېښور په حیات اباد روغتون کې بستر و او د پاکستان د پوځ د استخباراتو اداره (ایاېس ای) یې د امنیت ساتلو مسوله وه. د دې په اړه چې پاکستان څنګه په مسلکي ډول د جمهوریت پر ضد جګړو ته سوق او اداره ورکوله، پراخ وخت ته اړتیا لري چې له دې لیکنې بهر دي.
دغه طالبان چې د «ملا» او «مولوي» په وروستاړي واکمن شوي دي، په حقیقت کې یو مخ ته ټېل وهل شوی ځواک و چې اصلي سوق او اداره یې د پاکستاني پوځیانو په لاس کې وه. زموږ له سترو تېروتنو څخه یوه دا وه چې کله د لوېدیزوالو له نیتونو پوه شوي وو، باید مو له ګاونډیانو سره ژر پراخې دفاعي اړیکې جوړې کړې وای او د ناټو خیانت مو د سیمې په کچه د بدیلې عقبې په جوړولو جبران کړی وای.
ولسمشر غني په یوه مرکه کې وویل چې دی پر لوېدیځ د باور او هغو لاسلیک شویو هوکړه لیکونو قیمت پرې کوي چې هېڅکله عملي نه شول. له تیوريکي نظره، باور دا دی چې د ۲۰۰۱کال د سپتمبر یوولسمې پېښې له مذهبي افراطیت سره د امریکا په ستراتیژیکو اړیکو کې ګډوډي راوستله خو د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته واشنګټن نه یوازې دا چې نه یې غوښتل طالبان مات شي، بلکې هڅه یې وکړه هغوی د خپلو سترو امنیتي ګټو په دایره کې وکاروي او همداسې وشول.
شپږم
د ۲۰۲۱کال د اګست پر۱۲مه،د پنجشنبې په ورځ، جناب ډاکتر عبدالله عبدالله له قطره بېرته راستون شو او د ارګ امنیتي بېړنۍ غونډې ته دعوت شو. د بېلابېلو شخصیتونو د راپورونو تر اورېدو وروسته، ما د ملي مقاومت طرح وړاندې کړه. ولسمشر چوپ پاتې شو. ما قصداً مخ ډاکتر عبدالله ته واړاوه او ورته ومې ویل: «جناب ډاکتر صاحب، تاسې تازه راغلي یاست. کومه خبره شته که باید د جګړې لپاره تیار شو؟».
هغه یوازې وویل: «که فرض کړو چې مقاومت جوړېږي، دا تدابیر به د چا له خوا او د کوم جوړښت له لارې عملي کېږي؟ شرایط بدل شوي دي.» کله چې غونډه پای ته ورسېده، د هغه د خصوصي سلام خانې په دروازه کې مې ترې وپوښتل چې زما د مالوماتو له مخې، طالبان د امریکایانو په اشاره د پراخې حملې پلان لري. هغه په احتیاط سره وویل چې په وروستۍ لیدنه کې له طالبانو داسې څه ونه اورېدل شول چې د سولې یا جګړې په اړه قضاوت پرې وشي. له طالبانو سره زموږ ناستې محتوا نه درلوده.
تر دې غونډې مخکې ما څو ځله هڅه کړې وه چې د واقعیت معلومولو لپاره په اصطلاح د « تاوتریخوالي کمولو» پر سرغړونو د څار ګډ کمیسیون جوړ شي. زموږ له لوري جنرال جلال یفتلي، چې ملک هم دی، معرفي شوی و. دا طرح ونه منل شوه. خلیلزاد ویل چې د «د تاوتریخوالي کمښت» په پروسه کې زیاتره سرغړونې د دولت له لوري کېږي. د تاوتریخوالي کمښت بېارزښته اصطلاح هېڅکله تعریف نه شوه. ما د دې دروغجنې ادعا د رد لپاره د رښتیاازموینې د کمیسیون وړاندیز کړی و، خو هېڅکله جوړ نه شو.
پایله
ماله سیاسي منظره د ملي یووالي د ټینګښت لپاره ډېرې هڅې کړې دي او ښايي د شمال له سیمې د هغو لږو شخصیتونو له ډلې یو یم چې کوښښ مې کړی خبرې او کړنې مې د قومي ټپونو د ژورېدو سبب نه شي. خو حقیقت دا دی چې طالبان له یوې ډلې او قبیلوي لښکر پرته، چې بېساری تعصب لري او د افغانستان د قومي او کلتوري تنوع پر ارزښت باور نه لري، ډېر څه نه دي. دین او مذهب یوازې د دوی د سوزنده تندې د پټولو پوښ دی چې د قدرت د ساتلو لپاره یې کاروي. کله چې د دوی ګروپي ګټې له خطر سره مخ شي، قران د قدرت قرباني کوي.
روښانه بېلګه یې د دوی د لوړپوړو غړو د اخلاقي او جنسي رسواییو پر پېښو، چې بدبویۍ یې ټول انټرنېت په سر نیولی او په امریکا کې د جفري اپستین له دوسیې هم بدترې شوې، سترګې پټول دي. د جمهوریت له سقوط وروسته چې څه جوړ شوي، «طالبستان» دی او د سمبولونو او ارزښتونو له برخې د افغانستان په نامه څه نه دي پاتې؛ نه اساسي قانون شته، نه ملي سمبولونه، او نه په واک کې د خلکو ګډون.
په همدې لاملونو، د طالبانو جوړښت نړېږي او بې له شکه به ونړېږي. زه یې یوازې د نړېدو ډول نه شم ښودلی، خو د نړېدو اصل حتمي دی.
زه د «افغانستان د زرغون بهیر» (رسا) د سازمان په مشرتابه کې یم. دغه سازمان له ۲۰۱۱ کال راهیسې د طالبانو پر ضد په مبارزه کې د خپلې وسې په کچه په بېلابېلو برخو کې رول لوبولی او لوبوي. د جمهوریت له سقوط وروسته په وروستیو څلورو کلونو کې د رسا لسګونه غړي شهیدان شوي او ګڼ نور د طالبانو په زندانونو کې اسیر دي. موږ ښه پوهېږو چې د طالبانو پلټونکي او مستنطقین زموږ همسنګران په کومو خبرو او الفاظو سره تر روحي شکنجې لاندې نیسي. ان کله چې د طالبانو د محکمې د حکم پاڼه وینو، پوهېږو چې د دې قضاوتونو بنسټ څه دی. د طالبانو د ډېرو قضاوتونو اساس نه شریعت دی، نه مدني قانون او نه عرف؛ بلکې مطلق تعصب، سخته کرکه او غرور یې بنسټ جوړوي.
د دې ټولو ستونزو او قربانیوله منلو سره سره، زموږ عزت او ابرو دا ده چې تر سقوط وروسته وضعیت مو ونه مانه او نه به یې ومنو. طالبان مو ونه منل او نه به یې ومنو. دا زموږ تاریخي ویاړ دی. د ازاد ژوند لپاره باید قیمت ورکړل شي.
زه د ۲۰۲۱ کال د اګست پر۱۵مه، د یکشنبې په ورځ، د پنجشیر په باغسرخ کې خپل پلرني کلي ته د ۱۱:۴۰ بجو په شاوخوا کې ورسېدم او له یوې شېبې ارامۍ پرته مې د خلکو په بسیج لاس پورې کړ. د کافي اندازه پیسو او لږ شمیر وسلو په مرسته چې په واک کې مې وې، وتوانېدم د طالبانو پر ضد د مبارزې په جوړښت کې برخه واخلم او خپل رول ترسره کړم. د معنوي او سیاسي اړخونو ترڅنګ، د طالبانو پر ضد د مبارزې د پراخولو لپاره پیسو، وسلو او خلکو ته اړتیا وه. دغه درې عناصر مو تر یوه حده لرل. اوس هم په کافی کچه منابع لرو، چې طالبان د ثبات ادعا ونه کړای شي.
طالبان افغانستان ته ثبات نه شي وربښلای. ثبات یوازې له کابل نه تر کندهار پورې د بېخطره سفر معنا نه لري؛ دا د بې مټې او رېږند ارامۍ یوه وړه برخه ده. د طالبانو برتري په دې کې ده چې په جنوب، جنوبلویدیز او ځینو ځانګړو شمالي ولسوالیو کې شاوخوا درې سلنه خلک یې وسله وال کړي او د خپلو انحصاري تشکیلاتو د ساتنې لپاره معاش ور کوي. دا توان په اوس وخت کې د افغانستان د نورو سیاسي او قومي ځواکونو په واک کې نشته.
خو تاریخ ښودلې، چې تر څو داخلي ټپونه او بېاعتمادي نه وي رغېدلي، ثبات نه رامنځته کېږي. ثبات د هیلې بنسټ دی او هیله پرمختګ او پراختیا راوړي. هغه ارامښت چې په ویره او ځپلو ولاړ وي، هېڅکله د پانګونې د هڅونې، د خلکو په منځ کې د مالکیت حس پراخېدو او د دولت ـ ملت د ظهور لامل نه ګرځي.
وضعیت حتماً بدلېږي، ځکه د وسلو ترلاسه کولو مساله زیاتره تخنیکي ده نه ستراتیژیکه، یوه ورځ حتماً حل کېږي. کله چې د وسلو مساله حل شي، نو خلک به د افغانستان په تاریخي ژبې یانې دزور او تاوتریخوالي په ژبې له طالبانو سره خبرې وکړي. اوس مهال په افغانستان کې فارسي او پښتو دواړې په تعلیق کې دي او د ټوپک میل د هېواد تر ټولو عامه او رسا ژبه ګرځېدلې ده.
ددې لپاره، چې د طالبانو د شړېدو پر سبا د ټولو قومونو ترمنځ د وطنپالنې احساس لږ تر لږه زیان وویني، موږ به خپلې ټولې هڅې وکړو چې زموږ حرکت د افغانستان د جوړولو او بیا اعادې پر فکر ولاړ وي، نه پر یوه قومي تکبر د بل قومي تکبر اعاده کول. موږ د «طالبستان» د ړنګولو او د افغانستان د بیا اعادې لپاره مبارزه کوو.