له هند سره تر شخړې وروسته؛ پاکستان د توغندیو د څارنې لپاره په پوځي برخه کې نوی ځواک جوړوي

له هند سره تر وروستیو نښتو وروسته پاکستان په پوځي برخه کې یو نوی ځواک جوړوي، چې د توغندیو د وړتیاوو څارنه وکړي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ ناوخته په یوه غونډه کې د دغه ځواک د جوړولو اعلان کړی دی.
د هغه په وینا؛ دغه ځواک به پر پرمختللې ټېکنالوژۍ سمبال کړي.