د پاکستان د ترهګرۍ ضد اداره: په پېښور کې د داعش ډله له‌منځه وړل شوې

د پاکستان د ترهګرۍ ضد څانګه (سي‌ټي‌ډي) وایي، چې په پېښور کې یې د داعش خراسان ډله په بریالیتوب سره له‌منځه وړې او پر وړاندې یې یوشمېر لوی عملیات په بریالیتوب سره پای ته رسولي دي.

یادې ادارې ویلي، چې د مولوي منیر شاکر په وژنه کې ښکېله ډله هم پېژندل شوې او د مجرمینو د نیولو هڅې روانې دي.