کرزي پر نورستان د پاکستان د هوايي برید د رپوټونو په اړه اندېښنه ښودلې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ځینو رسنیو د وروستيو راپورونو په اوریدو، چې ګواکې پاکستان په نورستان ولایت کې هوايي برید کړی، ژوره اندېښنه ښودلې او له پاکستان څخه یې غوښتي چې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.
کرزي د پنجشنبې په ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي، چې پاکستان باید د نړیوالو اصولو او قواعدو له نقض په ډډه کولو سره، له افغانستان سره د پرمختللو اړیکو او ښه ګاونډیتوب له لارې چلند وکړي.