• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د سوداګرۍ خونې اندېښنه؛ د افغان کډوالو اېستل پر اقتصادي وضعیت منفي اغېزې لري

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۱۰ GMT+۱

د ایران سوداګرۍ خونې خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو د اېستلو پراخې او ناڅاپي اېستلو څپې د دغه هېواد پر اقتصاد منفي اغېزې کولای شي. دغې خونې ټینګار کړی، چې په دغه کډوالو کې د کارګرو لېږد به د تولید لګښتونه لوړ کړي او د ودانیزو چارو تر څنګ به بېلابېل صنعتونه اغېزمن کړي.

د دغې خونې د څېړنیز مرکز د راپور له مخې؛ د ۱۴۰۲کال په ترڅ کې د افغانستان کارګرانو د کرنې په برخه کې شاوخوا ۸ سلنه، د څرمنو او جامو په برخه کې ۳۰ سلنه او د ودانیز صنعت په برخه کې ۲۳ سلنه د کار ځواک جوړاوه. راپور کاږي، د دغه کارګرو کمې تنخوا او مهارتونه د لګښتونو په کمېدو او د تولید په ډېرېدو کې مرسته کړې ده.

یاد مرکز وړاندیز کړی، چې پر ځای د دې چې کډوال واېستل شي؛ باید د کډوالو کاري ځواک د ځیرک او قانوني مدیریت له لارې د تولید د پیاوړتیا او کاري بازار د توازن ساتلو لپاره وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د ایران او افغانستان ګډې سوداګرۍ خونې په یوه خپره کړې اعلامیه کې د ایران له حکومته غوښتي و چې د نړۍوالو قوانینو په رڼا کې له افغان کډوال سره له حوصلې ډک چلند وکړي‌ او د کارګرو پاتې کېدو اړوند دې هم اقدامات وکړي.

په دې اعلامیه کې اندېښنه ښوول شوې وه، چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر پرته له کافي همغږۍ پیل شوی او هم په کې بېړه شوې ده. یادې ګډې خونې ټینګار کړی، چې دغه بهیر نه یوازې د سوله‌ییز ګډ ژوند له اصولو سره په ټکر کې دی؛ بلکې د دواړو ملتونو تاریخي، کلتوري او اقتصادي اړیکو ته هم زیان رسوي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې؛ یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې له ایرانه تر ۱.۸ مېلیونو ډېر افغان وګړي اېستل شوي دي.

له بلې خوا ډېری افغان کډوال چې له کلونو وروسته خپل هېواد ته ستانه شوي؛ د اوسېدو ځای او د کار موندلو له ستونزو سره مخ دي. د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو هم اندېښنه څرګنده کړې، چې افغانستان وار دمخه له بشري ناورین سره مخ دی او د دغو تازه ستنېدونکو سره په هېواد کې د بې روزګارۍ، فقر او لوږې څپې لا پسې پراخې شوې دي.

همدا راز نیوکې کېږي، چې طالبان دغو تازه ستنېدونکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو ته د رسېدنې په برخه کې پاتې راغلي دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

ذبیح‌الله مجاهد: ملاهبت الله انټرنېټ نه‌کاروي او ان ټلوېزیون هم نه‌ګوري

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۲۸ GMT+۱
ذبیح‌الله مجاهد: ملاهبت الله انټرنېټ نه‌کاروي او ان ټلوېزیون هم نه‌ګوري
100%

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې د دوی مشر ملاهبت الله د شپې ناوخته تر خوب دمخه ځان له معلوماتو خبروي؛ خو انټرنېټ نه‌کاروي او ټلوېزیون هم نه‌ګوري. د هغه په وینا؛ دوی هره شپه د خپل مشر لپاره د ۲۴ساعته خبرونو پېکېج برابروي.

ښاغلي مجاهد بي‌بي‌سي ته زیاته کړې: «خپله دی انټرنېټ نه استعمالوي؛ خو موږ چې کوم معلوماتي پېکېج ورکوو هغې کې د خواله رسنیو موضوعات هم شامل وي.»

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ملاهبت الله د خپل هغه فکر له مخې چې تصویر ناروا ګڼي ټلوېزیون نه‌ګوري؟ د طالبانو ویاند یې ځواب کې وویل: «هو، هغه خپله داسې پاتې شوی چې غږیزې رسنۍ اوري لکه راډیو.»

په دغه مرکه کې ذبیح‌الله مجاهد په ښکاره ټکو ویلي، دوی حاضر نه‌دي چې هېڅ ګوند ته په خپل حکومتي چوکاټ کې ځای ورکړي‌ او ټینګار یې کړی چې سیاسي ګوندونو په افغانستان کې پایله نه‌ده ورکړې. طالبان چې اوس‌مهال د اساسي قانون په نوم هېڅ ښکاره کوم قوانین نه‌لري او خپلسري په کې عامه ده ویاند یې وایي، دوی د قانون په برخه کې کومې تشې سره مخ نه‌دي.

د مجاهد په وینا: «خلک پوهېږي، چې موږ اسلامي حکومت یو. اسلامي شریعت واکمن دی او موږ د قانون خلا سره مخ نه یو. اسلامي شریعت د حکومت لپاره قوانین او برنامه لري، چې خلکو ته واضحه ده.»

هغه زیاته کړې، چې د قانوني کرښو د رامنځته کېدو لپاره یې هڅې روانې دي.

طالبان چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د نجونو پر مخ یې ښوونځي او‌ پوهنځي بند کړي، مشر یې لا هم پر خپل دې حکم تینګ ولاړ دی او د زده‌کړو د بیا پیلېدو هېڅ هیله‌مندي یې نشته.

د دغه ډلې ویاند زیاتوي، چې د دوی مشر د نجونو د عفت خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوي. هغه وایي، ملاهبت الله غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې په یو خوندي چاپېریال کې د نجونو زده‌کړو لپاره باید اسانتیاوې برابرې شي.

په دې مرکه کې د طالبانو ویاند هڅه کړې، چې له یو شمېر پوښتنو په تکتیکي ډول تېښته وکړي او په ښکاره ټکو یې له ځوابونو ډډه کړې. نیوکې دا دي، چې طالبانو نه یوزاې د نجونو زده‌کړو؛ بلکې د‌ ښځو کار او نورو بسنټیزو حقونو په برخه کې هم سخت بندیزونه او محدودیتونه لګولي.

طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ، رسنیو، سیاسي فعالیتونو، مذهبي ازادیو، بشري حقونو او د ژوند په بېلابېلو برخو کې پر افغانانو سخت بندیزونه لګولي دي. له همدې امله دغه ډله ورځ تر بلې له نړۍوالې انزوا سره مخ ده او هېوادونه یې له رسمیت پېژندو څخه هم ډډه کوي.

د طالبانو بندیزونه؛ یونسکو اندېښنه لري، چې تر ۸۰سلنه ډېرې ښځینه خبریالانې بې دندو شوې دي

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۴۹ GMT+۱
د طالبانو بندیزونه؛ یونسکو اندېښنه لري، چې تر ۸۰سلنه ډېرې ښځینه خبریالانې بې دندو شوې دي
100%

د ملګرو ملتونو د ښوونې، ساینس او کلتور ادارې (یونسکو) په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د سیاسي او ټولنیزو فشارونو له امله رسنۍ نه یوازې د پراخو بندیزونو سره مخ شوې؛ بلکې ۸۰سلنه ښځینه خبریالانې هم بې دندو شوې دي.

د یونسکو د بیان ازادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب څانګې مشره اندریا کایرولا په فرانسه کې د افغان ښځو له لوري د بېګم په نوم له یوې رسنۍ څخه د لیدنې پر مهال ویلي: «افغانستان کې د بیان پر ازادۍ او معلوماتو ته پر لاس‌رسي سخت بندیزونه لګول شوي دي».

په راپور کې اندېښنه ښوول شوې، چې د ۲۰۲۱کال تر اګسټ میاشتې وروسته ډېری هغه ښځینه خبریالانې چې د خپلو کورنیو اقتصادي ملاتړ کوونکې وې؛ له دند وشړل شوې او اوس له سخت وضعیت سره مخ دي. همدا راز اندېښنه ښوول شوې، چې نجونې د زده‌کړو او کار په برخه کې هم له سختو ننګونو سره مخ دي او عامه ژوند یې هم سخت محدود شوی دی.

همدا راز ټینګار شوی دی، چې په دغه وضعیت کې د عامه رسنیو له لارې د ښځو لپاره د ښوونیزو پروګرامونو چمتو کېدو ارزښت څو برابره لوړ شوی دی. یونسکو ویلي، چې له پاریس څخه د خپرېدونکې بېګم راډیو د «تبسم خپرونې» څخه دوی مالي ملاتړ کوي او دا یو له هغو خپرونو ده، چې د سپوږمکۍ له لارې د افغانانو تر کورونو رسېږي.

په راپور کې د یادې خپرونې د کوربنې دیبا اکبري له خولې لیکل شوي: «زه خبریاله وم، خو خپله دنده مې له لاسه ورکړه او اړه شوم هېواد پرېږدم. ډېری ښځې او نجونې له رواني ستونزو سره مخ دي. موږ په تبسم کې په ساده ژبه پوهاوی ورکوو او د ستونزو د حل لارې شریکوو.»

همدا راز د بېګم ټلوېزیون د بنسټګرې حمیده امان له قوله زیاته شوې: «نن په افغانستان کې ډېری ښځې له زده‌کړو او کار بې برخې شوې، له ټولنیز ژوند اېستل شوې او په کورونو کې راګیر شوې دي. زموږ دنده دا ده، چې بې‌ غږو ته غږ ورکړو او د هغوی اړیکه له زده‌کړې سره وساتو».

د یونسکو د زده‌کړو د ملاتړ برخې مشره مین کېم جونګ وايي: «د زده‌کړې او رواني روغتیا ترمنځ نږدې تړاو شته. له همدې امله یونسکو د دغه ناورین په لړ کې د رواني او ټولنیز ملاتړ په برخه کې همکاري اړینه بولي».

یونسکو د راپور په پای کې ټینګار کړی، چې د افغانانو د بنستیزو حقونو، زده‌کړو، معلوماتو ته د لاس رسي او بیان ازادۍ په برخو کې ملاتړ ته ځانګړې ژمنتیا لري.

پاکستان هغه ۴۰ تنه افغانان له دې هېواده اېستلي چې المان ته د لېږد په تمه و

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۳۷ GMT+۱
پاکستان هغه ۴۰ تنه افغانان له دې هېواده اېستلي چې المان ته د لېږد په تمه و
100%

د جرمني ټاکس ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې څه باندې دوه زره افغانانو جرمنې ته د تګ شرايط پوره کړي او دا مهال په پاکستان کې د الوتنې په تمه دي. دغې ورځپاڼې ویلي، چې د جرمني له ژمنې سره-سره پاکستان د لومړي ځل لپاره له دې جملې څخه ۴۰ کسان افغانستان ته شړلي دي.

یادې ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) راپور ورکړ، «کابل- لافټبروک» چې د افغان کډوالو د بیا مېشتېدنې ملاتړ کوي، تایید کړه چې پاکستاني پولیسو د لومړي ځل لپاره هغه خلک افغانستان ته شړلي دي، چې د فدرالي پروګرام له لارې په جرمني کې منل شوي وو.

د جرمني حکومت تر اوسه د دغو کسانو اېستل نه دي‌ تایید کړي، خو دغې ورځپاڼې د جرمني د نړۍوالې همکارۍ ټولنې یو اېمېل تر لاسه کړی، چې پکې د اېستل شویو کسانو خپلوانو ته سپارښتنه شوې، تر څو له یوې ځانګړې شمېرې سره تماس ونیسي.

اېستل شوي کسان د شاوخوا ۲،۳۰۰ هغو افغانانو برخه وو، چې په رسمي ډول یې د جرمني قبولي اخیستې او تر اوسه په اسلام‌اباد کې پاتې دي. دوی ته د جرمني د فدرالي پروګرام له مخې ژمنه ورکړل شوې وه، چې ژر به انتقال شي.

راپور زیاتوي، دا د پاکستاني چارواکو له خوا یوازینۍ هڅه نه ده، خو دا لومړی ځل دی چې دوی په دې هڅه کې بریالي شوي.

ویل کېږي، چې تر اوسه پورې په اسلام اباد کې د جرمني سفارت تل د دې کډوالو د نیولو مخه نیولې او مداخله یې کړې ده؛ خو دا ځل د ناکامۍ یا نه مداخلې دلیل روښانه نه دی.

په ورته وخت کې له اسلام اباد څخه سرچینو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته راپور ورکړ، چې پاکستاني پولیسو ۱۷ کورنۍ نیولي دي، چې نږدې ۹۰ کسانو یې جرمني ته د تلو اسنادونه درلودل او له بایومیټریک وروسته یې حاجي کمپ ته لېږدولي دي.

حاجي کمپ هغه ځای دی، چې له هغه ځایه کډوال بېرته افغانستان ته شړل کېږي.

سلګونه د بشري د حقونو فعالان، ژورنالېستان، مدني فعالان، مخکښې ښځې او د پخوانیو جرمني بنسټونو افغان کارکوونکي سره له دې چې د پناه غوښتنې تایید یې ترلاسه کړی، خو لا هم په پاکستان کې له ستونزمن حالت سره مخ دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر پارلمان ته ویلي، چې د پخواني حکومت ژمنو ته ژمن پاتې دي او هڅه کوي له ګواښ سره مخ افغانان راوباسي.

تر دې وړاندې د جرمني لومړي‌ وزیر اعلان کړی و، چې د پناه غوښتونکو په ځانګړي ډول افغانانو د منلو بهیر درول شوی.

سیګار: طالبان د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په ګډه له نړۍوالو مرستو باج اخلي

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۱۰ GMT+۱
سیګار: طالبان د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په ګډه له نړۍوالو مرستو باج اخلي
100%

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) طالبان تورن کړي، چې د زور له لارې له نړۍوالو مرستو باج اخلي او د خپلو شخصي ګټو لپاره یې کاروي. د سیګار په راپور کې راغلي، طالبان د ملګرو ملتونو له ځینو چارواکو سره په ګډه کار کوي او له مرستندویه پروژو باج اخلي.

د سیګار د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو ځینې چارواکي له هغو موسسو څخه چې قراردادونه ترلاسه کوي، رشوت اخلي او بیا دغه پیسې له طالبانو سره شریکوي.

د راپورونو له مخې، طالبان د مرستو د وېش په اړه هم قومي لیدلوری لري او د قومي اقلیتونو لاسرسی یې نړۍوالو مرستو ته محدود کړی دی.

د راپور له مخې، افغانستان ته د لېږل شویو ټولو مرستو یوازې له ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنې پورې مستحقو کسانو ته رسېدلي. امریکا په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان ته نږدې ۴ میلیارده ډالره بشري مرستې ورکړې دي.

راپور کې ویل شوي، چې «طالبان د زور په ګډون له هرې لارې کار اخلي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي، چې مرستې هغه ځای ته ځي چې دوی یې غواړي، نه هغه ځای ته چې مرستندویان یې غواړي.»

سیګار وايي، د بشري مرستو د وېش په اړه د طالبانو نظر قومي دی. دا ډله لېواله ده چې په پښتون مېشتو سیمو کې ډېرې مرستې مصرف کړي، ترڅو د نورو سیمو په ځانګړې توګه قومي اقلیتونو ته زیان ورسوي.

د سیګار په وینا، یو افغان مرستندویه کارکوونکی د طالبانو د پوځي کمپ د افشا کولو له امله وژل شوی، چې خوراکي مرستې یې لوټ کولې.

طالبانو بیا د دې راپور موندنې رد کړې دي.

د طالبانو یوه ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې بهرنۍ مرستې په خپلواکه توګه وېشل کېږي او د طالبانو حکومت د مرستندویه ادارو سره د شفافیت او د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره همکاري کوي.

د دې راپور موندنې د هغو معلوماتو پر اساس دي، چې سیګار له نږدې ۹۰ تنو امریکایي اوسنیو او پخوانیو چارواکو، د ملګرو ملتونو چارواکو او نورو سرچینو ترلاسه کړي دي. افغانو سرچینو هم د دغه راپور په جوړولو کې مرسته کړې ده.

د سیګار دفتر چې په ۲۰۰۸ کال کې په افغانستان کې د امریکا د مرستو د څار لپاره جوړ شوی و، د چهارشنبې په ورځ یې خپل وروستی راپور امریکايي کانګرس ته وړاندې کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د «سمافور» په نوم خبري وېب‌سایټ ته ویلي:«موږ پوهېدو چې د امریکا مالي مرستې مستقیم یا غېرمستقیم د طالبانو په ګټه تمامېږي. خو هغه څه چې زه حیران کړم دا و، چې څومره ډېر غېرحکومتي سازمانونه په ځانګړي ډول ملګري ملتونه په دې انحراف او فساد کې ښکېل دي.»

راپور زیاتوي، چې طالبانو د غېر دولتي سازمانونو فعالیتونه محدود کړي دي. دوی هڅه کوي، چې په دغو بنسټونو کې د خپلو کسانو ګومارلو لپاره مداخله وکړي.

د سیګار دفتر مشرې جین الوییس په دې راپور کې ویلي، چې د نړۍوالو مرستندویو ادارو ترمنځ یو «د انکار کلتور» موجود دی، یعنې دا ادارې د طالبانو له خوا د مرستو د ناوړه استفادې یا فساد په اړه سترګې پټوي.

د نادولتي موسسو یوه کارکوونکي دا هم وویل، چې «لږ تر لږه د نړۍوالو نادولتي موسسو ۲۰ سلنه کارکوونکي له طالبانو سره تړاو لري.»

د راپور له مخې، طالبانو په ځینو مواردو کې له غېر دولتي ادارو غوښتي، چې ځانګړي کسان په خپلو معاش‌ اخیستونکو لېستونو کې شامل کړي، څو هغوی له کار کولو پرته معاش واخلي.

د سیګار پخوانیو راپورونو هم ښودلې وه، چې د امریکا مرستې ځینې وختونه طالبانو ته ګټه رسوي؛ خو دا وروستی راپور په ځانګړي ډول د مرستو د فساد پر تورونو تمرکز کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي: «د ټرمپ ادارې د مرستو د کمولو پرېکړې لپاره ټینګ ټکی هغه وخت و کله چې دوی پوه شول چې طالبان په ښکاره ډول د امریکا مرستې مني او د خپلو ګټو لپاره یې ګرځوي، که د ملګرو ملتونو د لېږد له لارې د نغدو پیسو په بڼه وي یا د توکو او خدماتو په بڼه.»

طالبان د خپلو ګټو لپاره نړۍوالې مرستې غلا کوي، په داسې حال کې چې له ۲۳ میلیون څخه ډېر افغانان اوسمهال نړۍوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه: په ټوله نړۍ کې ۱۵ میلیونه نجونې لا هم له زده کړو بې برخې دي

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۰۴ GMT+۱
ملګري ملتونه: په ټوله نړۍ کې ۱۵ میلیونه نجونې لا هم له زده کړو بې برخې دي
100%

ملګري ملتونه وایي، چې په ډېرو هېوادونو کې نجونې او ځوانې ښځې لا هم له تبعیض سره مخ دي، چې پکې زده کړو ته د نه لاس رسي ستونزه هم پکې شامله ده. دغه سازمان ویلي، اوس‌مهال شاوخوا ۱۵ میلیونه نجونې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له لومړنیو زده کړو بې برخې دي.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو واکمني څلورم کال ته داخلېږي او نجونې له زده کړو منع دي؛ خو ملګرو ملتونو پر اېکس پاڼې لیکلي: «زده کړه یو بشري حق دی.»

یاد سازمان ټینګار کړی، سره له دې چې د ښځو او نجونو د زده کړو په برخه کې ځيني پرمختګونه شوي؛ خو په ځینو سیمو کې لا هم تر ۴۸.۱ سلنې پورې نجونې ښوونځي ته نه ځي.

دوی په دې یادښت کې لیکلي، چې ډېرې نجونې په ځوانۍ کې له ښوونځي وځي.

د ملګرو ملتونو په وینا، له وخت نه مخکې امېندوارۍ او د کورنیو تمه چې نجونې باید په کور کې کار وکړي، د زده کړو پرېښودو اصلي لاملونه دي.

ملګرو ملتونو غوښتنه کړې، چې تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې باید ټولو نجونو او هلکانو ته د وړیا، عادلانه او معیاري زده‌ کړو لاسرسی تضمین شي.

د دوی په خبره، باید ټولو ښځو او نارینه‌ وو ته د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو امکانات برابر شي.

اوس مهال نږدې درې میلیونه ښځې او نجونې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته او له لوړو زده کړو بې برخې دي.

د راپورونو له مخې، نجونې له ۱۴۲۶ ورځو راهیسې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري او د پوهنتونونو دروازې هم له ۹۶۶ ورځو راهیسې بندې دي.

یونسکو مخکې خبرداری ورکړی و، که دا محدودیتونه تر ۲۰۳۰ پورې دوام وکړي، نو له زده‌ کړو څخه د محرومو افغان نجونو شمېر به له څلورو میلیونو واوړي.