عباس عراقچي: د ۴۰ کلنې تجربې لرونکي کارپوه په توګه وایم، جګړه لا نږدې نه ده

د ایران بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، ویلي چې په ایران کې د کورنیو غونډو، علمي او پوهنتوني حلقو او عامو خلکو تر منځ د اسراییل د احتمالي نوې پوځي حملې په اړه پوښتنې مطرح دي او ټولنه بې‌پروا نه ده.

عراقچي، چې په نړیوالو اړیکو کې ۴۰کلنه تجربه لري، څرګنده کړې چې شخصاً د نږدې راتلونکي جګړې امکان نه ویني، خو مسوولین او وسله‌وال ځواکونه باید یوازې پر دې نظر بسنه ونه کړي.