پښتونخوا کې د ناامنۍ څپې؛ په کورمه کې په یوه برید کې درې پولیس وژل شوي دي

د چهارشنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا د کورمې ولسوالۍ په علیزۍ سیمه کې د ناپېژانده وسلهوالو په برید کې درې پولیس وژل شوي دي. د پولیسو په وینا؛ پېښه هغه مهال شوې، چې وسلهوالو د پولیسو پر موټر لاسي بم وغورځاوه او بیا یې پرې ډزې وکړې.
ځایي پولیس وایي، چې د وسلهوالو د نیولو لپاره یې په سیمه کې د پلټنې عملیات پیل کړي دي.