په بلوچستان کې روانه نښته کومې خوا ته ځي؟

د پاکستان پوځ د روان کال (۲۰۲۵) له اوایلو نه په بلوچستان کې شپږم ځل پوځي عملیات پیل کړي او د پوځ او د بلوڅ ملتپالو وسلهوالو تر منځ خونړۍ نښتې روانې دي.
د پاکستان پوځ د روان کال (۲۰۲۵) له اوایلو نه په بلوچستان کې شپږم ځل پوځي عملیات پیل کړي او د پوځ او د بلوڅ ملتپالو وسلهوالو تر منځ خونړۍ نښتې روانې دي.
د مثال په توګه، د پاکستان د انګلیسي ژبې مشهورې ورځپاڼې ډان د خبر سره سم د اګست میاشتې پر یوولسمه نیټه د بلوچستان د جنوبي واشوک په سیمه کې (چې له ایران سره پر پوله پرته سیمه ده) د پاکستان نهه تنه عسکر هغه وخت ووژل شول چې د پوځ د موټرو په قطار باندې په کمین کې ناستو وسلهوالو له خوا برید وشو. د ډان ورځپاڼې په یوه بل خبر کې راغلي دي چې د واشوک په باسیمه نومې ځای کې د بلوڅ وسلهوالو د یوه بل برید په نتیجه د پاکستان د اردو د یوه صاحبمنصب په ګډون اته کسان ووژل شول او شپږ تنه ټپیان شول.
د پوځ او بریدکوونکو تر منځ نښتې یو ساعت ادامه وکړه. ورځپاڼه زیاتوي چې څو ورځې وړاندې په باسیمه کې وسلهوالو د پولیسو په مرکز باندې هم برید کړی و، خو پولیسو د مرکز نه دفاع وکړه او بریدکوونکي یې په شا وتنبول. پولیس وایي چې پر ځمکه او په یوه موټرسایکل پرتو وینو نه معلومیږي چې بریدکوونکو هم تلفات لیدلي دي. البته د هغوی د تلفاتو تفصیل نه دی معلوم شوی.
د بلوچستان د مختلفو سیمو نه د دغسې خبرونو راوتل اوس یو معمول ګرځیدلې دی.
په کوټه کې باخبره ژورنالیسټان وایي چې د کوټې په جنوب کې پرتو د بلوچانو په خاوره په ډیرو سیمو کې د پاکستان دولت کنټرول له لاسه ورکړی دی او بلوڅ وسلهوال د عملیاتو لپاره ښارونو ته ننوځي او څو څو ساعته ښاري مراکز د اشغال لاندې ساتي، په سړکونو پاټکونه جوړوي.
همدغه وجه ده چې اوس د بلوچستان په ټولو غټو سړکونو د شپې په تګ راتګ باندې حکومت بندیز لګولی دی.
په بلوچستان کې د پاکستانی دولت په ضد جګړه کوونکي پنځه یا شپږ سازمانونه فعاله دي، خو د پاکستان پر پوځ تر ټولو زیاتو بریدونو مسولیت بلوڅ لبریشن ارمي چې په بي ایل اې مشهور دی، په غاړه اخلي. د پاکستان پوځ هم د بلوچستان په ډیرو سیمو کې د بي ایل اې او نورو سازمانونو خلاف عملیات پیل کړي دي. د بلوچستان په ټول ایالت کې حکومت انټرنیټ بند کړی دی، چې کاروبار کوونکو، محصلینو او څېړونکو ته یې سخت مشکلات زیږولي دي.
که څه هم په بلوچستان کې د روانې جګړې نوعیت په پښتونخوا کې پیښې جګړې نه دي، خو د پاکستان دولت په دغو دواړو ایالتونو کې اوسنیو جګړو ته د تروریزم نوم ورکوي. البته هغه پښتونخوا کې د ټي ټي پي جګړې ته د فتنه الخوارج نوم ورکوي او بلوڅ وسلهوالو ته فتنه الهند وایي. د پاکستان د دولت تبلیغات په اساسي توګه د پنجاب خلکو ته متوجې دي چې پنجابیان د پاکستانی پوځ د دغو جګړو ملاتړ وکړي.
له دې سره د پاکستان د اردو لوی درستیز عاصم منیر (څوک چې اوس د پاکستان د دولت غیر رسمي او بالقوه زعیم دی) تلاش کوي چې د نړۍ د نورو هیوادونو او په ځانګړې توګه د امریکا نه د په اصطلاح د تروریزم په ضد جګړه کې ملاتړ او مرسته تر لاسه کړي. هغه په تیرو دوو میاشتو کې دوه ځله واشنګټن ته رسمي سفرونه وکړل. په لومړي سفر کې هغه د واشنګټن په سپینه ماڼۍ کې د غرمې د ډوډۍ لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ میلمه شو او هلته یې ټرمپ او د امریکا د دولت نورو لوړپوړو مقاماتو سره خبرې وکړې او په دویم سفر کې یې د امریکایي جنرالانو سره لیدل کتل او خبرې وکړې.
د عاصم منیر د دویم سفر نه وروسته امریکا د بلوڅ وسلهوال سازمان بي ایل اې سره تړلې وسلهوالې شبکې مجید بریګیډ نوم هم د خارجي ترهګرو په بندیز لست کې واچاوه. دا خبره د یادونې وړ ده چې د بي ایل اې نوم د وړاندې نه په ترهګرو باندې د امریکا د بندیز په لست کې شامل دی.
د پاکستان میډیا او دولتي محافلو پرې ډیره خوشحالي څرګنده کړه، خو سیاسي شنونکي په دې نظر دي چې د امریکا دغه ګام یوازې سمبولیک اهمیت لري. شنونکي ګومان کوي چې امریکا څه موده وړاندې د هند ترلاس لاندې کشمیر د پهلګام په سیمه کې د یوه تروریستي برید د مسوولیت پر غاړه اخیستونکي مقاومت جبهې نومي سازمان باندې بندیز لګولی و، چې په پاکستان پورې تړلی انګېرل کیږي، نو د هند او پاکستان سره په خپلو مناسباتو کې د توازن ساتلو لپاره امریکا د بلوڅو د مجید بریګیډ نوم هم په دغه لست کې واچاوه.
د شنونکو دغه خبره ځکه وزن لري چې د بي ایل اې د بریدونو هدف غربي هیوادونه او د هغوی ګټې نه دي. د هغوی بریدونه د پاکستان د امنیتي ځواکونو سره سره د چین اتباعو او ګټو ته متوجې دي.
د بلوڅانو ملي مبارزه یوازې وسله واله نه ده، هغه یو ډېر قوي سولهییز سیاسي اړخ هم لري.
د بلوچستان پارلماني سیاست کې د پاکستانی استخباراتو د مخ په زیاتیدونکي لاس وهنې په وجه د بلوڅو د پارلماني سیاست عنعنوي مليګرا ګوندونه ضعیف شوي دي او د ځوانانو زړونه د پارلماني سیاست نه تور شوي دي. هغوی د یوه رادیکال سیاسي نهضت طرفداري کوي.
د ډاکټر ماه رنګ بلوڅ په مشرۍ د بلوڅو د پیوستون کمیټې (BYC) نومي سازمان د بلوڅ ځوانانو او ولس تر ټولو زیات محبوبیت لرونکی سازمان دی. د پاکستان دولت د وسلهوالو بلوڅانو د بریدونو نه د بلوڅو د سولهییزې مبارزې نه زیاته ویره لري، ځکه یې د BYC رهبره ماه رنګ بلوڅ او د هغې یو شمېر ملګري بندیان کړي دي. د هغوی د خلاصون لپاره په بلوچستان کې غونډې او مظاهرې ادامه لري.
د تیرو ۱۵–۲۰ کلونو راهیسې د پاکستان پوځي استخباراتو د بلوڅو سیاسي فعالینو په غیرقانوني توګه د اختطاف کولو او تري تم کولو په وسیله د بلوڅو د ملي نهضت د مخنیوي تلاش کړی دی. بلوڅ سیاسي محافل دغه د تري تم کولو ستراتیژي د ټولنیزو مجازاتو استعماري ستراتیژي بولي. د تري تم شویو بلوڅانو (چې زیاتره یې ځوانان دي) کورنۍ د خپلو بچیانو او وروڼو د خلاصون لپاره میدان ته راځي او په دې کې زیاته شمیره د بلوڅو میرمنو ده.
په تیرو څو کلونو کې زرګونه بلوڅانې ښځې د تري تم شویو خلکو د درک پیدا کولو لپاره مظاهرو ته راوتلې دي.
په تیرو درې-څلورو کالونو کې د پوځي استخباراتو د لاسه په لویه کچه بلوڅ ځوانان اختطاف شوي دي او ځینې کسان یې وړومبی مړه کړي، بیا یې ویلي دي چې ګویا دغه خلک له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي. د دولت د دغې پالیسۍ په وجه د بلوڅ ځوانانو ګڼ شمېر د بلوڅ وسلهوالو ډلو په لیکو کې شاملیږي، ځکه هغوی فکر کوي چې د هغوی لپاره یوازینی خوندي ځای د بلوچستان غرونه دي. څومره چې د پاکستان د دولت جبر، استبداد او اختناق زیاتېږي، هم په هغه اندازه د بلوڅو مقاومت هم قوت مومي.
ښکاره خبره ده چې د بلوچستان مساله په اصل کې یوه سیاسي مسله ده، چې په پوځي قوت سره نه شي حل کېدای. دا مساله یو سیاسي حل ته اړتیا لري.