په سوډان کې د «کولرا ناروغۍ» په یوې اونۍ کې ۴۰ کسان مړه کړي دي

د بېپولې ډاکټرانو سازمان اعلان کړی، چې په تېره اونۍ کې په لوېدیځ سوډان کې د «کولرا ناروغۍ» له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه شوي دي. د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا؛ د ۲۰۲۴ کال د جولای میاشتې راهیسې په ټول سوډان کې شاوخوا ۱۰۰زره د کولرا پېښې ثبت شوې دي.
د دغه سازمان په وینا؛ دغه ناروغي د یاد هېواد ټولو ایالتونو ته خپره شوې ده.