هند او چین له پنځه کلن ځنډ وروسته سرحدي سوداګري له سره پیلوي

د لوړو امریکایي تعرفو له لګېدو وروسته؛ د هند او چین د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، چې له پنځه کلن ځنډ وروسته د دواړو هېوادونو په ګډه پوله د سوداګرۍ د بیا پیلولو په اړه سره خبرې کوي.

د هندي رسنیو په وینا؛ تمه کېږي، چې د دغه خبرو اترو لپاره به د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د دوشنبې په ورځ نوي ډیلي ته سفر وکړي.