لاوروف: روسیه به د الاسکا په مذاکراتو کې له یوه «روښانه دریځ» سره ګډون وکړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د روسیې۲۴ ټلویزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي، چې مسکو به د الاسکا په مذاکراتو کې له یوه «روښانه دریځ» سره ګډون وکړي. هغه ویلي، چې د ټرمپ او پوتین ترمنځ د دغه خبرو اترو مهمه برخه روسیې ته د سټیف وېټکاف د سفرونو په لړ کې وړاندې شوې وه.
لاوروف زیاته کړه: «د وېټکاف د سفرونو په لړ کې ډېر کار شوی. هیلهمن یو، چې په راتلونکې کې هم دغه ډول ګټورې خبرې دوام ومومي.»