د خیبرپښتونخوا په مانسهره کې د سېلابونو له امله ۹ کسان مړه شوي دي

د خیبرپښتونخوا په مانسهره کې د سختو سېلابونو له امله تر دې دمه د ۹ کسانو د مړینې راپورونه ورکړل شوي دي. ځایي پولیس وایي، په مړو شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د دغه سېلابونو له امله ګڼ کورونه ویجاړ شوي او څاروي هم تلف شوي دي. پولیس وایي، د لادرکه شویو کسانو د لټون عملیات روان دي.