حقاني چې وړاندې یې څو ځله د هبت الله پر انحصاري سیاستونو نیوکه کړې وه اوس د کندهار له ډلې سره د مقابلې توان نه لري.
د اسوشټید پریس په یوه تحلیلي راپور کې د طالبانو د حکومت اړوند پنځه مهم ټکي تشریح کړي دي او لیکلي یې دي چې دا ډله د شرعي فرمانونو او قوانینو له لارې حکومت کوي، خو د افغانستان خلک داسې هیلې او اړتیاوې لري چې د قوانینو او ایډیالوژۍ له لارې نه شي پوره کیدی.
په دغه راپور کې د اقلیم بدلون، د نفوس وده او د بهرنیو مرستو د چټک کمښت یادونه شوې، چې د طالبانو د مشرتابه وړتیا یې له ازمایښت سره مخ کړې ده.
د طالبانو مشر خپل میراث ساتلی دی
ملا هبت الله له ۲۰۱۶ کال راهیسې طالبان له بغاوت څخه د واک تر لاسه کولو لور ته رهبري کړي او له هغه وخت راهیسې یې په هېواد کې د شریعت د پلي کولو غوښتنه کړې ده. د طالبانو مشر تېرکال د امربالمعروف قانون په توشیح کولو سره د خلکو د ټولنیز ژوند ټول اړخونه د شرعي قانون تر سیوري لاندې راوستل.
هبت الله په وار - وار ویلي، چې طالبانو د شرعي قانون د پلي کولو لپاره مبارزه کړې او د هغه د حکومونو عملي کول د ټولو لپاره واجب دي.
د نوموړي ملاتړي د هغه د مذهبي واک په تړاو د فرمانونو پر صادرولو ټینګار کوي؛ په اپریل میاشت کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ان پر هبت الله نیوکه کفر وباله او د هغه اطاعت یې الهي امر بللی دی.
په اسیا کې د بحران د څېړلو ډلې شنونکی ابراهیم بحیث وايي:« هغه (ملا هبت الله) دا ټاکي چې څه باید حرکت وکړي او څه باید حرکت ونه کړي، څه باید پېښ شي او څه باید پېښ نه شي.»
د طالبانو داخلي مخالفت له منځه وړل شوی دی
په طالبانو کې داسې کړۍ چې د ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونو د نرمښت غوښتنه کوي، ترڅو پراخ نړیوال او مالي تعامل ته لاره خلاصه شي، خو هبت الله او د هغه نېږدې کړۍ د دې فشارونو په وړاندې مقاومت کړی دی. د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې له یو شمېر هېوادونو سره ډېپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې او د حکومتي فعالیتونو د ملاتړ لپاره هر کال میلیاردونه ډالر مالیه راټولوي.
د اسوشټیډ پریس په راپور کې ویل شوي، چې د هبت الله له خوا د وسلو او پوځي تجهیزاتو له مستقیم کنټرول وروسته، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په ګډون یو شمېر لوړ پوړي او نفوذ لرونکي طالب چارواکي کمزوري شوي دي.
حقاني چې تره یې د تېرکال په ډسمبر کې په یوه ځانمرګي برېد کې وژل شوی دی، وړاندې یې د ملا هبت الله د ځینو ځانګړو تګلارو او سیاستونو په اړه نیوکه کول، خو اوس نوموړی د کندهاري طالبانو سره د ډغرو وهلو او د واک ترلاسه کولو مبارزه نه شي کولای.
وړاندې افغانستان انټرنشنل ته باخبره سرچینو ویلي وو، چې حقاني د ښځو او نجونو پر وړاندې د زده کړو بندیز له امله له هبت الله څخه ناراضه دی او همدارنګه د هبت الله له خوا کندهار ته د ځانګړو ځواکونو، وسلو او نورو پوځي تجهیزاتو لېږد د واک تمرکز او د طالبانو د نفوذ لرونکو کسانو څنډي کولو لپاره یوه هڅه ګڼي.
هبت الله د شریعت واک په خپل زړه کې ځای پر ځای کړی او په پلي کولو کې یې خپل واک پیاوړی کړی دی.
بحیث وايي:«هغه(هبت الله) ځان د نه بدلېدونکي بدلون وړ ګرځولی او د طالبانو ټول غورځنګ په هغه پورې تړل دی.»
د ښځو او نجونو په وضعیت کې د بدلون هېڅ نښه نه ښکاري
د زن ټایمز مسووله زهرا نادر اسوشټیډ پریس ته ویلي، چې د روسیې له لوري د طالبانو رسمیت پېژندل ډېر اندېښمونکی پیغام لري:« دا اقدام طالبانو ته دا پیغام ورکوي، چې دوی کولی شي پرته له دې چې د کومو پایلو سره مخ شي په سیستماتیک ډول د بشري حقونو څخه سرغړونه وکړي. دوی ته د دې کال لپاره انعام ورکول کیږي. دا اقدام د افغان ښځو پر مخ یوه څپېړه ده.»
نوموړې وايي، سره له دې چې د طالبانو د پالیسیو سره مخالفت شته خلک د قوي بدیل نه شتون له امله ویره لري.
زهرا نادر وايي:«د ښکاره مخالفت نشتوالی د منلو په معنا نه دی، دا د مخالفت لپاره د جدي خطرونو ښکارندوي کوي. پټ او خاموش مخالفت لا هم شتون لري، خو ښکاره مخالفت د ویرې او زور له امله له منځه وړل شوی دی.»
مېرمن نادر وايي، که څه هم د طالبانو په سیاستونو کې د بدلون ډېرې کمې نښې شتون لري، خو ښځې د راتلونکي لپاره ځانونه په ذهني او روحي ډول چمو کوي.
هغه وايي: «ډېری ښځې دا هیله لري چې دا تاوتریخوالی به د تل لپاره دوام ونه کړي، دا ښځې داسې کومه هیله نه لري، چې طالبان دې د ښځو د حقونو په اړه خپل دریخ بدل کړي.»
له طالبانو سره سیمه ییزې اړیکې د یوې معاملې پر بنسټ ولاړې دي
افغانستان له شپږو هېوادونو سره ګډه پوله لري، چې ډېری یې سوداګریز ملګري دي او د حقونو او ازادیو په اړه د لویدیځ له مشورو څخه ناراضه دي.
افغانستان د منځي ختیځ، مرکزي اسیا او سویلي اسیا ترمنځ موقعیت لري او د انرژۍ بډایه او انرژۍ ته اړمن هېوادونو لپاره ستراتیژیک مهموالی لري.
د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو اړیکې د معاملو پر بنسټ ولاړې دي، لکه د سرحد، اوبو، ترانزیټ او امنیت مسایل، خو په دې وروستیو کې د کډوالو ضد دریځ کېدای شي له اروپا سره د دې ډلې ډېپلوماتیکي اړیکې پراخي کړي.
اسوشټید پریس ویلي، چې طالبان په سیمه کې د ارام احساس کوي، د سیمي هېوادونه د طالبانو له حضور سره عادت شوې او د دوی د واکمنۍ د منلو تمایل زیات شوی دی.
زهرا نادر وايي:« په تېرو څلورو کلونو کې پر طالبانو په واقعي ډول فشارونه نه وو اچول شوي، بلکې دا یې د عادي کولو کلونه وو. د هغو کسانو لپاره چې یوازې یې له هېواد څخه بهر ننداره کوو، دا خورا دردناک دی او دا تایيدوي چې د افغان مېرمنو کړاو د سیاسي ګټې لپاره له پامه غورځول کیږي.»
طالبانو اصلي ازموینه لا هم په مخکې ده
افغانستان چې تر نیمايي ډېر وکړي يې د ژوندې پاتې کېدو لپاره پر مرستو تکیه کوي، تر اپریل میاشتې لا هم امریکا د افغانستان لپاره تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد و، خو دا بېړنۍ مرسته د طالبانو د لاس وهنې له امله ودرول شوه.
یو شمېر مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي، چې افغانستان کې مایوسي او مخ په زیاتېدونکی روان وضعیت کولی شي په ناڅايي ډول تاوتریخوالي ته لاره هواره کړي، ځکه چې خلک د سرچینو او خدماتو لپاره سیالي کوي.
افغانستان ته نړیوالې مرستې په داسې مهال کمې شوې، چې د ګاونډیو هېوادونو له خوا د افغان کډوالو ایستلو، ترڅنګ دغه هېواد د بېکارۍ زیاتوالي او د نفوس چټک ډېرښت سره هم مخ دی.
د روغتیا نړیوال سازمان وړاندویه کوي، چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به د افغانستان د وګړو شمېر ۷۶،۸۸ میلیونو ته ورسیږي او دا اوسنۍ شمېرو په پرتله ۸۵ سلنه زیاتوالی ښيي، خو افغانستان باید د خوړو، سرپنا او اقتصادي فرصتونو لپاره چمتو و اوسي.
د افغانستان د مسایلو شنونکی توماس روتیګ ویلي، طالبانو فکر کاوه، چې دوی د خدای او خلکو په مرسته جګړه ګتلې ده، خو دا ډله باید انعطاف منونکې وي او د خلکو اندېښنو ته رسېدنه وکړي.
روتیک ویلي، طالبان باید په دې اړه فکر وکړي، چې ایا دوی یوازې حکومت کول غواړي، که غواړي چې افغانستان د ژوند کولو لپاره یو ښه ځای جوړ شي.