ملاهبت الله له خپلې ډلې غوښتي، چې وزیرانو او کابینې ته دې د سرپرست ټکی نه کاروي

د طالبانو مشر ملاهبت الله (د اګسټ ۱۵مې) په مناسبت په خپل یو پېغام کې له خپلې ډلې غوښتي، چې طالب وزیرانو او کابینې ته دې د سرپرست ټکی نه کاروي.

د طالبانو مشر ملاهبت الله (د اګسټ ۱۵مې) په مناسبت په خپل یو پېغام کې له خپلې ډلې غوښتي، چې طالب وزیرانو او کابینې ته دې د سرپرست ټکی نه کاروي.
هغه داسې مهال دا خبره کوي، چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خپل حکومت سرپرست ګڼي او د بېلابېلو وزارتونو وزیرانو ته یې هم د سرپرستانو خطاب کېږي.
هغه د جمعې په ورځ (د زمري ۲۴مه) په خپل پېغام کې ویلي، چې له پنځوسو کلونو وروسته په افغانستان کې «اسلامي حکومت» حاکم شوی او د «شرعي قوانینو» له مخې یې خلک له غلا، فساد، غصب، نشهيي توکو او چور تالان ژغورلي دي.
هغه ټینګار کړی، چې افغانان باید د دغو نعمتونو شکر وباسي او که یې ناشکري وکړه؛ لویو عذابونو سره به مخ شي. هبت الله همدا راز له خپلې ډلې غوښتي، چې وزیرانو او کابینې ته دې د سرپرست ټکی نه کاروي.
پر کابل د واکمنې ډلې د کندهار مېشتي مشر په پېغام کې دا هم ویل شوي، چې اوسمهال افغانستان خورا امن دی او دا یې د خپلو قربانیو پایله بللې ده.
د هغه پېغام کې راغلي: « همدا راز باید د خپلو مجاهدینو د جهاد د شهیدانو، بندیانو، معلولینو د قربانیو او تکالیفو قدرداني وکړو. د اسلامي امارت ټولو مسوولینو ته مو جدي هدایت دی، چې د خپل شرعي نظام او مسلمانانو په خدمت کې و اوسي او د خلکو د سوکالۍ او ارامۍ لپاره کوښښ وکړي.»
هغه د مسلمانو هېوادونو د یووالي هیله څرګنده کړې او دعا یې کړې، چې فلسطینیان دې د اسراییل پر وړاندې بریالي شي. د ملا هبت الله دغه ادعاوې داسې مهال دي، چې دغه ډله په نړۍواله کچه له سختې انزوا او د رسمیت پېژندنې له کړکېچ سره مخ ده. همدا راز د جرمونو نړۍوالې محکمې د طالبانو د مشر د نیول کېدو غوښتنه کړې او هغه یې په جنایتونو تورن کړی دی.
یو شمېر نړۍوالو سازمانونو د طالبانو دوېیم ځل واکمنۍ د څلورو کلونو په بشپړېدو سره اندېښنه ښوولې، چې دې ډلې په افغانستان کې نجونې له زدهکړو محرومې کړې دي، پر ښځو یې سخت بندیزونه لګولي، بشري سرغړونې یې کړې دي، د بیان ازدي یې په مطلق ډول بنده کړې او ان د ټولنې د بېلابېلو قشرونو بسنټیز حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.
د مخکني جمهوري نظام یو شمېر سیاستوالو هم په خپلو تازه پېغامونو کې ملاهبت الله ظالم، جابر او یو ډیکټاټور بللی، چې د خپلې سختدریځه مفکورې له کبله یې افغانستان په یو لوی ناورین کې ښکېل کړی.


په تاجکستان کې د افغانستان د مخکني جمهوريت سفیر محمد ظاهر اغبر تازه پېغام کې د طالبانو د بیا ځل واکمنېدو ورځ د اګسټ ۱۵مه د افغانستان په تاریخ کې «توره او له کړاوونو» ډکه ورځ بللې. هغه زیاته کړې، چې په همدې ورځ د مېلیونونه افغانانو راتلونکی او د نجونو په ګډون د ښځو هیلې مړاوې شوې.
ښاغلي اغبر پر اېکس پاڼه لیکلي، چې افغانان اوسمهال تر یو استبداد لاندې ژوند کوي. د نوموړي په خبره: «په دې ورځ د ازادۍ غږ چوپ شو، د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې او ښځې – چې د ټولنې ستنې دي – له خپلو بنسټیزو انساني حقونو بې برخې شوې.»
تاجکستان کې د مخکني جمهوریت دغه پاتې سفیر وړاندې لیکي: «د اګست ۱۵مه یوازې یوه عادي نېټه نه ده؛ بلکې هغه ورځ ده چې د یوه ملت جمهوري واکمني واخیستل شوه او د نسلونو ناتمامې هیلې په خاورو کې ښخې شوې». د اغبر په خبره؛ افغان مېرمنې اوس هم د ټولو بندیزونو سره، سره د طالبانو پر ضد ولاړې دي او خپل مقاومت ته یې دوام ورکړی.
د نوموړي په وینا؛ د یو روښانه راتلونکي، برابرۍ او ازادۍ لپاره به د طالبانو خلاف خپلو هڅو ته دوام ورکړي. هغه ټینګار وکړ، چې پر کابل د واکمنې سختدریځې ډلې خلاف باید ملي یووالی او همغږي رامنځته شي. د جمهوري نظام یو شمېر نورو پخوانیو سیاستوالو هم د طالبانو بیا ځل واکمني ظالمانه، له جبره ډکه او د جمهوري ارزښتونو خلاف بللې ده.
طالبان همدا نن هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د اګسټ ۱۵مه نېټه د خپلواکۍ یا هم د خپلې ډلې د بریا په توګه نمانځي او ډېر لوړ پوړي غړي په دې ورځو کې د امریکا په ګډون د یو شمېر لوېدیځو هېوادونو پر ضد څرګندونې کوي او هممهاله یې بیا نور مشران دغو هېوادونو ته د رسمیت پېژندنې سوالونه کوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي قرغزستان ته د سفر په لړ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر عادل بېک قسیم عليیف سره د سوداګریزو او ډېپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د جمعې په ورځ د (زمري ۲۴مه) د طالبانو یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، پر کابل د واکمنې ډلې وزیر د قرغزستان له لومړي وزیر څخه مننه کړې چې دوی یې له تور نوملړه اېستلي او په نړۍوالو غونډو کې یې د طالبانو ملاتړ هم کړی دی.
همدا راز زیاته شوې، چې دواړو لوریو د سفیرانو تر کچې د ډېپلوماتیکو اړیکو پر لوړېدو، دیني او کلتوري اړیکو تر څنګ په سیمهییزه کچه د ګډو موخو په تړاو هم خبرې کړې دي. د سوداګرۍ ګدې خونې جوړېدل او کابل کې د قرغزستان جمهوریت د سوداګریز فورم جوړول هم د دغه لیدنې د بحث وړ ټکي بلل شوي دي.
طالبانو د دغه ناستې په ترڅ کې د قرغزستان لومړي وزیر ته بلنه ورکړې، چې کابل ته سفر وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د امریکا او لوېدیځو هېوادونو له لوري منزوي شوي او دغه ډله هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو تر څنګ له چین سره هم خپلې اړیکې پراخې کړي.
د کارپوهانو په باور د منځنۍ اسیا په ګډون روسیه، چین او یو شمېر نور هېوادونه د خپلو امنیتي مجبوریو او د افغانستان له خاورې د ورپېښو ترهګریزو ګواښونو د مخنېوي لپاره طالبانو سره له ننګوونو ډکې اړیکې ساتي. پر کابل واکمنې ډلې سره د ګاونډیانو له لوري هم کېدونکي تعاملات د امنیتي اندېښنو پر بنسټ دي او په دې لړ کې ترې بیا پاکستان خپه دی، چې د دوی ضد وسلهوالو ډلو ته یې پناه ځایونه ورکړي دي.

د طالبانو د بیا واکمنېدو څلورمې کلیزې په درشل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د برابرۍ او توانمندۍ ادارې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي، چې پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه لنډمهاله نهدي او اوس د خلکو د ورځني ژوند یوه برخه ګرځېدلي دي.
هغې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو یوې خبري غونډې ته وویل: «هېڅ بندیز او محدودیت نهدی لرې شوی. د ښځو د حقونو اړوند د نړۍ تر ټولو ستر او جدي ناورین مخ په عادي کېدو روان دی.»
فرګوسن زیاته کړه، په تېرو څلورو کلونو کې لسګونه فرمانونه صادر شوي چې د ښځو ازادۍ، کرامت او اساسي حقونه یې سخت محدود کړي دي. د هغې په وینا؛ د تېر کال «اخلاقي قانون» تصویب د دې لامل شوی، چې ښځې په عامه ژوند کې په سیسټماټیک ډول محوه شي.
د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړې غړې خبرداری ورکړی، که څه هم په افغانستان کې امنیتي پېښې کمې شوې دي؛ خو د ښځو د خوندیتوب اړوند اندېښنې او مسایل لا پر ځای پاتې دي. د نوموړې په وینا؛ لا هم ښځې او نجونې ځانونه په عامه ځایونو، کلیو او ان په خپلو کورونو کې خوندي نهګڼي.
له زدهکړو، کار او سیاسي ګډون څخه پراخ محرومیت
د ملګرو ملتونو د ښځو د برابرۍ او توانمندۍ ادارې د تازه معلوماتو له مخې؛ افغان ښځې او نجونې لا هم له منځنیو ښوونځیو، پوهنتونونو او ډېرو نور بنسټیزو حقونو محرومې دي. فرګوسن وویل، چې د افغانستان ۸۰ سلنه نجونې له زدهکړو، کار او روزنیزو مهارتونو څخه لرې شوې دي. هغه وایي، په نارینهو کې بیا دغه شمېر یوازې ۲۰سلنه دی.
د یاد سازمان په باور دغه محرومیت نه یوازې پر ښځو مستقیم اغېز لري؛ بلکې د هېواد اقتصاد ته هم ستر زیان رسوي. اټکل شوی، چې له ۲۰۲۴کال څخه تر ۲۰۲۶کلونو پورې به افغانستان له همدې امله شاوخوا ۹۲۰ مېلیونه ډالر تاوان وکړي.
فرګوسن زیاته کړې، چې د طالبانو د سرپرست حکومت کابینه او سیمهییز جوړښتونه په بشپړ ډول نارینه دي او ښځې د پرېکړو په بهیر کې د ګډون هېڅ رسمي لاره نهلري. که څه هم طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې داسې فرمان صادر کړ، چې د ښځو د میراث حق په رسمیت پېژني او جبري ودونه منعه کوي؛ خو ډېری ښځې او نارینه چې په سلا مشورو کې یې برخه اخیستې وه، له دې فرمانه ناخبره دي او دغه اقدام یې د ټولنې پر پخوانیو دودونو بېاغېزې بللی دی.
د کډوالو جبري ستنېدل، د مرستو کمښت او د ښځو مقاومت
فرګوسن وویل، چې له ایران او پاکستان څخه د شاوخوا ۱.۷ مېلیونه افغانانو ستنېدل چې لویه برخه یې ښځې او نجونې دي – د ښځو د حقونو روان ناورین نور هم ژور کړی دی. د هغې په وینا؛ له ایرانه درېیمه برخه او له پاکستانه نیمایي ستنېدونکي ښځې او نجونې دي او ډېری یې بېکوره، بېعایده او د زدهکړو تر څنګ له روغتیایي خدمتونو هم بېبرخې بېرته راستنېږي. په داسې حال کې چې کوربه ټولنې هم د اقتصادي ناورین او د اقلیمي بدلون له امله له سختو شرایطو سره مخ دي او د ښځو ازادي او انتخاب پکې لا ډېر محدود شوی دی.
نوموړې ټینګار وکړ، چې افغان ښځې یوازې د ښځینه بشردوستانه کارکوونکو له لارې مرسته ترلاسه کولای شي او له ۲۰۲۱ کال راهیسې ښځو ته ځانګړې شوې ادارې د روغتیا، رواني ملاتړ او د تاوتریخوالي پر وړاندې د خوندیتوب په لومړۍ کرښه کې دي؛ خو د دغو ادارو نیمایي ښځینه کارکوونکې د بودجې د کمښت له امله له کاره پاتې شوې او ډېری ادارې خبرداری ورکوي، که اوسنی حالت دوام وکړي؛ نو فعالیتونه به یې راکم یا په بشپړ ډول ودرېږي.
د افغان ښځو هیله او نړۍواله غوښتنه
له دې شرایطو سره سره فرګوس وایي، ۴۰ سلنه افغان ښځې لا هم داسې راتلونکی انځوروي چې پکې بدلون او برابري شونې ده او دې هیلو ته یې «د زغم او مقاومت شخصي عمل» نوم ورکړی دی. هغې خبرداری ورکړ: «که پر افغان ښځو او نجونو د زیاتېدونکو محدودیتونو له نظره تېر شو؛ نو دا پیغام ورکوو چې دغه حالت عادي دی او د ښځو او نجونو حقونه بېارزښته یا د لهمنځه وړلو په حال کې دي.»
د ملګرو ملتونو یادې لوړ پوړې غړې په پای کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو، کاروبارونو او د نړۍوال حضور لپاره په دوامداره توګه مرستې وکړي.

د بښنې نړۍوال سازمان په یوې تازه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان قانوني چوکاټ په بشپړه توګه لهمنځه وړل شوی او ځای یې د طالبانو د «اسلامي شریعت» له سختدریځه تفسیر څخه الهام اخیستی یو سیسټم نیولی دی. دغه سازمان وایي، بېثباتي، خپلسرې محکمې او شکنجې د دغه ظالمانه نظام برخې دي.
یاد سازمان د جمعې په ورځ د (زمري ۲۴مه) ټینګار کړی، چې طالبان باید سملاسي توګه د قانوني تشې دغه بهیر ته د پای ټکی کېږدي. په اعلامیه کې راغلي، چې طالبان دې د اساسي قانون بیا رامنځته کولو سره افغانستان د نړۍوالو بشري حقونو برخه کړي او د مکلفیتونو پر بنسټ د قانون حاکمیت باید بېرته را ژوندی کړي.
د دغه سازمان د سوېلي اسیا د سیمهییز کمپاین مشرې سمیرا حمیدي په حواله لیکل شوي: «د طالبانو له څلور کلنې واکمنۍ وروسته هغه څه چې پاتې دي، یو مبهم او ظالمانه نظام دی چې اطاعت پر حقونو او چوپتیا پر حقیقت غوره ګڼي. د طالبانو قضایي نظام نه یوازې له نړۍوالو بشري حقونو د معیارونو څخه لرې شوی؛ بلکې نږدې دوه لسیزې لاسته راوړنې یې شاته غورځولې دي.»
د بښنې نړۍوال سازمان د راپور له مخې؛ تر دې وړاندې چې طالبان د ۲۰۲۱کال په اګست کې واک ته ورسېږي، افغانستان یو لیکل شوی اساسي قانون، ټاکل شوې ولسي جرګه او درېپړاوه محاکم (ابتدایي، استیناف او ستره محکمه) لرله چې له خپلواکو څارنوالانو او د دفاع له قانوني جوړښتونو سره یې ملاتړ کېده. د محکمو پرېکړې مستندې وې، د استیناف وړ وې او د عامه څار لاندې ترسره کېدې؛ خو اوس ډېری محاکمې یوازې د یوه قاضي او یوه مفتي له لوري ترسره کېږي، چې د دیني متونو له شخصي تفسیرونو څخه د فتواوو پر بنسټ پرېکړې کوي.
د یوه پخواني قاضي له خولې ویل شوي، چې د واحدو کړنلارو نشتوالی د دې لامل شوی؛ څو د ورته جرم لپاره په بېلابېلو سیمو کې بېخي متفاوت حکمونه صادر شي. یو پخواني څارنوال هم ویلي، چې په ځینو کلیوالو محکمو کې قاضیان د محاکمې پر مهال د مناسب حکم د موندلو لپاره د دیني متونو پلټنه کوي چې دا کار د ځنډ او ناهمغږو شویو پایلو لامل ګرځي.
په اعلامیه کې دا هم راغلي، ښځو چې مخکې یې د قضایي ځواک ۸ تر ۱۰ سلنه برخه او د افغانستان د خپلواکو وکیلانو د ټولنې څلورمه برخه جوړوله؛ له دندو تر ګوښه کېدو وروسته اړې شوې، چې یا له هېواده ووځي او یا په پټه ژوند وکړي. د ښځو د حقونو ملاتړو بنسټونو په ګډون کورنۍ محکمې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي واحدونه منحل شوي او ښځې نږدې هېڅ ډول عدالتي بهیر ته لاسرسی نهلري.
یوې جلاوطنه پخوانۍ افغانې قاضۍ د بښنې نړۍوال سازمان ته ویلي: «هیڅ قضایي خپلواکي نهشته، د عادلانه محاکمې هېڅ بهیر نهشته او وکیل ته هېڅ لاسرسی نهشته. هغه سیستم چې موږ جوړ کړی و، په یوه شپه کې په یوه وېروونکي او نا اټکل شوي حالت بدل شو.»
یاد سازمان زیاتوي، چې د طالبانو په نظام کې محکمې تر تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي، نیونې پرته له حکم څخه کېږي او ډېر کسان بې له محاکمو په زنداندانونو کې ساتل کېږي او یا تري تم کېږي. عامه مجازات لکه درې وهل په عامه توګه د انساني کرامت د سپکاوي لامل شوی او په ټولنه کې یې وېره خپره کړې او طالبان له دې چارې د ټولنیز کنټرول د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.
دغه سازمان په پای کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د ډېپلوماټیکو فشارونو او د اصولي تعامل له لارې له طالبانو د رسمي قانوني نظام د بېرته ټینګښت، د قضایي خپلواکۍ او د بشري حقونو د مراعت غوښتنه وکړي.

د طالبانو له څلور کلنې واکمنۍ سره هممهاله افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی، چې د کډوالۍ له ژور او جدي ناورین سره مخ دی. که څه هم افغانان له پخوا راهیسې په ځینو هېوادونو کې کډوال وو؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د کډوالېدو دغه کچه لا پراخه شوې ده.
د راپورونو پربنسټ؛ د طالبانو له بیا واکمنېدو سره څه باندې ۱۰ مېلیونه افغانان بېځایه شوي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ بیا ویلي، له سوریې وروسته افغانستان دویم هېواد دی چې په لوی شمېر کې یې وګړو (شپږ نیم مېلیونه کسانو) د پناه غوښتنې کړې دي.
که څه هم په دې اړه کره شمېرې په لاس کې نشته، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته څومره کسان له افغانستانه وتلي؛ خو د کډوالۍ نړۍوال سازمان بیا ویلي، چې د ۲۰۲۳کال تر وروستیو څه باندې اته مېلیونه افغانانو د بېلابېلو لاملونو له کبله افغانستان پرېښی دی.
یاد سازمان ویلي، چې ډېری کسان د افغانستان دوو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ته تللي دي.
د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا ویلي، چې له ایران، پاکستان او ترکیې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې دوه مېلیونه افغان کډوال افغانستان ستانه شوي او دغه لړۍ لاهم روانه ده.
د طالبانو حکومت څو میاشتې وړاندې ویلي و، چې له افغانستانه د افغانانو له وتلو سره هممهاله ډېری افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي هم دي، چې شمېر یې څه باندې اته مېلیونو ته رسېږي.
ملګرو ملتونه وايي، ډېری ستنېدونکي کډوال په داسې حال کې خپلو سیمو ته ستنېږي چې هغوی د بېکارۍ او اقتصادي ګواښونو سره مخ دي.
افغانستان ته د تازه ستنو شویو ستونزې
افغانستان ته له ایران او پاکستانه بېرته ستانه شوي کډوال په کور دننه هم له خورا زیاتو ننګونو سره مخامخ دي. شریفه محمدي چې تازه له ایرانه ستنه شوې وايي، ژوند یې له کړاوه ډک تېرېږي او د لاسنیوي یې څوک نشته.
هغې د خپلو ستونزو په اړه افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل: «د نظام له پرځېدو وروسته له کورنۍ سره ایران ته تللي وو؛ مېړه مې پخوا پوځي دنده لرله او په ایران کې یې درانه کارونه کول خو ګوزاره مو روانه وه. نپوهېږم، چې په دې وروستیو کې د ایران حکومت دلته له هغو کسانو سره چې پوځي مخینه یې لرله، بیخي جدي چلند کاوه او اخر کې یې په جبري توګه را واېستلو.»
دغه کډوال وایي، له یو پلوه نهدي توانیدلي، چې له پلان سره سم ستانه شي؛ د دوی د کور کاڼي کودي تر ډېره ترېنه په کوربه هېوادونو کې پاتې شوي او ډېر یې په تش لاس وطن ته ستانه شوي دي.
محمد نعیم هغه افغان کډوال دی، چې له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستون شوی دی. هغه وایي، په کابل کې یې نن سبا لویه ننګونه د سرپناه نشتوالی دی. هغه زیاته کړې: «کوم کورونه چې پخوا په ۶ یا ۷ زره افغانیو کرایه کېدل اوس په دغه بیه نه پېدا کېږي.»
حمید یو له هغو کډوالو څخه دی، چې تازه له ایرانه بېرته افغانستان ته ستون شوی دی. هغه وایي، له ایرانه تش لاس راغلی او هېڅ کومه پانګه نهلري.
د هغه په وینا: « نه پانګه شته، چې شخصي کارو بار پرې وکړم او نه هم په افغانستان کې کاري فرصتونه شته، چې ګوزاره پرې وشي.» هغه زیاته کړه، چې یوه ننګونه یې د ماشومانو ښوونځي دي.
حمید وایي، هغوی په ډېره بېړه هېواد ته راستانه شوي او دې ته یې هم وخت نه دی موندلی چې د خپلو ماشومانو د ښوونځي اسناد له ځانه سره راوړي او اوس یې ماشومان دلته بېبرخلیکه پاتې شوي دي.
د کډوالو د ۱۹۵۱ نړۍوال کنوانسيون له مخې؛ هيڅ هېواد نشي کولای چې کډوال په زور له خپلې خاورې وباسي او يا یې هم پر وړاندې تبعيضي چلند وکړي. د ياد کنوانسيون له مخې؛ کډوال په اړوندو هېوادونو کې د زدهکړو، کار، ټولنيز خونديتوب، مذهبي ازادۍ، ملکيت، تګ راتګ او هويت حقونه لري.
دا په داسي حال کې ده، چې د ګڼو راپورونو پر بنسټ؛ افغان کډوال په پاکستان او ایران کې له یادو حقونو په بشپړ ډول بې برخې دي. په دواړو ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو حالت خورا ځوروونکی دی، د امنيتي ادارو لهخوا تر سخت څار لاندې دي، بندیانېږي، تګ را تګ یې محدود شوی، د ملکيت حق ترې اخيستل شوی او تر دوامدارو ټولنیزو، اقتصادي او رواني فشارونو لاندې دي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د کډوالو د جبري ستنېدو څپې
په وروستیو کې د کډوالو د ستنولو چټکې لړۍ ته په اشارې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې دغه نوې څپه افغانستان نور هم بېثباته کولای شي، داسې هېواد چې لا له وړاندې د ژورې بېوزلۍ، بېکارۍ او د اقلیمي بدلون له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. ملګرو ملتونو پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې له ځنډ پرته په جبري توګه د افغانانو د اېستلو مخه ونیسي.
خو د ملګرو ملتونو، نړۍوالې ټولنې، د طالبانو د حکومت او عامو افغانانو له پرلهپسې غوښتنو سره، سره لاهم د ایران او پاکستان په ګډون له یو شمېر اروپايي هېوادونو د افغانانو د ستنولو لړۍ روانه ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو استازي عرفات جمال په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال ویلي: «موږ د افغانانو یو نامنظمه، بې حرمته او پراخې کډوالۍ بهیر ګورو، چې دواړو هېوادونو (ایران او پاکستان) پیل کړی. دغه وضعیت پر افغانستان فشار راوړي، په داسې حال کې چې افغانستان د خپلو وګړو د بېرته ستنېدو هرکلی کوي؛ خو هېڅ ډول چمتووالی ورته نهلري»
په افغانستان کې د کډوالۍ د کړکېچ د زیاتېدو ملامتۍ ګوته تر ډېره په افغانستان کې د طالبانو اوسني حکومت ته هم نیول کېږي. د کډوالو چارو کارپوه ثناء الله اورنګ وايي، تر ډېره په خپله هغه حکومتونه چې نه شي کولای د کډوالۍ لاملونه لهمنځه یوسي پړه دي.
نوموړی وايي، طالبانو په افغانستان کې د کډوالۍ د لاملونو د لهمنځه وړلو پرځای نور هم دلته وضعیت ترینګلی کړی او تر ډېره یې هڅه کړې چې له دغې لویې بشري ستونزې سره برسېرن چلند وکړي.
طالبان که څه هم دا نه مني، چې ګواګې دوی په افغانستان کې د کډوالۍ د کړکېچ د ژورېدو لامل شوي؛ خو وايي ستونزه جدي ده او باید نړۍوال یې د حل په برخه کې ورسره مرستې وکړي.
په دې تړاو د اندېښنو پر دوام په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو د درېیم پړاو پیلېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
رحمان الله چې درې میاشتې وړاندې له پاکستانه ستنېدلی وايي، خوښ دی چې خپل وطن ته راغلی؛ خو دا چې کار او روزګار پکې نهشته، نو اوس یو وار بیا د بېرته تګ لار ګوري. هغه وایي:« کله ناکله مې زړه ته یوه ګېله ودرېږي، چې په دې لویه نړۍ کې موږ د اوسېدو ځای نهلرو. شکر دا مې خپل وطن دی؛ خو کار روزګار پکې نشته، لاره رانه ورکه ده چې څه وکړم.»
په ورته وخت ځینو هغو افغانانو چې په پرمختللو هېوادونو کې یې هم پناوې اخیستې دي او د ژوند له اسانتیاوو برخمن دي وايي، جلاوطني یې تل ځوروي.
لینا چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته کاناډا ته تللې ده، په دې اړه وايي: « شاوخوا دوه کاله کېږي، چې دلته کاناډا ته راغلې یم. دلته د ژوند امکانات ډېر او ښه دي؛ خو که رښتیا ووایم زړه مې هېڅ نه لګېږي، چې هرکله د کابل او یا هم کوم بل ولایت ویډیو ګورم زړه مې وچ درد وکړي، چې ولې هر څه داسې ګډوډ شو؟»
له افغانستانه د مېلیونونو افغانانو تګ، په جبري توګه د سلګونو زرو بېرته ستنول، د بېلابېلو هېوادونو له لوري د کډوالۍ ضد سخت سیاستونه، د نړۍوالو مرستو کمښت، د طالبانو د حکومت کم کاري، مخ پر زیاتېدونکی فقر او بې وزلي، په دوامداره توګه د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو نقضول، د نجونو پر وړاندې د کار او او زدهکړو محدیتونه او په کور دننه د بېځایه کېدونکو کډاوالو لوی شمېر په افغانستان کې د کډوالۍ کړکېچ لوی او مهم لاملونه بلل کېږي.
کورني بېځایه شوي
په ورته وخت کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې دا مهال په افغانستان کې د داخلي بېځایه شویو شمېر څه باندې دوه مېلیونه کسانو ته رسېږي.
د دغه وزارت چارواکو څه موده وړاندې «د دغې ډلې د ادارو لاسته راوړنو» په کلنۍ غونډه کې ویلي و، که څه هم دوی تر خپله وسه له کورني بېځایه شویو سره مرستې کړې؛ خو دغه مرستې بنسنه نهکوي او باید په لویه کچه یې ملاتړ او لاسنیوی وشي.
په افغانستان کې د داخلي بېځایه کېدو لوی لاملونه نا امني، طبیعي پېښې او اقتصادي ستونزې بلل کېږي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۵کال کې په لومړیو شپږو میاشتو کې زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوې دي، چې ډېری دغه کورنۍ په خېمو، نيمه ويجاړو ودانیو او یا له بنسټیزو خدمتونو بېبرخو سيمو کې اوسېږي.
سبحان الله چې د تېر جمهوري نظام د پرځېدو پرمهال له خپلې کورنۍ سره له کندوز څخه کابل ته کډه شوی وايي، ژوند یې له کړاوه ډک تېرېږي. نوموړی وايي، د نا امنۍ له کبله د خپلې مېنې پرېښودو ته اړ شوی و؛ خو اوس د بېروزګارۍ له وېرې نه غواړي بېرته خپلې سیمې ته ولاړ شي. هغه وایي:« د تازه مېوو په منډوي کې کار کوم، اوس د کارونو خوند نهشته. درې زامن لرم، چې دوه یې راسره کار کوي. موږ درې کسه نشو کولای د کور کرایه او خرڅ پوره کړو.»
په افغانستان کې کورني بېځایه شوي او هغوی چې بېرته هېواد ته ستانه شوي او یا هم ترې وتلي دي وايي، افغان مشران باید د تاریخي مسوولیت له مخې په افغانستان کې د کډوالۍ کړکېچ د حل لپاره له ځنډ پرته اقدامات وکړي.
د کډوالو برخې شنونکي وايي، تر هغه چې په یوه هېواد کې د کډوالۍ او بېځایه کېدنې ټول او یاهم مهم لاملونه لهمنځه نه وي وړل شوي د کډوالۍ د کړکېچ حل ناشونی دی او خلک له مجبورۍ کډوالۍ ته زړه ښه کوي.
د ارزونو له مخې؛ د نړۍ په وروسته پاتو هېوادونو کې د ناسم، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت له کبله ورځ تربلې د کډوالۍ کچه مخ په پراخېدو ده، چې د شنونکو په خبره که نړۍواله ټولنه په ګډه د دغه ستر بشري ناروین د حل او یا د کډوالۍ بهیر د تنظیم په برخه کې کوټلي ګامونه پورته نه کړي؛ نو پایلې به یې ټولو ته ګواښوونکې وي.

په ایران کې د افغان کډوالو ستونزې
په ایران کې مېشت افغان کډوال وایي، چې دوی نه یوازې د دغه هېواد د پولیسو لهخوا نیول کېږي؛ بلکې د دغه هېواد پولیس دوی توهین او تحقیروي. په ایران کې مېشت ځیني افغان کډوال وایي، چې د قانوني اسنادو په لرلو سره بیا هم د دغه هېواد پولیس یې تر امنیتي حوزو بیایي او بېځایه یې لالهانده کوي او له دوی بډې اخلي.
په تهران کې مېشت افغان کډوال مهدي عليزاده وایي، چې دوی نه یوازې د پولیسو لهخوا ځورول کېږي؛ بلکې د ایراني وګړو لهخوا هم ځورول کېږي. هغه وایي، چې په دې برخه کې که څوک شکایت هم وکړي؛ نو پولیس ورسره لازمه همکاري نه کوي.
د نوموړي په وینا؛ بل زیاتی د افغان کارګرو سره کېږي چې نه یې تنخوا ورکول کېږي او یا هم د تنخوا ډېره کوچنۍ برخه یې ورکول کېږي. هغه زیاتوي، افغان کارګر کار او مزدوري کوي؛ خو ایرانیان یې پیسې یا تنخوا نه ورکوي او د تنخوا د غوښتنې په بدل کې یې ګواښي.
هغه د ماشومانو د زدهکړو په اړه وایي، په تېرو کلونو کې د افغان کډوالو ماشومان یې په ښوونځي کې نیول؛ خو اوس په ښوونځیو کې د افغان کډوالو په ماشومانو محدودیت د دغو کډوالو پر وړاندې یوه بله ستونزه ده، چې ورسره مخ دي.
د هغه په وینا، نه یوازې دا چې د افغان کډوالو ماشومان په ښوونځیو کې نه نیول کېږي؛ بلکې دغو ماشومانو ته سپکاوی هم کېږي، چې دا د دوی پر روان ډېره بده اغېزه کوي.
د ښاغلي عليزاده تر څنګ ځینو نورو کډوالو هم افغانستان انټرنشنل ته په ایران کې له کېدونکو نادودو شکایت کړی او ویلي یې دي، چې ان پر دوی د ډوډۍ اخیستلو په برخه کې هم بندیزونه لګېدلي دي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې
په پاکستان کې هم افغان کډوال د کډوالۍ له هېڅ ډول حقونو برخمن نه دي، د هغوی د ماشومانو د زدهکړو، روغتیا او پاملرنې لپاره هیڅ ډول اسانتیاوې نهشته او نه هم د هغوی لپاره کاري زمینې برابرې شوې دي. تر ډېره دغه کډوال د سر خوندي کولو په موخه دغه هېواد ته کډه شوي او پټ په پټه درانه کارونه د لږې لاسباړې په لاس ته راوړلو ترسره کوي، یو شمېر یې له بهره د خپل خپلوانو په مرستو ځان چلوي او زیات شمېر یې د درې وخته په ځای د یو وخت په خوړو ګوزاره کوي.
په پاکستان کې هم د ایران په څېر کډوال د پولیسو لهخوا ځورول کېږي او تر ډېره له بندي کېدو وروسته په زوره خپل هېواد ته اېستل کېږي. هغه افغانان چې دلته یې د وېزو موده ختمېږي؛ نو اړ دي چې د زیاتو پیسو په ورکولو سره خپل ځان او د کورنۍ نورو غړو ته وېزې نوې کړي چې دا کار د هر کډوال په وس نهدی پوره.
له بل پلوه له تېرو نږدې دوو میاشتو راهیسې بیا د پاکستان حکومت د ویزو د تمدیدېدو لړۍ هم درولې ده، چې له امله یې ګڼ شمېر افغانان ویزې نهلري او هره ورځ ځینې یې د جبري اېستل کېدو له ګواښ سره مخ کېږي.
په پاکستان کې مېشت ګڼ افغانان بهرنیو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، چې افغانستان ته د دوی بېرته ستنېدل به د دوی «د مرګ په معنا» وي.