سوېلي کوریا غواړي، د شمالي کوریا سره په پوله د پوځي فعالیتونو ځنډولو پر تړون هوکړه وکړي

د سوېلي کوریا ولسمشر لي جای میونګ وایي، هېواد یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د بیا پیلولو په لټه کې دی او غواړي چې له شمالي کوریا سره په پوله د پوځي فعالیتونو د ځنډولو لپاره پر یوه تړون سره هوکړه وکړي.
د سوېلي کوریا ولسمشر ټینګار کړی، چې سیول د شمالي کوریا سیسټم او نظام ته درناوی لري او پر وړاندې یې له «دښمنۍ ډک» اقدام اراده نهلري. هغه وایي، چې هېواد یې د کوریا ټاپووزمې د غیراټومي کولو مسلې لپاره د سولهییز حل غوښتونکی دی.