پخوانی افغان سفیر:د اګست له ۱۵مې راوروسته افغانستان له هر ډول ناورینونو سره مخ دی

په پاکستان، ترکمنستان او هنګري کې د جمهوري نظام پخوانی سفیر نجیب الله علي خېل وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې وروسته افغانستان له هر ډول ناورینونو سره مخ دی. نوموړی د دوحې هوکړه ، د ورانکاره ګاونډیو موجودیت، داخلي اختلافونه او فساد د جمهوري نظام د رانسکورېدو اصلي لاملونه ګڼي.