طالبان وایي څه باندې ۱۲۰۰ تنو پخوانیو چارواکو ته یې د مصونیت کارتونه ورکړي

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو کمېسیون ویاند وايي، تراوسه له ۱۲ سوو څخه زیاتو افغان شخصیتونه او د تېر نظام چارواکي هېواد ته راستانه شوي چې د مصونیت کارتونه پرې وېشل شوي دي. احمدالله وثیق زیاتوي، چې د مصونیت کارت لرونکو ته څوک نشي کولی په سیاسي برخو کې ستونزې جوړې کړي.