ټرمپ: بایډن اوکراین ته د شربت غوندې پیسې او پوځي مرسته ورکوله

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ولادیمیر پوتین سره تر لیدنې وروسته وویل، کېدای شي اوکراین له روسیې سره د سولې هوکړې په تړاو موافق نه شي. هغه وايي، دا ځکه چې د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن دغه هېواد ته لکه د شربت غوندې پیسې او د مېلیاردونو ډالرو پوځي مرسته ورکوله.