خېبر پښتونخوا کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر له ۳۰۰کسانو هم لوړ شو

د خېبر پښتونخوا د طبیعي افتونو د مدیریت ادارې (PDMA) د شنبې په ورځ خبر ورکړی، چې په دغه ایالت کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر له ۳۰۰ واوښت. تازه یوازې په بونیر ولسوالۍ کې د ۹۳کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.