طالبانو په پښتونخوا کې د سیلابونو له امله د رامنځته شوې مرګژوبلې په اړه خواشیني ښودلې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په خېبر پښتونخوا کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه خواشینې ښودلې. دغې ډلې د قربانیانو له کورنیو او حکومت سره د خواخوږي په څرګندولو د قربانیانو لپاره یې رحمت او د ټپیانو لپاره یې د بشپړې روغتیا هیله کړې.