طالبان: هغه ماهر او مسلکي کارګران چې له تېر یوه کال راهیسې وزګاره دي، قطر ته لېږو

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په ۲۳ نویو حرفو کې ۳ زره ماهر او مسلکي کارګران چې له تېر یوه کال راهیسې وزګاره دي، قطر ته استوي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په ۲۳ نویو حرفو کې ۳ زره ماهر او مسلکي کارګران چې له تېر یوه کال راهیسې وزګاره دي، قطر ته استوي.
د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، له ټول هېواد څخه پر شرایطو برابر کسان کولی شي چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۷مه) له خپلو تحصیلي، مسلکي او تجربوي اسنادو سره په ټولو ولایتونو کې مشخص شویو مرکزونو ته په مراجعې سره نوملیکنه وکړي.
د نوموړي په وینا، د نوم لیکنې د فورمې بیه ۱۰۰ افغانۍ ده او د هر ولایت مسلکي کارګران او متخصصین کولای شي، چې د خپل ولایت په مرکز کې نوملیکنه وکړي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې سلګونه زره کسان له خپلو دندو او روزګارونو بېبرخې شوي او ورسره هم مهاله په ایران او پاکستان کې پر کار بوخت سلګونه زره افغانان بېرته افغانستان ته شړل شوي او په کور دننه هم ورته کاري فرصتونه نشته.
پر طالبانو تور دی، چې هر څه یې تر خپلې ډلې محدود کړي او ان په حکومتي چوکاټ کې هم د عادي کچې کارګرو ته چې له دغه ډلې سره اړیکې ونه لري دندې نه ورکوي.