جي‌ډي وېنس به د دوشنبې په ورځ د ټرمپ او زېلېنسکي په لیدنه کې حضور ولري

یوې باخبره سرچینې سي‌اېن‌اېن ته ویلي، چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي وېنس به د دوشنبې په ورځ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ترمنځ په ناسته کې حضور ولري.