ټرمپ: اوس‌مهال د هغو هېوادونو پر ضد د تعرفو لګولو اړتیا نه وینم، چې له روسیې تېل اخلي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ولادیمیر پوتین سره تر لیدنې وروسته وویل، دا مهال داسې اړتیا نه ویني چې پر هغو هېوادونو چې له روسیې تېل اخلي؛ غچ اخیستونکې ګمرکي تعرفې ولګوي. هغه زیاته کړې، کېدای شي «په راتلونکو دوو یا درېیو اوونیو کې» پرې فکر وکړي.