د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله

طالبان امریکا ته: ۲سوه کاله نور هم درسره جګړې ته تیار یو او‌ په جنګونو موږ لا ډېرېږو

د طالبانو د علومو اکاډمۍ مشر شیخ فریدالدین محمودي امریکا ته په خطاب کې ویلي، چې تر راتلونکو ۲سوو کلونو هم ورسره د جګړې توان لري او دوی په جګړې کمېږي نه؛ بلکې له دې سره یې شمېر لا ډېرېږي. هغه کابل کې د خپلې ډلې د څلورمې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته دغه خبرې کړې دي.

د جمعې په ورځ (د زمري ۲۴مه) نوموړي زیاته کړې: «موږ خو ځان درباندې شهیدانوو، موږ له دې جنګ نه کېنو او حتمن خپله داعیه سر ته رسوو.»