طالبان: د ژمي تر راتلو وړاندې به د سالنګونو د بیا رغونې چارې بشپړې شي

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیا رغونې چارې به د ژمي تر راتلو وړاندې بشپړ شي. وزارت وايي، دمګړی په شمالي سالنګ او سویلي سالنګ کې د کانکریټ اچونې او په دوشي ـ خنجان برخه کې د سفالټ چارې په چټکۍ روانې دي.